کور / تازه خبرونه / کارپوهان:دکرزي ضد و نقيض خبري ملي ګټي زيانمنوي

کارپوهان:دکرزي ضد و نقيض خبري ملي ګټي زيانمنوي

دامریکا ږغ راډیو د يوه راپور په ترڅ کي ویلي چي،غربي ديپلوماتانو څرګنده کړېده چي دحامدکرزي ضداونقیض خبري نه یواځې دافغانستان دملي ګټوضمانت نه کوی، بلکي دافغانستان اودافغانستان خلکو پرنړیوالواړیکو باندي منفي اغیز ي اچوي.
دغه سرچینه زیاتوي چي ،حامد کرزي دافغانستان دجمهور رئیس په توګه ناڅاپه اوپه ډیر ي بیړي سره پریکړه وکړه چي دامریکا میشت ټول پوځيان باید ددوواونیو په موده کي دوردګواومیدان دولایت څخه ووځي. ددي پریکړي انګیزه داوه چي،چي دڅومودې راهیسي دامریکایې اوافغانې پوځونودګډوعملیاتو په ترڅ کي دوردګو ولایت ۹ تنه وګړي ورک اولادرکه شویدي.
دکرزی دغه پریکړه په افغانستان کي دنړیوالوځواکونواوافغاني ځواکونودګډو عملیاتو لیدلوري تر پوښتني لاندی راووست او دبي اعتمادې غټه تشه یی را منځته کړله.په افغانستان کي ډیر افغانان فکرکوی چي دطالبانو پرضد جګړه کي امریکایی اوافغاني پوځونه په ګډه سره دهغوی دحملواوبریدونومخه نیولای سي .
او زیاتره افغانان داسي فکر کوی چي کرزی باید دهیواددامنیت په ساتلوکي کوښښ وکړی ،چي افغان ځواکونه دنړیوالوځواکونو سره ګډه همکار ولری او دهغوی دتجربو څخه ګټې پورته کړی.
دناټوسازمان پخواني مرستیال مارک ژاکوبسن وایې ،چي کرزی باید دافغاني پوځونودروزلواوچمتوکولو لپاره دنړیوالوائیتلافي ځواکونوڅخه دنړیوالي ګډې همکاری پر بنسټ دملي پوځ دزده کړواولارښووني دبشپړتیا لاري چاري ولټوی ،ترڅو ددښمن سره دمبارزی اومقاومت توان ولري. دغه لوړ پوړی سلاکار وایې چي کرزی باید دافغانستان دخلکواونړیوالي ټولني اعتبار او باور لاسته راوړی. اودغه اوسنې باور له لاسه ورنکړی.
نړیوال سیاسي نا ظران بیا وایې چي ،دکرزی غربي ضد سیاست دافغانستان دخلکو په ګټه نه دي اونه هم ددواړو خواووپراړیکو باندی اغیزمن تمامیږي . که دکرزی دغه بیړني نا څاپي پریکړي نوري هم دوام ومومي نو ښکاره خبره ده ،چي دنړیوالي ټولنې اودافغانستان ترمنځ به دښواړیکو پرځای نوري ډیری ستونځې را پیدا کړي چي پایلي به یی ددواړوخواووپه ګټه نه وي.
هغوی وایی ،چي دنړیوالو ټولنې هراړخیزي مرستي ا وددوي دسرتیروزیات تلفات دافغانانوپه خاوره کي یوه لویه سرښندنه ده،اوبایددغه نړیوالې اړیکي یوه ښه دوستانه فضا رامنځته کړی اوداعتباردباورستنې نوری هم ټینګي کړی.