امنيتي چارواکي وايي نن سهار ۷ بجې د کابل د ديبوري په سيمه کي د ملي اردو پر يوه بس د ځانمرګي بريد په نتيجه کي لږ تر لږه ۶ تنه د ملي اردو پوځيان او ۴ ملکي کسان وژل سوي او يو شمېر نور زخميان دي .
طالبان وايي چي دځانمرګی بريد په نتيجه کي ۱۷ کسان وژل سوي او يو شمېر نور زخميان دي او بريد ددوی لخوا تر سره سو ، ذبيح الله مجاهد د لراوبر همکار ته ويلي دي چي بريد د کابل ښار په پولي سورخ سيمه کي د ملي اردو د عسکرو په بس موټر کي دننه رامنځته سو ، نوموړی ادعا کوي د لوګر اوسيدونکی سيدجان په نامه دغه بريدګر په دې توانيدلی و چي ځان د ملي اردو بس تر دننه پوري ورسوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه