کور / تازه خبرونه / امریکا: دبګرام زندان افغانانوته نه سپارو

امریکا: دبګرام زندان افغانانوته نه سپارو

KP پرس نیوز: امریکا یې چارواکونن په ډاګه کړه ،چي دبګرام دزندان دسپارلوبشپړي چاري افغان لوری ته ځنډوی. دبګرام دزندان دتسلیمولوچاري باید نن شنبه دمارچ په نهمه نیټه په بشپړه توګه افغان لوري ته سپارل شوی وای. خوامریکا خپله پخواني پریکړه ځکه لغوه کړ ه چي ،ویره لری دبګرام په زندان کي په جرم ګرم اوپړافغانان به بیله محکمي له زندان څخه آزاد شي .امریکا یې چارواکي وایې چي ددي وروسته به دزندان ټولي چاري دنامالومه وخته پوري دامریکایانوپه غاړه وي.
دامریکاله لوری یوه بله رسمي سر چینه وایې ،چي امریکایانو ته هغه وخت اندیښنه پیداسوه ،چي د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی دسه شنبه په ورځ دولسې جرګي غړو ته ددي جرګي دپرانیستلو پرمهال ویلې وو،چي دبګرام زندان دسپارلووروسته به ځیني بیګناه افغانان بندیان له زندان څخه خوښي کړی.
دمګړۍ دبګرام زندان دسپارلوپه هکله امریکا اوافغانستان دواړو په رسمي ډول اعلان نه دی کړی. ولي دملي دفاع وزارت ویاند جنرا ل ظاهرعظیمي نن رسنیوته وویل،چي دبګرام دزندان دسپارلوچاري نن ورځ نه ترسره کیږی.
بل لوري په افغانستان کي دامریکا دمیشتوپوځونوویاند جیمي ګریبل په یوه بریښنا لیک کي څرګنده کړی ،چي امریکا په پروان ولایت کي دبګرام دزندان دامنیت دسپارلو پرلاروچارودافغانستان داسلامی جمهوریت له چارواکوسره په خبر وبوخته ده،اوموږ به د زندان دسپارلوپه لارو چارو باندي غوروکړو.