کور / تازه خبرونه / په فراه کي (۱۲) ملي پولیسوته مرګ ژوبله واوښته

په فراه کي (۱۲) ملي پولیسوته مرګ ژوبله واوښته

فراه: دفراه ولایت څخه دمحلي چارواکو په وینا لږتر لږه (۱۲)ملي پولیس هغه وخت په یوه بمي چاودنه کي تر بریدلاندي راغلل چي دوی دحق سفید په سیمه کي دکرهڼې په کرونده کي دتریاکودبوټو په له منځه وړلوکي بوخت وو.
دغه چارواکی زیاتوی، چي ددي چاودنې له امله دوه محلي (۲)پولیس اویودملي اردوافسرځای پر ځای مړه او (۹) پولیس ټپیان شویدي.
بل لوري د فرا ه ولایت رسمي خبر بیاوایې چی په دغه پیښه کي دري پولیس وژل سوي اوپنځه نور ټپیان شويدي. دفراه ولایت دافغانستان په غربي سیمه کي یودهغو نا ارامه ولایتوڅخه دی ،کوم چي طالبان هلته په ښکاره ډول ددولت دامنیتي چارواکوسره په جګړوبوخت دي.طالبانو تر اوسه پوري ددي پیښې په هکله څه نه دي ویلي.