يُعيِدُونَ اَن يُطِفوانُورَاللّهِ باَفْواهِهِمْ وَيَابَی اللّهُ اِلاانْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ کَرِهْ اْلکفِرُونَ R
ژباړه: اراده لري کفارچي بندکړي نوردالله ج (اسلامي شريعت) په خبرواو تبليغاتوباندي. اوخدای ج اراده لري چي داسلام دين او اسلامي شريعت احکام هرګوټ ته ددونيا ورسوي ځکه کفار ددين نشراو خپرېدل نه خوښوي.
۱۴۳۶ کاله مخکي چي موږ په کوم دين مشرف سولو دهغه دين په وړاندي نن دهندواڼو، بودايانو او نورو غربي ځواکونو منهوسي فلسفې ويونکي دخپلو پوچونظرياتو په ويلو سره زموږ ټولنيز نظام، عقيده او ايمان راکمزوری کوي. دايو روښانه او څرګند حقيقت دی چي په هره اسلامي ټولنه کي دټولنيزجوړښت اساس داسلامي عقيدې څخه جوړوي، ځکه دهري ټولني وګړي دخپلي عقيدې او مفکورې په روڼاکي خپل ژوندکوي نوداسلامي ټولني پلويان بياداسلامي عقيدې څخه اغېزمن کيږي او دخپلي مفکورې تومنه داسلامي اساساتو څخه اخلي.
دلته مي دټولنيزنظام يادونه ځکه وکړه چي ټولنيز نظام يولړ هغه قواعد او مقررات دي چي دانسانانو ورځنی ژوندورتنظيموي. خوالحمدالله زموږ دټولنيز نظام دجوړښت لپاره لاترمخه اصول او اساسات تعين سوي دي چي دهغه په روڼاکي موږ کولای سو چي له هري دونيوي او اخرتي بدبختيو او ناکراريو څخه نجات او کاميابي ومومو. دغربي نړۍ هغه نارې سورې چي ددوهم نړيوال جنګ وروسته وهل کيږي، په هغه کي يوه هم دبشردحقونو اعلاميه ده چي په ( ۱۹۴۸م- ۱۳۲۷ش ) کال کي صادره او دايې په ډاګه کړه چي ټول انسانان ازاد پيداسوي دي اود انساني حيثيت پربنياد مساوي حقونه لري.
حق، عدالت او مساوي حقونه هغه ارزښتونه نه دي چي موږ ووايو چي داخلکو تصويب کړي دي بايدچاته ورکړل سي او چاته ورنه کړل سي، بلکی ددې ارزښتونو ريښې په طبيعت او فطرت کي دخلقت دخالق او تواناخدای(ج) په امرټاکل سويدي، چي دنومړو ارزښتونو لپاره يې بېل حدود او بريدونه په نښه کړي دي چي بايد عملي جامه ورواغوندو.
ددغه حقونو په محرومينو کي يوه هم ښځه ده، چي په سياسي او ټولنيز ژوندکي دهغې پرحقونو باندي ډېرګډوډ دورانونه او زمانې تيري سوي دي. دجمهوريت اتيناپه فلسفه کي ښځو دغلامانو او مريانو څخه زيات قدر نه درلود او نه هم دعزت په سترګه ورته کتل کېدله، خو دافلاطون په جمهوريت کي يوځه قدر ورکړل سو. او دهغه څخه راوروسته چي کله عيسی (ع) خپل ديموقراطيت دنړۍ شرق او غرب ته ورساوه او دخپل وخت او زمان خلکوته يې داپه ډاګه کړل (( چي ښځه دنارينه سره په ټولو انساني حقوقو کي برابره ده او ښځي ته يې لاس ورکړ او مرسته يې ورسره وکړه، او ټول حقوق يې ورته ثابت کړل )) دهغه څخه راوروسته زموږ پاک دين هم په خپل ټولنيزنظام کي دښځي مرکزيت په قرآنکريم کي په دقيقه توګه ټاکلی دی. او همدغه راز دنوموړي موضوع په ارتباط نبوي احاديثوهم پوره وضاحت ورکړی دی.
قرآنکريم له دواړو( نارينه او ښځينه ) څخه دنسبت يادونه کوي او دواړه الهي قرب ته رسېدونکي بولي او ددې کارلپاره جنسيت نه بلکي قوي ايمان او صالح عمل ته اړتياليدل کيږي. ځکه الله(ج) په خپل سپېڅلي کتاب کي فرمايي:
ژباړه: برابره ده که نارينه وي ياښځه خوچي دنېک عمل او خالص ايمان خاوندوي.
