اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دوسله والو پر ضد عملياتو کې ١٠ وسله وال وژل شوي د خيبرايجنسۍ کې ديوې بمي چاؤدنې له امله دصحت ښځينه کارکوونکې ژوبل شوې ده.دسرچينوترمخه دبره اورکزو ايجنسۍ په ميرکلام خيلاؤ ادم خيلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو لخوا کارروائي ترسره شوې چې پکې ١٠ وسله وال وژل شوي.دi په دغه عملياتو کې دوسله والو درې سنگرونه ويجاړ شوي دي .بلخوا خيبرايجنسۍ په جمرود سيمه کې يو روغتون کې بمي چاؤدنه شوې چې پکې دصحت يوه ښځينه کارکوونکې وژل شوې ده .دخيبرايجنسۍ اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ (اى پي اى) جهانگير اعظم وزير خبريالانو ته ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې بم دروغتون په غسل خانه کې ايښودل شوى ؤ اؤ دروغتون ساتونکي مامور خاصه دار اؤ څوکيدار دپلټنو لپاره نيول شوي دي.دهغه وينا وه چې دبې پرواهۍ له امله د شپږو خاصه دار عسکرو اؤ څلورو کمانډرانو ترڅنگ روغتون څلور غړي له دندو گوښه شوي