کاپیسا: دکاپیسا څخه رارسیدلې خبر وايې چي نن جمعه دمارچ اتمه په کاپیساکي دامریکایانو پرپوځي اډۍ باندي وسله وال بریدوشو. نه تائیدشوی خبر وایې چي بریدکونکی دافغان ملي پوځ سرتیری یا پولیس وو. دبریدپرمهال وسله وال کس اویوامریکایې سرتیر ی دواړه وژل شوی دي
افغان ځایې چارواکي وایی چي پیښه هغه وخت را منځته شوه چي افغاني سرتیري دخپلي پوځې اډۍ څخه دتللو پرمهال دامریکایې سرتیروسره په شخړه اخته شول. دوی وایې په دغه شخړه کي یوافغان سرتیری اویوامریکایې دواړه ووژل شول اونورڅوک نه دي ټپیان شوي .
بله خواه دناټواوایساف ځواکونو ویاند دغه پیښه تاېیدکړیده ،اووایې چي یووسله وال کس دافغان ملي پوځ په جاموکي پرامریکایې سرتیری باندي بریدوکړي .
دیادولوړده چي دیوه کال راهیسي څوځله افغان سرتیرو پر امریکایې سرتیرو باندي وسله وال بریدونه ترسره کړيدی چي په پایله کي دواړولورو ته زیاته مرګ ژوبله اووښتې ده .