کابل: نن سهار شنبه د محلي وخت پر ۸:۳۰ بجودملي دفاع وزارت در وازي ته څیرمه په دیرش متري کي یوه درنه چاودنه تر سره شوه.چاودنه په داسي حال کال کي و شوه ،چي دامریکا ددفاع نوی وزیر چک هیګل څوساعته مخکي نا ببره کابل ته راروسیدی او نن هغه د امریکا په مشرۍ په یوه بله پوځي اډه کې دوینا پرمهال بوخت و .
دملي دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهر عظیمی رسنیو ته ویلي چي چاودني ددي وزارت پوځیانو ته زیان نه دی اړولي .خودخبر یوه بله سرچینه بیا وایې چي چاودنې( ۹ )ولسي کسان وژل سوي او ( ۱۴ ) ولسي کسان ټپیان شویدي. وژل کسان زیاتره پر لاره پلي او په موټر کي سپاره بیګناه کسان دي. ددي چاودني له امله دولسي کسانوڅوموټره هم ویجاړ شویدي. عیني شاهدان وايې چي د چاودنې وروسته د ډزو ږغونه پیل شول اوداورونولوګي هوا ته پورته کیدلي.
وسله والوطالبانو دبرید پړه منلي او ادعا کوي چې په بریدکې پنځلس پوځي افسران وزارت ته دننوتلو پرمهال ووژل شول.