دپاکستان دعالمانودشورامذهبي اوروحاني مشر علامه طاهراشرفي وایې چي ځانمرګي اوځان وژني(انتهاری) حملي او بریدونه په افغانستان، فلسطین اوکشمیرکي روادي اواجازه لری .هغه وایې چي دکابل دعلماوو په غونډه کي ځکه ګډون نه کوي چي ددولت مخالفه ډله طالبان پکښې ګډون نلري.
دري میاشتي مخکي دافغانستان اوپاکستان دبهرنیوچارووزیرانو داسلام آباد په یوه ناسته کي پریکړه وکړه، چي دروان کال داپریل په میاشت کي به په کابل کي دپاکستان اوافغانستان دعالمانو لخواه یوکنفرانس جوړشي.
دپاکستان عالمانووروسته اعلان وکړی ،چي په دي کنفرانس کي ګډون نه کوي ،ځکه چي پرطالبانواوانتهاري باندې غندنې کیږي. هغه وایې چې ځانمرګي بریدونه په افغانستان، فلسطین اوکشمیر کي ځکه روادي چي افغانستان دامریکا، فلسطین داسرائیلواوکشمیر دهند لخواه نیول شوی اوقبضه شویدئ.
علامه طاهراشرفي وایې، دافغانستان دعلماووشورا دغه کنفرانس کوم ځانګړی پروګرام نلري . اوپه دغه کنفرانس کي دپاکستاني عالمانوګډون ځانګړي شرطونه لري .لمړي بایدوسله وال طالبان دکنفرانس په غونډه کي برخه ولري اودطالبانوپرضد پریکړی ونکړي .
دپاکستان دعلماوودشورا ویاندمولوی شهزاده شاهد وایې ،چي په کابل کي دافغانستان دعلماوودشورا دکنفرانس په غوڼده کي ځکه ګډون نکوي چي ددوی لپاره د قناعت وړدلیلونه نه دي ویل شوي ،اودطالبانوپر ضدد فتواګانو پریکړي زموږ د تآئید وړنه دي .
دافغانستان دعلماوودشورا ویاندبیا وایې چي دپاکستان دعلماوودغړودنه ګډون علت دحرام اوحلال انګیزه نه ګڼي . هغه وایې چي دحلال اوحرام روایت باید هر ځای یو شانته وي .که چیری یوشي یوځای حلال اویا حرام وي نوهغه بیا هرځای او هر چیري حلال اوحرام ګڼل کیږي.
دافغانستان دعلماوودشورا ویاند وویل،چي دپاکستان دعلماوودشوراغړودري ځله دافغانستان دعلماوودشورا دغړوسره دکابل پرکنفرانس باندي موافقی ته رسیدلي وو،اودوی وعده کړی وه چي په دغه کنفرانس کي به ګډون کوي ،و لي ددوی نه ګډون ددواړوهیوادودمذهبي روحانیونواوعالمانومخکیني پریکړي دانصراف سره مخا مخ کړي چې دا ددواړو هیوادودخلکو په ګټه نه دي.