کور / تازه خبرونه / په کندهار پوهنتون کي د مطبوعاتي دفتر د رغوني کار پيل سو

په کندهار پوهنتون کي د مطبوعاتي دفتر د رغوني کار پيل سو

د لوړو زدکړو وزير په کندهار پوهنتون کي د مطبوعاتي مرکز د رغوني کار پيل کړى
کندهار افغانستان- د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوړو زدکړو وزير پوهاند عبيدالله عبيد نن کندهار ولايت ته سفر وکړى او دلته يې په پوهنتون کي د ژورناليزم پوهنځي د ميډيا سنټر او کتابتون د بنسټ ډبري کښېښوولې.
له نوموړي سره په دې سفر کي د وزارت د پلان او نشراتو رئيسانو او د همدې وزارت يو شمېر نورو اراکينو برخه درلوده چي دلته يې د ذکر سوو تعميرونو د کارونو د پيل ترڅنګ په يو شمېر نورو برخو کي هم نوي ژمني وکړې او زړې هغه يې تازه کړې.
د لوړو زدکړو وزير وويل چي د کتابتون لپاره يو مکمل کمپلکس چي نن يې کارونه پيل سول د يوه سيمه ييز شرکت لخوا د درې نيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي چي ټول مالي مناسبات يې د امريکا پوځ ورکوي.
نوموړي زياته کړه چي د ژورناليزم پوهنځي لپاره ميډيا سنټر هم چي نن يې د تهداب ډبره کښېښوول سوه د امريکا د نړيوالي پرمختيايي ادارې په يو ميليون امريکايي ډالره لګښت باندي رغول کيږي.
د عبيد په خبره چي دغه دواړې ودانۍ به په کندهار کي د ژورناليزم په برخه کي د نوو ځوانانو د روزني او د مطالعې د مينه والو سره مرسته وکړي چي لا نور معلومات اضافه کړي او له بېلا بيلو ماخذونه څخه استفاده وکړاى سي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ژورناليزم د پوهنځي او د کندهار پوهنتون لپاره د يوه غني کتابتون جوړېدل د ستر غنيمت په توګه ياد کړ او د لوړو زدکړو وزارت هغه هڅي چي د کندهار لپاره يې تر سره کوي وستايلې، خو تر څنګ يې غوښتنه وکړه چي نړيوال اسلامي پوهنتون هم بايد په کندهار کي جوړ سي دا ځکه اوسمهال هغه افغان محصلين چي ځينو ګاونډيو هيوادونو ته د اسلامي زدکړو لپاره لېږل کېږي او هلته پکي تروريستي نظريه خپرېږي هم مخنيوی وسي.
نوموړي زياته کړه چي د علمي کدرونو زياتوالي او د ډيرو مکاتبو خلاصون په کندهار کي د امنيتي حالت له سمون سره مرسته کړې او دوى لا هم مخ په وړاندي قدمونه اخلي چي په نتيجه کي به يې نور سمون او اصلاح رامنځ ته سي.
هغه وړانديز وکړى چي د مصر په نړيوال کنفرانس کي د افغانستان لپاره پېشنهاد سوى اسلامي پوهنتون دي په سهيلي حوزه کي جوړ سي ترڅو د ديني علومو افغان محصلين له بهره، راوګرځي او په کور دننه زدکړو ته ادامه ورکړي.