کور / تازه خبرونه / په کوهاټ کې د آريانا پښتو ادبي ټولنې غونډه وشوه.

په کوهاټ کې د آريانا پښتو ادبي ټولنې غونډه وشوه.

کوهاټ :د کوهاټ ځايي هټ چيلي هوټل کې د اريانا پښتو ادبي ټولنې غونډه وشوه. لومړى د قرآن کريم څو مبارک آياتونه تلاوت او ورپسې د ټولنې رئيس مفتي سيف الرحمن هاشمي د ټولنې په اړه رڼا واچوله.د جوړې شوې غونډې مشر د صوبايي اسمبلۍ غړى ښاغلى فنا و او د خيبر پښتونخوا يو شمېر مشران ليکوال د ميلمنو په توگه ځانگړيو چوکيو ته بلل شوي وو. دې غونډې ته د خيبر پښتونخوا ادبي ټولنو، افغان ادبي بهير، کټه کاڼى اسلامي ادبي بهير، دوآبه ادبي ټولنې، مشال پښتو ادبي ټولنې، اورکزيو ادبي جرگې، ساهو ليکونکيو جرگې استازي او زيات شمېر قومي مشران، علماء، سياستوال او شاعران بلل شوى و چې بلل شويو ميلمنو په خپل گډون سره غونډې ته ځانگړى رنگ او خوند وربخښلى و.دا غونډه چې په کې د جنوبي، شمالي وزيرستانونو، اورکزيو، هنگو، کوهاټ، پېښور په پنجاب کې ميشتو پښتنو ليکوالو برخه اخسته وه په خيبر پښتونخوا کې د پښتو ادب په ډگر کې ستره غونډه وه په غونډه کې د مقالو وروسته تر ٢٠٠ پورې شاعرانو د شپې تر درې بجو پورې خپل خپل شعرونه وويل.د يادونې وړ ده چې آريانا پښتو ادبي ټولنه دولس کاله وړاندې د مفتي سيف الرحمن او د لر بر پښتنو شاعرانو په هلو ځلو جوړه شوې وه چې د لږ څه ځنډ وروسته يې يو ځل بيا ستره ادبي غونډه وکړه او په سيمه کې د فرهنگي هلو ځلو د گړندي کولو هوډ څرگند کړ