کور / تازه خبرونه / دهرات خلکودایران دولت پرضدلاریون وکړي

دهرات خلکودایران دولت پرضدلاریون وکړي

هرات: دهرات څخه یوه خبر وایې ،چي ددي ولایت او سیدونکوخلکونن دایران حکومت پرضد باندي له خښمه ډکه مظاهاره وکړله،اوداسلام قلعه سرحدی لویه لاره یی وتړله .
دهرات خلکودایران څخه دهغو( ۱۳) مهاجروافغانانودمړو ِغوښتنه کوله کوم ،چي په دي نږدي ورځوکي دایران دحکومت لخوا اعدام شویدی.
څه موده مخکي هم ایران افغانې مهاجر په دارځړولي وو،اوبیا وروسته دهغوی مړي یی دافغانستان دولت ته وسپارل چي ټول دتخارولایت او سیدونکي وو.
په ایران کي دافغانی مهاجرینوپرله پسې اعدامونه دافغانستان خلک قهرولې دي نو ځکه نن د( ۶۰۰ )څخه زیاتو دهرات میشت افغانانو دایران دولت پر ضددخښمه ډکه مظاهره وکړله.
مظاهره چیانودافغانستان دولت څخه وغوښتل چي په ایران کي دافغانې مهاجروغم وخوري اودهغوی دحقوقوڅخه ملاتړ وکړي.دلاریون ګډون کونکو دافغان حکومت ملامت وګاڼې چي دایران ددولت په وړاندي یی کوټلي ګامونه نه دی پورته کړي اودافغانانواعدامونه ورځ په ورځ پسي زیاتیږي.
دیادونې وړده ،چي دڅوکلنو راهیسي دایران حکومت سلګونه افغان مهاجر په دار وځړول ، ولې افغان دولت یواځې د یوي اعلامي له لاري دهغوی یادونه کړیده.