روییټر:دبرازیل دایمبریرشرکت دآمریکا په غوښتنه دافغان هوایي پوځ دسمبالولولپاره په افغانستان کي دروانې جګړې په خاطر شل سپکې A-29 ډوله جنګې الوتکې جوړوي.
دروییټرخبري اژانس رپورټ ورکړ ،چې دچهارشنبې په ورځ د برازیل دالوتکوجوړولوایمبریر شرکت دامریکا د هوایې پوځ له خوادوړاندي شوی تړون داوطلبي وګټله. ددغوالوتکو نه به د وسله والومخالفانو پرخلاف د جګړییزو عملیاتو په وخت کي ګټه واخیستل شي .
د غه خبری اژانس زیاتوي چې امریکا دبرازیل سره په پوځي سیکټورکې خپلې اړېکې ډېرې زېاتې پیاوړي کړي دي. دبرازیل دایمبریر شرکت دنده لری، ددغوجنګي الوتکو دتخنیک وسیلواوروزني چاري پخپله غاړه واخلي.
مخکي دایټالیا هیواددامریکي په غوښتنه ژمنه کړی وه چي دافغانستان لپاره به جنګي الوتکي جوړی کړی . خو دغه تړون دنامعلومودلیلو له کبله دامریکا لخوا له منځه ولاړي اووتړل شو.
دبرازیلې جنګي الوتکو ټوله بیه (۴۲۰) میلیونه ډالره کیږي چي ټول لګښت یی دامریکا لخواه برازیل ته ورکول کیږي.
د یادولوړده چي امریکا دوه کاله مخکي دافغانستان دهوایې پوځ لپاره دروسیه څخه هم دڅرخي الوتکو دMu-17 ډوله د ( ۱۲)الوتکوتړون لاس لیک کړی وو.امریکا دروسیه څخه د Ми-17В-5ډوله( ۱۸ )نوروڅرخي الوتکو دتړون چاری بشپړی کړیدی اواوس دمګړې روسیه ( ۱۲ )څرخي الوتکي دافغانستان هوایې پو ځ ته سپارلي دي. ددي څرخي الوتکو ټوله بیه (۹۰۰) میلیونه ډالره کیږي چي ټول لګښت یې دامریکا لخوا وروسیه ته ورکول کیږي.
امریکا غواړي د ۲۰۱۴ کال وروسته دهیواد دامنیت ټولي چاري افغان ملی پوځ په غاړه واخلي او افغان ملی پوځ تر اوسه پوري دغه جنګي الوتکي پخپل واک کي نه درلودي.