څو شیبې مخکي د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو ولسوالۍ په مرکز کي ځانمرګي بريد کوونکي په ځان پوري تړلي چاوديدونکي توکي هغه مهال وچاودل کله چي د نوموړي ولسوالۍ د امنيت قومندان او سرتيرو ته نژدې شو ، په لومړنيو خبرونو کي ويل شوي چي په بريد کي د خوګياڼيو ولسوالۍ د امنيې قومندان تر څنګ 16 نور کسان هم وژل سوي او يوشمېر ولسي وګړي ژوبل سوي دي .