کور / تازه خبرونه / د استيضاح مراسم د رحيم وردګ په اعتراف پېل شول

د استيضاح مراسم د رحيم وردګ په اعتراف پېل شول

نن افغان پارلمان د ملي امنيت ادارې ريس امر الله صالح ، د کورنيو چارو وزير “ضراراحمدمقبل” او د دفاع چارو وزير جنرال رحيم وردګ په يوه غوڅه غوښتنه د پارلمان غونډي  ته حاضر کړل . دا  استيضاحيه غونډه د سهار په پوره لس بجو پيل شوه او غوښتل شويو افغان چارواکو  پکې د وکيلانو له غوښتني سره سم برخه درلوده.غونډه دوکيل عبدالهادی صافي په خبرو پيل شوه . نوموړي  اعتراض وکړ چې لومړی بايد د شورا داخلي ستونزي حل شي او وروسته د بيا وزيران استيضاح ته راوغوښتل شي .په دې غونډه کې چی د ګوتو په شمير وکيلانو حضور درلود لومړی د دفاع له وزير څخه غوښتنه وشوه چې د غويي د اتمی پيښي په اړه خپلي څرګندوني وکړي.نوموړی  وايي دې  پيښي د افغانستان سياسي  او نړيوال حيثيت باندی تور داغ لګولی او د نړيوالو ځواکونو شتون ېې هم تر ناوره اثر لاندي راوستی .


جنرال وردګ وويل چې مونږ د دې مراسمو د امنيت لپاره د شپې له دريو بجو خپل ټولګي په لارو کوڅو کې ګمارلي وو خو متاسفانه چی دا ناوړه پيښه  رامنځ ته سوه .هغه وويل:(دا يوه شرمناکه پيښه وه او زمونږ  ابرو او عزت يې توی کړ).نوموړي  وويل چې زه نه غواړم له دې شرمناکې پيښي څخه اوږه خالي کړم او مونږ په دې  پيښه کې ګرم يو ،دا ځکه چې مونږ سم امنيت نه وو ټينګ کړی .کله چې له ښاغلي وردګ څخه پوښتنه وشوه چې ولي پوځيانو په بريدکونکو پر وخت بريد و نه کړ هغه وويل:د هيڅ يوه افغان پوځي ټوپک مرمۍ نه لرلي  دا ځکه چې په جشنونو کې دا يوه معمولي خبره ده او د پوځي پريډ ګډون والو ته د مرميمو د ليږد اجازه نه ورکول کيږي .


نوموړي وويل چې د دې مراسمو د امنيت قومانده د جمهور ريس حامد کرزی د محافظت د رياست پر غاړه وه او په دې  پيښه کې بايد د افغان پوځيانو شجاعت او جانبازۍ باندي شک و نه شي دا ځکه چې د ملی اردو د شجاعت په اړه ټول افغانان خبر دي.جنرال ورادګ وويل چی ولسمشر کرزی د دې مراسمو له پيل دمخه داسي  رپوټونه تر لاسه کړي  وو چې 20 تنه ځان وژونکي  په دې مراسمو د بريد پلان لري  او يو ځل خو په کابينه کی داسی خبري  هم وشوي  چې دا جشن بايد تجليل نه شي.


د افغانستان د ملي امنيت (NDS) ادارې لوی  ريس “امرالله صالح” نن د پارلمان په استيضاحيه غونډه کې د غويي د اتمې نيټي  د تروريستي بريد په اړه خپل معلومات وړاندي کړل .امرالله صالح وويل:”مونږ د افغانستان ملت ته د بښني سر ټيټوو ، مونږ  پاتې راغلي يو خو دا په دې معنی نده چې تاسو وکيلان بايد زما په دې خبرو ماته د باور رايي راکړي.”
ښاغلی صالح وويل  دې پيښي وښوده چې د ناټو او افغان ځواکونو د جشن د امنيت په ټينگښت کې پاتي راغلل.
نوموړي  وويل چې که چيرته دا لازمه وي  نو وکيلان کولای شي  زما دنده په تعليق کې واچوي او د ملي امنيت رياست سرپرستۍ ته ځای ناستی وټاکي تر څو زه له تاسو سره په گډه د دې  ترويستي  پيښي په څيړنه کې کار وکړم . د ښاغلی صالح پر وينا چې دې  ناکمۍ د افغانستان کورني او نړيوال حيثيت ته صدمه رسولي ده . هغه وويل چې د دې بريد په اړه مو د ملي امنيت شورا او شخصاٌ ريس جمهور ته کتبي اطلاع ورکړي  وه خو هغوي ورته پام و نه نيوه .د صالح پر وينا چې مونږ د دې  بريد په تخنيکي اړخ خبر شوي وو چې ځيني ترهگرو دا بريد د تير کال د کب د مياشتی په 18مه جوړ کړی وو او هغه کوټه چې ترينه بريد شوی شاوخوا 45 ورځي دمخه د بريدکونکو له خوا په کرايه نيول شوي وو .ښاغلي صالح له وکيلانو غوښتنه وکړه چې که چيرته کولاي شي خبريالان له دې غونډي له جريان څخه وباسي نو دوی حاضر دی چې د دې پيښي په اړه يوه دوسيه معلومات وکيلانو ته څرگند کړي .صالح له لوی خدای څخه مننه وکړه چې ولسمشر کرزي ته د يوه ويښته په اندازه هم تاوان و نه رسيد که نه نو د صالح پر وينا چې د افغانستان نظام به بيا هيڅ چا هم نه وای سم کړی .نوموړي په پای کې وويل چې که د هيواد په اوسنۍ امنيتي کړن لاره ، او تگ لاره  کې بدلون  را نه وستل شي  نو لري  به نه وي  چې د تير کال په پرتله به په رو ان کال کې د ترهگريزو  بريدونو شميره 8000 ته ورسيږي .هغه وويل چې تير کال په ټول افغانستان کې 4117 تروريستي  بريدونه تر سره شوي ول خو که په امنيتي پلانونو کې بدلون را نه وستل شي نو دا بريدونه به په روان کال کې د 8000 څخه هم ډير شي .