کور / تازه خبرونه / پاکستاني پوليسو پر تورخم اوښتونکو مساپرو ته اجازه نه ورکوله

پاکستاني پوليسو پر تورخم اوښتونکو مساپرو ته اجازه نه ورکوله

پاکستاني پوليسو نن د ورځي راهيسي د سلګونو مساپرو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده ، له سيمي څخه عيني شاهدانو لراوبر ته وويل چي د مريضانو ، سپين ږيرو ، سپين سرو او کوچنيان په ګډون سلګونه کسه د تورخم دروازې دواړو خواوو ته د ساعتونو راهيسي د ډيورنډ کرښي څخه د اوښتلو په انتظار ناست دي.
يوه عيني شاهد لراوبر ته وويل چي ناروغ يې په پېښور کي ددرملني پر مهال په حق رسيدلی دی خو پاکستاني پوليس دغي او يوې بلي جنازې ته هم ډيورنډ کرښي څخه د تيريدلو اجازه نه ورکوي .
په دواړو خواوو کي د بند پاته سوو مساپرو يو شمېر يې ځايي هوټلونو او رستورانتونو ته تللي دي خو په سيمه ايز وخت ماخستن اته بجې بيا هم سلګونه ښځي ، ماشومان او سپين ږيري خپلو کورونو ته د رسيدلو په تمه د انتظار ترخې شېبې تېروي.
يوې مېرمني چي وايي د پېښور په نيت ددرملني لپاره راوتلې ده لراوبر ته د ټيلفون پر ليکه وويل چي که موټرچلوونکي ورته ويلي وای چي لاره بنده ده بيرته به يې خپل کور ته حرکت کړی وای ، دغه ميرمن وايي دلته هر څوک دخپلو شخصي ګټو د پاره پر نورو ظلم کوي، دا که موټرچلوونکي دي ، پوليس که لوړ پوړي چارواکي .

د حبيب الله په نامه يو کس وايي په دغو مساپرو کي ځيني داسي ناروغان هم سته چي په کابل کي له شفاخانې را ايستل سويدي ، د سابندۍ تکليف لري، که په څو ساعته کي اکسيجن ورته ونه رسيږي ښايي دلته ژوند له لاسه ورکړي.

لراوبر ته د وروستيو مالوماتو پر اساس په سيمه ايز وخت ماخستن لس نيمی بجې پاکستاني پوليسو له دواړو خواوو يو شمېر خلکو ته د تګ اجازه ورکړه .