کور / تازه خبرونه / دلاوری:دکابل بانک څخه(۳۰۰ )میلیونه ډالره لاسته نه دي راغلې

دلاوری:دکابل بانک څخه(۳۰۰ )میلیونه ډالره لاسته نه دي راغلې

دافغانستان دمرکزی بانک رئیس نورالله دلاوری وایې ،چي دکابل بانک تراوسه پورې دمرکزی بانک دپخواني پور(۳۰۰) میلیونه ډالره لانه دي ورکړي . هغه وویل ،چي دکابل بانک څخه (۱۷۵) میلیونه ډالره نغدي او (۵۰) میلیونه ډالره دکابل بانک دشتمنیودجایداددپلورلوڅخه تر لاسه شویدي او (۳۰۰) میلیونه ډالره پورلاتراوسه پوري مرکزی بانک ته نه دي ورکړل شوي.
کابل بانک دادارې فساداودرغلیوله امله سلګونه میلیونه ډالره پانګه له لاسه ورکړه ،چي وروسته دافغانستان دولت مجبوره شودکابل بانک لوټ شوي ډالر ددولتي پانګي دبودیجي څخه پوره کړي اوددي بانک نوم (دنوی کابل بانک) نوم ونوموي.
دافغانستان دمالیه وزارت غواړي چي دکابل نوی بانک وپلوري چې له دی امله دڅومودي راهیسې یی ددي بانک دخرڅولودداوطلبي لاري چاري پیل کړیدي.