کور / تازه خبرونه / دکجکي بنددرغولوځانګړې بودیجه دبهرنیانوپه تنخوا ګانو باندي لګول شویده

دکجکي بنددرغولوځانګړې بودیجه دبهرنیانوپه تنخوا ګانو باندي لګول شویده

پژواک :دکجکي دبندکارکونکي داسي انګیري چي،ددي بنددرغولولپاره ځانګړې بودیجه څه دپاسه (۱۱۰) میلیونه ډالره دبهرنیانودمعاشونواوتنخواه ګانو په برخه کي مصرف شویده.
داپه داسې حال کي ده ، چي اووه کاله مخکي دامریکامتحده آیالاتودکجکي بندددریم توربین دنصبولو لپاره څه دپاسه سل میلونه ډالره منظورکړی وي، ولي ددي بند په رغولوکي تر اوسه پوري هيڅ کوم پرمختګ نه دی شو ی. دکجکي بنداوس دوه توربینه لري اودتولیدظرفیت یی( ۳۲ )میګاواټه دي. که چیری دریم دوربین نصب شوی وای نو د ظرفیت کچه به یې ( ۵۱ )میګا واټوته رسیدله . دهلمند ولایت دبریښنا رئیس عبیدی وایې،چي ددریم توربین دنصبولوکاربه دجدی په میاشت کي پیل شي.ولي دکجکی بندیوبل کارکونکي سید غلام چي (۳۶ )کاله یی هلته دنده در لوده وایې چي ددریم توربین سامان او پرزي څلورکاله مخکي کجکی بندته رارسیدلي دي چي اوس د بارانونواوخرابی هوا له کبله دغه سامان آلات زنګ وهلي اوخراب شویدي.
هغه زیاتوی ،چي ددي بند لپاره ځانګړې بودیجه ( ۱۱۰ )میلیونه ډالره دبهرنیانودمعاشولپاره لګیدله ده ،چي داوو(۷) کالو راهیسي دلته دنده لري او ددي بندداول اودوهم توربین یوه پرزه هم نه ده نوي شوی او دواړه توربینه تر اوسه پوري په زړو سیستموباندې کارکوي.
څه موده مخکي داوبواوبریښنا وزیر تورن اسمعیل دولسې جرګي غړو ته ویلي وه، چي دکجکي دبندکاردنا امنیوله کبله په ټپه ولاړ دی.
ولې د هلمند ولایت دامنیه قوماندان عبدالنبي الهام بیا وایې ،چي هلته امنیت ټینګ دی .او دغه اوازي یواځي دهغو ډلوټپلوکا ردي چي ددوی ګټي پکښی نغښتي دي . هغه وا یې چی پولیس تیاردي ددي بند ددریم توربین ټول سامان آلات بیله کومه مصرفه دکجکي بند ته ورسوي. هغه په ډاګه وویل چي دکجکی بند ټولي لاري خلاصي دي او دپولیسوامنیتي پوسته دکجکي دبند ساتنه کوی اوهلته دامنیت ځانګړی ستونځه نشته .
ایمانداد دکجکی دبند یوبل پخواني کارکونکي بیا وایې ،چي دغه بند د(۴۰)کالو راهیسي نه دی رغول شوی او اوس یی ټولي پرزي او سامان له کاره لویدلي دي اودنوو پرزو اوسامان آلاتو ته ضرورت لیدل کیږي .
هغه وایی چي بهرنیان غواړي دغه پیسې دیواو بل په نامه ددي ځای څخه وباسي دا ځکه چي ددریم توربین ټولي پرزي او سامان اوس زنګ وهلي اوخرابي شویدي.
دکجکي ولسوالي ولسوال ملا عبدالرزاق مظلومیار ددولت څخه غوښتنه کوی ،چي ددي بند درغولو او ودانولو چاري پیل کړی. دا ځکه چي ددي بند له لارې نه یواځې لښکرګاه بیلکي دکندهار ، کجکی ،موسی کلا،سنګین،دسیمي خلک دبند داوبوڅخه دکرهڼی په برخه کي کاراخلي اودبریښنا څخه یی ګټې پورته کوي .

دیادولوړده ،چي دکجکی بند په ( ۱۹۵۳ )میلادی کال کي د(واشنګټن دانترنشنل ګروپ ) کمپني لخواه دامریکادمتحده آیالاتوپه مرسته دهلمند دسیند داوبوپرسر دکجکي په سیمه کي جوړ شویدی . دکجکی بند (۱۰۰) متره لوړ (۲۲۹۰) متره برداره او د(۱،۲) کیلو متر مکعبه یې داوبودتخلیه ظرفیت دی.ددي بند دمخزن ‌ذخیره (۱،۸۵)میلیون متر مکعب ته رسیږي .دکجکي بندڅخه دهلمندولایت د ګرشک، مالګیر،چاه ا نجیر،نادعلي ،مارجي ،ناوی ، شملان،باباجي اونورو سیمو ته د (۵۰) کیلومترو په اوږدوکي دبغرا او شملان د لویی ویالي اوبه ځمکو ته رسیږي .دغه بند دکندهار ولایت مرکز ښاراو دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه اوولسوالیو ته دبریښنا آسانتیاوي هم برابروی. دکجکی بند دافغانستان دکرهڼی دپراختیا دډیرو مهمو شتمنیو څخه ګڼل کیږي چي میلیونه خلک ددي بند داوبو اوبريښنا څخه ګټې اخلي.