د یوې مېرمنې له خوا کورته د خپل خاوند د نه پریښودلو کیسه تر ډیره د کلیوالو پر ژبو وه. چا ویل: ښه یې کړي، د نر لور ده. خو چا یې دا کار د سپین سترګۍ په مانا ګاڼه او سپکې سپورې یې ورپسې ویلې.
کیسه داسې وه چې د دې میرمنې خاوند، په ځوانۍ کې ایران ته تللی و. بس هملته یې پاخه اړولي و. ښځې ته یې یوازې پیسې را لیږلې.واړه بچیان یې د پلار له سیوري محرومه زلمکیان شول، خو د ده له ایرانه زړه نه کېده.
میرمنې د کلیوال دود له مخې په خوله مهر لګولی و. نه یې شکایت کاوه او نه یې د خاوند د اوږدې مساپرۍ په اړه ګیلې.
هرڅه یې په زړه غوټه کول خو دا غوټه ډېره وپړسېده او په یوه عجیبه وخت کې و چاودېده.
هغه وخت مبایلونه نه وو. کور والا به هغه مهال د خپلو مساپرو له راتګه خبریدل چې دروازه به یې وټکوله.
همدغه شان یوه شپه د یادې شوې میرمنې د کور دروازه وټکېده. میرمنه چې نوره زړه او کمزورې شوې وه،در وازې ته ورغله:
څوک یې؟
له دروازې باندې څو مسلسل ټوخي راغلل او بیا یې ځواب ورکړ: زه یم…
میرمنې بیرته دروازې ته ګړز ور کړ او وه یې ویل: ځوانۍ دې ایران کې تېره کړه، ټوخي ما ته راوړې؟ پکار مې نه یې. ته څنګه خاوند او پلار یې؟تا هیڅ فکر نه کاوه چې په دې اوږدو کلونو کې په ما او په اولادونو دې څه تېرېدل؟
خاوند یې که څومره زارۍ وکړې، خو میرمن ترې روانه شوه، هغه یې د انګړ د دروازې شاته ځوړند سر پریښود.
دغه کیسه راته هغه وخت را یاده شي چې کله کوم مشهور افغان سیاستوال،ادیب … او یا بل د کار سټه بهر وفات شي او بیا یې بې ساه کالبوت د هیواد ادیرو ته راوړي.
زموږ دغه مساپرې هستۍ هم ځواني په نوره نړۍ کې تېره کړي، خو جسدونه دلته راوړي.
له شاوخوا درې لسیزو راهیسې هیواد سور تنور دی. یو خوا جګړه ده او بله خوا د داسې مغزونو فرار دی چې خلکو ته په خپلو نظریاتو د جګړې د اور مړ کولو مشوره ورکولای شي. په خپلو نظریاتو خلک یو والي ته هڅولی شي،دا هیواد له اوسني کړکیچ نه ژغورلی شي او لږ تر لږه خپلو غمجنو خلکو ته له نږدې ډاډ ګیرنه ور کولای شي.
افغانستان په هره برخه کې زیانمن شوی دی. دغه زیانونه بیرته جبران غواړي. دا ټپي او سوزیدلی هیواد بیرته رغونه غواړي او دا کار پرته له خپلو افغانانو نور څوک نه کولی شي او نه یې کوي.
بهر کې میشت افغان پوهان او کدري اشخاص باید دغه ستونزه درک کړي او د ستونزې له منځه وړلو لپاره، له نږدې لاس په کار شي.که هېواد د مغزونو له تشې سره همداسې مخ وي،د جوړېدو خوب یې نشي لیدل کیدای.
شاید ځینې دغه اشخاص ادعا وکړي چې اوس زموږ لپاره د اوسېدو شرایط نه دي مساعد، خو سوال دا دی چې دا شرایط به څوک مساعدوي ؟ چاته په تمه شو؟ ایا د یوه ښه تغیر لپاره وطن دومره حق نه لري چې په همدې (نامناسبه شرایطو) کې پکې ژوند وشي؟
په هر صورت، دا خبرې د تربګنۍ په نیت نه،بلکې د خواخوږۍ په نیت دي.
ویریږم، هسې نه زموږ دغه هره لحظه ځورېدونکی ولس له سوکاله خلکو سره عقده واخلي او خدای مکړه داسې وخت راشي چې له بهره راتلونکیو جسدونو ته دروازه خلاصه نه کړي.
محمد نعمان دوست،جلال اباد
۱۳۹۱د سلواغې ۲۱مه