د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې دکرکت په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې دسکاټلینډ ټیم ته ماتې ورکړه. دا لوبه پرون چارشنبه د مارچ په شپږمه او دکب په ۱۶مه نیټه، د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
ددې لوبې پچه د سکاټلینډ لوبډلې وګټله او لومړی یې پخپله د بیټنګ پریکړه وکړه. د سکاټلینډ لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونوکې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره (۱۹۹ )منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د( ۲۰۰ )منډوهدف کیښود.
دافغانستان له لوري ګلبدین نایب، ۴، دولت ځدران او حمید حسن دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې یاد هدف په ډيرې اسانې په څلوردیرشم اوور کې د دریو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د افغانستان له لوري نوروز منګل ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او پرته له سوځیدویې د شپږوشپږیزو په مټ یې( ۱۱۲ )منډې جوړې کړې. دغه راز سمیع الله شینواري هم ډیره ښه لوبه وکړه او هغه هم له سوځیدو پرته پنځوسیزه ووهله او (۵۵ )منډې جوړې کړې. دافغانستان له لوبډلې څخه شهزاد محمدي، اصغر ستانکزی او رحمت شاه وسوځیدل.
نوروز منګل ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
دمګړي افغانستان (۹) نمري لری ،او دسکاټلند ټیم تر اوسه پوری په دوهم ځای کي کرارلری اودهغه شاته دایرلند ټیم د (۱۱) نمرو سره په دریم ځای کي کرار لری. هالنداودعربی متحده امارات دیوي یوي نمري په درلودلوسره شاته پراته دي.سبا دمارچ په اتمه نیټه دجمعې په ورځ به دافغانستان اوسکاټلینډ ترمنځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه ترسره شي. دافغانانو دکرکیټ ټیم دنورو بریاووپه هیله .