کور / تازه خبرونه / درې واړه امنيتي مقامات پر خپل ځای پاتي کړل شول

درې واړه امنيتي مقامات پر خپل ځای پاتي کړل شول

لراوبر – کابل


نن د ولسي جرګې په استيضاحيه غونډه کښي چي د ملي ټلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېدل د ملي امنيت د ادارې ريس امر الله صالح په سلو ۱۰۰ عدم اعتماد رايو،  ۷۲  اعتماد رايو، د کورنيو چارو وزير ضراراحمدمقبل په يو سلو لسو ۱۱۰ عدم اعتماد رايو، ۶۲  اعتماد رايو او ۵ باطلو رايو او د دفاع  وزير جنرال رحيم وردګ هم په يو سلو لسو ۱۱۰ عدم اعتماد رايو، ۶۲ اعتماد رايو او ۵ باطلو رايو سره پر خپل ځای پاتي کړل .


د ولسي جرګې ننۍ استيضاحيه غونډه پداسي حال کښي تر سره شوه؛ چي  تر ۷۰ پوري وکيلان چي ځيني يې بيخي دايمي غير حاضيران  دي غير حاضير ول  .


ننۍ استيضاحيه غونډه د ولسي جرګې د پرونۍ پرېکړې سره  تر سره شوه؛ چي د ملي امنيت رئيس، کورنۍ او دفاع  وزيران يې ولسي جرګې ته د مجاهدينو د بري د ۱۶ مي کاليزي د جشن د ګډوډۍ په اړه د استيضاح د پاره ور غوښتي ول.


پاتي دي نه وي چي درې واړه مقاماتو په اعتراف او بخښني سربېره د ځان په استيضاح کولو خوښي هم څرګنده کړه .