کندهار افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لويي څارنوالۍ يو هيئت چي ورسره د ملي امنيت رياست څارنوال او نظامي څارنوالۍ رئيس هم سته په کندهار کي د شکنجو په باب د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ UNAMA خپور سوى راپور څېړي.
دغه هيئت چي مشري يې د لويي څارنوالۍ د قضا د بخش د رئيس څارنپوه عبدالقدوس رشيدي کوي نن کندهار ولايت ته راغلى او دلته يې له کندها روالي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره وکتل او خپل د سفر اهداف يې ورته بيان کړل.
ښاغلي رشيدي وويل چي د يوناما په وروستي راپور کي د بنديانو د شکنجو په باب خپرو معلوماتو يو شمېر اذهان مغشوش کړي او ګواکي د افغانستان قضايي او عدلي ارګانونه يې له محکومينو سره په بد جلند تورن کړي، چي له دې خاطره جمهور رئيس هم د پلټنو امر کړى دى.
نوموړي زياته کړه چي دوى به په کندهار کي له يو شمېر هغو زندانيانو سره وګوري چي په مختلفو سياسي جرمونو راوستل سوي، ترڅو حقيقت ځان ته معلوم کړي او تر جمهور رئيس پوري يې ورسوي.
هغه همداراز وويل چي د کندهار ترڅنګ يو شمېر نورو ولايتونو ته هم پلاوي لېږل سوي ترڅو هلته هم له زندانيانو سره د منفي چلند په اړه د يوناما د راپور حقيقت او له رښتينولۍ څخه ليري والى ثابت کړي.
هغه وويل سره له دې چي د کندهار عدلي او قضايي ارګانونو د اصولو، مقرراتو او قوانينو په چوکاټ کي له نړيوالو کنوانسيونونو سره سم د محبوسينو او مجرمينو پر وړاندي رامخته سوي، خو له دې خبري بيا هم انکار نسي کېداى سي چي يو شمېر زندانيان به له چلنده شکايت کوي او په دې برخه کي به عدلي ارګانونه ګرم ګڼي.
ټاکل سوې چي دغه پلاوى څو ورځي په کندهار ولايت کي پاته سي او تر ملاقاتونو او پوښتنو ګروېږنو وروسته خپل مفصل راپور د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ولسمشر حامد کرزي ته وړاندي کړي.
____________________________________
د يادوني وړ ده چي څه موده وړاندي د يوناما د دفتر له لوري کندهار والي په دې تورن سو چي شخصي زندانونه لري .
همدا ډول په کابل کي د دې ولايت استازي وايي چي په کندهار کي د بنديانو سره ناوړه چلند کېږي او ډېرى داسي بنديان سته چي د تېرو شاوخوا اتو مياشتو راهيسي ئې دوسيې بېله دې چي په اړه ئې څه وسي نادرکه دي او ډېر بنديان بې سرنوشته پاته دي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه