کور / تازه خبرونه / طالبانو د سړک غاړي ماينونو ته زور ورکړی دی

طالبانو د سړک غاړي ماينونو ته زور ورکړی دی

دنادعلي ولسوالۍ دشاول مانده سرته دښوراب ميدان ته نژدې پر يو زغروال ټانک د سړک غاړي ماين يا IED دچاودني په نتيجه کي د بهرنيو پوځيانو يو ټانک ويجاړ سوی دی .
په سيمه کي د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د لراوبر خبريال ته ويلي دي چي ماين ددوی دوسله والو لخوا ځای پر ځای سوی و چي چاودنه تېره شپه دماښام لمانځه په مهال رامنځته سوه .
قاري يوسف وايي دچاودني له امله ټانک په بشپړه توګه ویجاړ سو او پکښې سپاره عسکروته مرګ ژوبله واوښته خو دغه ادعا تر اوسه د ناټو مطبوعاتي دفتر يا خپلواکه سرچينو نده تائيد کړې .

بله خوا دکندهارولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په پلي ګزمه دماين چاودني خبر ترلاسه سوئ دی ، چي ددې مسوليت هم طالبانو منلی دی .
د قاري يوسف احمدي په وينا د سړک غاړي ماين دغه چاودنه تېره ورځ غرمه 11 بجې دپنجوایي ولسوالۍ دزنګاوات دپشنګانوپه سیمه کې رامنځته سوه.
طالبان ادعا کوي چی په دغه پېښه کي ۳ افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ، خو د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر په دې اړه خبر نه دی ورکړئ .
په ليري پرتو سيمو کي د نا امنۍ له امله خپلواک پلټونکي او خبريالان ددغسي پېښو تر شا حقايقو ته لاس رسئ نلري ، ځکه خو په جګړه کي ښکېلې خواوي زياتره وختونه يوازي د مقابل طرف د تلفاتو خبرونه خپروي .
طالبان وايي چي دوی پر بهرنيو او د افغان دولت پر ځواکونو تر هغه ډير بريدونه کوي چي په رسنيو کي ياديږي ، دوی ددغه خبري د پخلي لپاره اوس پرله پسې داسي ويډيوي فلمونه خپروي کوم چي ددوی کسان پکښي ښودل کيږي چي د بهرنيو او افغان ځواکونو ټانکونو ته په لاس جوړ سوي ماينونه ښخوي او چاودني رامنځته کيږي .

د امريکا او برتانيا د پوځي چارو کارپوهانو هم د تېر کال په وروستيو کي دا خبره په رسمي توګه ومنله چي د تېرو ۵ کلونو راهيسي د سړک غاړی ماينونو په استعمال کي زياتوالئ راغلی او په افغانستان کي د دغو دواړو هيوادونو د پوځيانو ۶۰ فيصده تلفات د سړک غاړي ماينونو پذريعه رامنځته سويدي، دوی وايي چي طالبانو ته د سړک غاړي ماين جوړول ډير اسانه او ارزانه تماميږي ، ددغه ماينونو فابريکه او کارکوونکي د ۲ موټرسايکلونو پذريعه خپله د ماين جوړولو فابريکه په اساني له يوه ځايه بل ځای ته لېږدولای سي.
د دغو ماين جوړوونکو په اړه بهرني پوځي کارپوهان دا هم وايي چي طالبانو ته د ماينونو پر ځای د ماين جوړلو د سامانونو لېږدول اسانه دي ، دوی چي په کومه سيمه کي ماينونه ځای پر ځای کول غواړي ، همالته يې ځای پر ځای جوړولای سي .

بهرنۍ قواو د سړک غاړي بمونو څخه د ژغورني په موخه د ډيري لوړي بيي لرونکي زغره وال ګاډي او ټانکونه افغانستان ته راوستل خو امريکايي پوځي څېړنو وښودل چي طالبانو ددغو ګاډو د له منځه وړلو د پاره که پخوا د غوړيو يوه ډبله کاروله نو اوس دوې ډبې کاروي چي ښايي ددغسي ماينونو بيه چي پخوا لس ډالره اټکل کېده اوس شل ډالره ته لوړه سوې وي ، په دغسي ماينونو کي تر اوسه په لسګونو هغه ځانګړي ګاډي هم ويجاړ سويدي چي د پوځي کتارونو په سر کي دماين موندلو په موخه کارول کيدل .

که څه هم د تېرو ۲ کلونو راهيسي امريکايي بې پيلوټه الوتکو په سلګونو هغه کسان په نښه کړيدي چي ددوی په وينا د سړک غاړي ماينونه يې ښخوله چي له دې ډلي يو شمېر ولسي وګړي او د لوبي کولو يا سونګ خس و خاشاک راټولونکي ماشومان هم وژل سويدي خو پخپله ددغو ماينونو د چاودني له امله هم افغان ولسي وګړي قرباني کيږي . تر اوسه په لسګونو د عامو خلکو د سپرليو موټرونه د سړک غاړي ماينونو ښکار سويدي خو هيڅ يوې ډلي يې مسوليت پر غاړه ندئ اخستی .

عام خلک ، افغان دولت او بهرنيان ددغسي پېښو پړه هم پر طالبانو ور اچوي او وايي چي دا هغه په لاس جوړ سوي ماينونه دي چي د طالبانو د کوچنيو ګروپونو لخوا تر ښخېدلو وروسته له پامه غورځول کيږي چي د وخت په تيريدو يې ملکي خلک قرباني کيږي خو طالبان دا پړه نه مني او ادعا کوي چي بهرنيان ددوی د بدنامۍ په خاطر په دغسي کړنو لاس پوري کوي .