اسلام اباد: دبي بي سي د خبر له مخې پاکستاني طالبانو د مذاکراتو لپاره د ټول ګوندي کنفرانس رابللو هرکلی کړی، خو د دوی په خبره د سولې په خبرو کې دوی د قوت د مرکزي سرچینې، پاکستاني پوځ د پرمختګ لپاره انتظار کوي.د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان ویلي، چې د طالبانو سیاسي شورا د جمیعت علما پاکستان ګوند له لوري د ټول ګوندي کنفرانس رابللو هرکلی کړی.د یوې پوښتنې په ځواب کې احسان الله احسان وویل، که سیاسي مشرتابه د سولې خبرو ته لیوالتیا ښيي او پاکستاني پوځیان یې نه ښيي، نو دا خبرې به بې پایلې وي، ځکه د نوموړي په خبره پاکستان کې د ځواک محور د دغه هېواد پوځ دی.هغه زیاته کړه، موږ له پیله دا خبره کړې، چې سیاسي مشران باید موږ ته د پوځ تضمین راکړي، له پوځه پرته دغه مذاکرات نیمګړي دي.
”