واشينگټن: دنړيوالو رسنيو په خبره د امریکا متحدو ایالاتو د پاکستان یوه بله سخت دریزه وسله واله ډله په تورلیست کې شامله کړه،د ملانذیر وسله واله ډله چې په جنوبي وزیرستان کې نظامي مرکزونه لري په افغانستان کې پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ښکیل بلل شوې.ملانذیر چې د روان میلادي کال په جنوري کې په جنوبي وزیرستان کې د بې پيلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو په ښکاره ویل چې په وسله وال جنګيالي يې په افغانستان کې جنګیږي.په هغه اعلامیه کې، چې د متحدو ایالاتو دبهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې راغلي، چې دغه ډله او دهغې اوسنی مشر ملنګ وزیر د ترهګرو په ځانګړي لیست کې شامل کړل شوي دي.په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ملنګ وزیر او دهغه د ډلې ټولې شتمنۍ به کنګل شي او هیڅ امریکايي نشي کولی له هغوی سره داسې اړیکې ټینګې کړي، چې د دې ډلې په ګټه وي.د بهرنیو چارو وزارت دغه ډله په وزیرستان او اخوا په افغانستان کې په تروریستي پيښو کې ښکیل بللې او ویلي يې دي چې دترهګرۍ ځانګړي مرکزونه لري او همداراز ځانمرګي بریدګر هم روزي.د اعلاميې له مخې دشواهدو له مخې ددې ډلې وسله والو په افغانستان کې پر امریکايي او ناټو ځواکونو ګڼې حملې کړې دي او مرګ ژوبله يې ور اړولې.د دې ډلې پخوانی مشر قوماندان ملانذیر چې د اسلام اباد پلوی بلل کیده د روان میلادي کال د جنوري پر دویمه په جنوبي وزیرستان کې د بې پيلوټه امریکايي الوتکو په یوه برید کې ووژل شو.