کور / تازه خبرونه / یوه امریکایي سرتيره په ۵ کاله بند محکمه سوه

یوه امریکایي سرتيره په ۵ کاله بند محکمه سوه

یوه امریکایې سرتیره دقاچاق په درغلیو کي دیوه میلیون امریکایې ډالروپه تور په پنځه کاله بندمحکومه شو ه
دامریکا دعدالت یوي محکمي یوه امریکایې سرتیره په پنځه کاله بند محکومه کړه . دغه دیرش کلنه سرتیري تونی نومیږي چي دافغانستان څخه بهردیوه میلیون نغدوامریکا یې ډالر وپه قاچاق اودرغلیوکي یې لاس درلودی.
نوموړي امریکایې سرتیره د( ۲۰۰۸) م کال دجنوری دمیاشتي څخه بیا د(۲۰۰۹)م کال داپریل ترمیاشتي پور ي دامریکا یې سرتیرو په ډله کي په افغانستان کي دګمرګي ماموریت دنده لرله .هغي له افغانستان نه وامریکا ته دامریکا سرتیرودنظامي قواوودشخصي سامانونودلیږدولودچک اوکنترول چاري سرته رسولي. چارواکي وایی چي توني دخپل بل همکارسره په ګډه په درغلیوکي ښکیله وه . دمحکمي د پریکړي په اندنوموړي مجبوره ده ،چي په درغلیوکي دیوه میلیون امر یکا یې ډالرودغه پیسي بیرته ددولت خزاني ته ورکړی . همدارنګه هغي ته به ددری کالوپه عمردمؤقتي بندسزاه هم ورکړل شي ،کوم چي هغي د( ۵۰۰ )زرو ډالر وپه لګښت دخپل ځان لپاره دپلاستیکی جراحي دعملیاتواو دخپلي کورني لپاره یې په نورو شیانوباندي لګولي دي .
دامریکا څارنوال توماس والکر وایی :چي توني هغه وخت خپله دنده خوشی کړه چي دامریکا نورسرتیري دخپل هیواد دساتني په لټه دجګړي پر مهال په سنګر کي وو. هغه وایې چی په دنده کي دخپلوهمکاروسرتیر وپریښودل اودخپل ځان په ګټه غلطه لاره خوښول ستر خیانت دی. دهغه په وینا ددي دغه عمل زموږ دهیواداودقضایې سیستم اعتباراوحثیت ته ډیر تاوان رسولي دی .