قرآنکريم چي هرڅومره دغوره او وياړمنو اشخاصو يادونه کوي ورسره مېرمني هم دوياړمنو او غوره شخصيتونو په توګه اعلانوي. ځکه دحضرت بي بي مريم لوړ معنوي مقامات تردې حده رسيږي چي آن په محراب کي له دې سره ملايکي خبري کوي، له غيب څخه به مېوه او رزق ورته راتلل چي دغه کار دوخت پېغمبر حضرت ذکريا( ع ) هم هېښ کړی ؤ.
د ښځي په اړه زموږ دټولني دريځ:
زموږ په ټولنه کي ښځه درنځ يوسمبول دی او زموږ دهيواد له پيښوډک تاريخ او دوامداره غميزو، ډول ډول اقتصادي او فرهنګي ناخوالو او کړاونو ښځي تل له سختيو، کړاونو، ځورونو او بې حرمتيو سره مخامخ کړي دي. رنځ، خواري، کړاو، په بدوکي ورکول، دکورپه داخل کي دمينځي په څېر ژوندکول، محکوميت او نوري بدمرغۍ دهغې دژونديوه برخه جوړوي.
زموږ ټولني همېشه هغه له خپلو حقوقو بې برخي ساتلې ده او هيڅ کله دلته هغه ديوخپلواک انسان په څېر نه ده مطرح سوې، حتی دلته دومره ارزښت هم هغې ته نه منل کيږي چي څوک دي په خپل نوم ورته ووايي. ځکه دلته ښځه په نرپوري تړلی سوی موجود دی نوبايد په همدې ټولنه کي دطفيلي موجود په څېر ژوندوکي. حتی په کورکي هم د ډول ډول تاوتريخوالي، رټلو او ټکولو سره مخامخ ده او دخپل نظرله څرګندولو او رايي ويلو څخه هروخت محرومه پاته سوېده.
ځينو مواردوکي خوومېړه ته درناوی او تکريم نه کول او ياسلام نه اچول د دومره کينې او غوسې درامنځ ته کولو سبب ګرځي چي په نتيجه کي يې غيرانساني او ډېري نارواکړني دښځو په وړاندي رازيږوي. ددغه معصوم او مظلوم موجود ترټل، سپکاوی او تحقير اوس په موږ کي ديو ټولنيز دود په توګه منل سوی دی.
دښځو په وړاندي زموږ دټولني بل ناوړه دريځ د اجباري ودونو کول او ياهم دعمرنامناسب توپيردی. حال داچي په اسلام کي نکاح ديو مشترک لفظ په څېر معرفي سوې ده او اسلام نکاح يوه داسي رشته بولي چي دژوندانه بنياد پرې بقامومي، ځکه دانسانانو ژوند په مينه او الفت پوري تړلی دی که چيري دغه الفت او ريښتنولي نيستي سي نودا بياګرانه خبره ده چي هغه معاشره او ټولنه دي له ناخوالو څخه په امن کي سي. برعکس؛ دلته بياليدل کيږي چي ځيني خلکو خپلي خوېندي او لوڼي ياهم دپيسو داخيستلو په بدل کي ورکوي او ياخو هم دزيات عمرلرونکو کسانو ته د ديري دارايي په بدل کي وديږي، چي دغه ډول نکاحوي بيادښځي او مېړه د روحي تناسب دنشتوالي له امله نا مناسبه ژوند رامنځ ته کوي او دکورنۍ دخرابېدو سبب هم کله کله ګرځي.
جنايت زوړ، ځوان او ماشوم نه پېژني ځکه په دې تېغ سره هريو قرباني کېدلای سي، خو ډېرځله زموږ په ټولنه کي ددغه تېغ قربانيان ښځي او ماشومان وي، چي دغه کار بياد دوی دخدای ورکړي انساني کرامت ته ډېرغټ سپکاوی دی او دهغه حرمت او انساني ارزښت يې ډېر راټيټ کړی دی.
ددغو لويو ټولنيزو ناخوالو دعلتونو جرزي بايد پيداسي او دهغوی دحل لاري دموندلو لپاره دپوهانو، استادانو، حقوق پوهانو او ځوانانو څخه زه خپله داهيله کوم چي ددې هيواد دښځو او نارينه ؤ پروړاندي دپرتو ستونزو دحل لاره ولټوی او ددې دردناکه پيښو دمخنيوي لپاره هلي ځلي او کوښښونه وکئ.