کور / هراړخیز / کانکور يوازي پښتانه ځپلي دي

کانکور يوازي پښتانه ځپلي دي

دافغانستان دلوړو زده کړو وزارت دکانکور پايله څرګنده ده چې له مخې ٤٤ زره څخه ډير کسان بريالي شوي دنوموړى وزارت دمحصلينو چارو مرستيال برى صديقى ويلى چې د کانکور دازموينې لپاره له ټول هېواد څخه ١٩٠ زره تنو نوم ليکنه کړى او ١٧٥ زره کسانو په ازموينه کې برخه واخيسته چې په کې څه دپاسه ٤٤ زره کسان بريالى شوي دي.
د فارياب ، ارزګان ، هلمند او داى کنډى فارغان تر ټولو زيات دى په دې برخه کې ٤٩ زره کسان ندي بريالى شوى .

ددغه پايلو ته په پام سره دا پوښتنه راپورته کيږي چې ٤٩ زره کسان چې په څرګند ډول ناکام اعلان شوي او هغو کسانو شميره يې نه ده په ګوته کړى چې بې پايلې راغلي يعنې دخپل غوره شوى پوهنځي نمبرې نه دي ترلاسه کړي صديقى دا هم څرګنده کړى چې دپوهنې وزارت ورسره ژمنه کړې دبې بايلو فارغانو له ډلې څخه به ١٥ زره جذبوي او ٨ زره به دلوړو زده کړو په خصوصي موسيسو کې شامل شي.

د انټرنيټ پر مخ دکارنکو پايلى څرګندې شوى د نوموړى دوينا پر خلاف دپښتنو سيمو ځوانان زياتره بې پايلى راغلي او دا ورسره دځينو ځانګړيو کړيو له خوا بې انصافي شويده او پښتانه دزده کړو له بهير څخه په قصدي ډول لرې ساتل کيږي .

دباميان ، ډايګندى او ورته دنورو سيمو ځوانان چې دجمعيت ، وحدت اسلامي ورته ګوندونو پور اړوند دى ناکام يا بې پايلى اعلان شوي نه دي دا د دې خبرې غمازي کوي چې پښتانه ځوانان له هېواد سره عقده پيدا کړي او دمخالفينو له ليکو سره يوځای شي او ددولت پر خلاف غږ پورته کړي ، ددغسي ناخوالو مسئوليت به دلوړو زده کړو وزارت دچارواکو پر غاړه وي .