کور / تازه خبرونه / د اولسمشر د پرېکړي هر کلى او د پلي کېدو غوښتنه ئې وسوه

د اولسمشر د پرېکړي هر کلى او د پلي کېدو غوښتنه ئې وسوه

د ميدان وردګو ولایت زرګونو اوسیدونکو د ولسمشر د پرېکړې دهرکلي ترڅنګ د پلي کېدو غوښتنه وکړه
دمیدان وردګو ولایت دولایتي شورا دمعلوماتو له مخې د ميدان وردګو ولايت نږدې دوه زره اوسیدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت په اړه د ولسمشر د وروستۍ پرېکړې دهرکلي ترڅنګ د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو نږدې دوه زره ځوانانو،دیني عالمانو، قومي مشرانو،جهادي قومندانانو او مخورو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر کرزي د يادې پرېکړې، چې په دوو اونيو کې دې بهرني ځواکونه له دغه ولایت څخه ووځي، هرکلى وکړ.
دغه غونډه د دغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې جوړه شوې وه او د غونډې ګډونوالو په يوه غږ وويل، چې د ولسمشر پرېکړه دې عملي شي او که پلې نه شوه، نو د دغه ولايت ولسونه به په پراخو دوامداره سوله ييزو لاريونونو لاس پورې کړي.
په دغو مشرانو کې د مرکز ميدان ښار، چک، سيداباد، دايميرداد، جغتو، بهسودو، جلريز او نرخ ولسواليو مشرانو، مخورو، جهادي قوماندانانو او علماوو برخه درلوده.
دغه راز دغو مشرانو له دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت له رياست څخه غوښتنه وکړه، چې د دغو ولسواليو امنيت ته جدي پام وکړي او ډاډ يې ورکړ، چې ولسونه له دوى سره ملاتړي دي.
يادو په سلګونوقومي مشرانو او مخورو له غونډې وروسته ددغې پرېکړې د عملي کېدو او ژر له دغه ولايت څخه د ځانګړو امريکايي ځواکونو د وتلو په غبرګون کې سوله ييز لاريون هم وکړ .
د غونډې په پاى کې د ولايتي شورا او ولسونو د مشرانو او مخورو يو ګډ شپږ ماده ييز پرېکړه ليک صادر شو.
په پرېکړه ليک کې راغلي، چې دوى په ګډه د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا، په وينا يې، شوي ظلمونه، لکه د خلکو وهل، نيول، وژل، بندي کول، د موټرو او کورونو انفجارول او د څاوريو وژل غندل شوي، دغه راز زيانمنو کورنيو ته د زيان د ورکړې غوښتنه او په دغو جرمونو د ککړو کسانو د محاکمې غوښتنه شوې ده.
دغه راز په پرېکړه ليک کې له ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت له عمومي رياست څخه غوښتل شوي، چې د دغه ولايت د ولسواليو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه په پرېکړه ليک کې ګواښ شوى، که د ولسمشر دغه پرېکړه، چې د ولسونو غوښتنه وه، پلې نه شي، نو دوى به په سوله ييزو پراخو او دومداره لاريونونو لاس پورې کړي.
دیادونې وړده چې د امريکايي ځانګړو ځواکونو او د هغو د افغان همکارانو له خوا د ځورونو په اړه د خلکو له شکايتونو وروسته ولسمشر حامد کرزي وړمه ورځ امر وکړ، چې دغه ځواکونه دې په دوو اونيو کې له ميدان وردګو ولايت څخه ووځي.