د آلمان د پرمختیایی چارو وزیر دیرک نېبل، له یوې ورځپاڼی سره په مرکه کي ویلی دی ،چي آلمان نه غواړی له افغانستان سره مرستي نوري هم ډیري کړی.
د آلمان د پرمختیایی چارووزیر تیره ورځ له «وېلټ ام زونتاګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي، چې دی به له افغانستان سره د آلمان مرستي نوري ډېري نه کړی: « هغه وایې آلمان په کال کې دافغانستان سره دشاوخوا (۴۳۰ ) میلیونویورو په ورکولوسره هغي کچې ته ورسېدي چې سړی یې په معقول ډول لګولای شي، پرته له دې چې پیسې پر غلطو لارو ولاړی شي.»
ددویچهویله په وینا، نیبل ددې خبرې سپیناوی په دې ډول وکړ او ویې ویل، «که زیاتې پیسې ولګول شي کیدای شي ښې لاس ته راوړنې به ونه لری.»
نیبل دا هم وویل چې آلمان د تېر کال په جولای کې د توکیو په نړیوال بسپنه ورکوونکی کنفرانس کې ژمنه کړې وه، چې د افغانستان ملاتړ به تر ۲۰۱۶ کاله پورې په یوه ثابته مالي کچه سره مخ ته بوزي.
د آلمان حکومت په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له راپرځونې راهیسې د افغانستان د ملکي بیا رغونې له پاره څه باندې ۲،۵ ملیارده یورو لګولي دي. آلمان په دې ترتیب په اروپا کې دوهم او په ټوله نړۍ کې دریم لوی بسپنه ورکوونکې هېواد دی ،چي دافغانستان سره مرسته کوي.
نیبل تل د اداری فساد په له منځه وړلو ټینګار کړی اودتېر کال داګست په میاشت کې یې له ولسمشر حامد کرزی سره کتلی وو،او د اداری فساد په له منځه وړلواو په دولتي ادارو کي داصلاحاتو په راوستلو کي یې ډېر ټینګار کړی وو.
نیبل هغه وخت ویلی وو،چې آلمان دې ته ژمن دئ چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوی او د ۲۰۱۲ کال له پاره یې د ۱۷۵ میلیونو یورو ژمنه کړې وه. نیبل ویلی وو: «زه هیله من یم چی افغان دولت به په خپلو چاروکي اصلاحاتو ته پراختیا ورکړی اودا هغه څه دي چی زموږ تر منځ دهمکاریواعتبار زیاتوي.»
دغه المانی وزیر وایې، چی له افغان چارواکو سره د خبرواترو اصلې موضوع د ښې حکومتوالي اود قانون د حاکمیت په اړه وه. د هغه وخت راهیسي چی د المان دغه سیاستوال د آلمان د پرمختیایی چارو وزیر ټاکل شویدی ، نوموړي افغانستان ته اووه ځله سفرونه کړي دي.