کور / هراړخیز / د کندوز روانۍ ناروغان پاملرنه غواړي

د کندوز روانۍ ناروغان پاملرنه غواړي

په هیواد کې څولسیزوناخوالو ډیری افغانان دهیواد په هره برخه کې په یوشمیررواني ناروغیو اوناکراریو باندی اخته کړی، چې شمیرورځ تربلې مخ پرډیریدو دی، روغتیاپالان وايي د روحې ناروغیوګڼ شمیرلاملونه شتون لری لکه د بیلګې په توګه د ناامنیواو جګړو دوام ، بیوزلی ،اقتصادی ستونزی،مهاجرتونه، بیکاری ، کورنۍ تاوتریخوالې او د ځوانانو اوانجونوترمنځ د مېنې مزی او په دام کې راګیریدل اوبیا ناکامیدل اوداسې نور…

په شمال ختیز ولایت کندوز کې په روانۍ ناروغیواخته کسان شکایت لری چې د روغتیايي مرکزونو له لوری ورته سمه پاملرنه نه کیږی ناروغان وايي داسې کوم مرکزشتون نلری چې د دوی درملنه په کې ترسره شي.

د کندوز ښار یوتن اوسیدونکې ۵۲ کلن محمد ظهور چې له خپلوانوڅخه ېې یوتن په روانۍ ستونزه اخته دی وايي داسې کوم مشخص آدرس نشته چې دغه ناروغان په کې تردرملنې لاندي ونیول شي. (( زما د تره زوی داود پاکستان اوایران ته مزدوری ته تللې وو،هلته له ګڼوستونزوسره مخ شوي اوس په روانۍ تکلیف اخته دی خوداسې روغتیایی مرکز نشته چې علاج يي وکړو،دواد همداسې لیوني ګرځي کورنۍ ورسره په تکیلف ده. ))

بل لورته سیداجان وايي د روانۍ ستونزی ناروغان ورځ تربلې په ټولنه کې زیاتیږی لامل يي د نوموړی په اند بی روزګاره ده هغه وايي دولت باید دغوناروغانو ته چې په لارواو کوڅو کې یوې مړی ډوډی پسې ګرځي دهستوګنې ځانګړي ځایونه یاکارې زمینه برابره کړي، ترڅوپه کې ترپاملرنې لاندی ونیول شي.

نوموړی وايي « ډیری وختونه زه ډیرټکړه ځوانان په کوڅواو لاروکې وینم چې فزیکې اوجسمانې حالت يي ښه وی، هغوي د کارجوګه دی، خودلته روغ بنیادمانو ته کار نه موندل کیږی نوروانۍ ناروغانو ته به څه پیداشي، دولت يي هم په کېسه کې ندی، دازمونږ د ټولنې لویه بدبختۍ ده.»

خو په کندوزکې د سرې میاشتې لخوا یوتن کارکوونکې ډاکټرمعراج الدین معراج پخپلوڅرګندونوکې وايي په روانۍ ناروغیوباندی اخته کسانونیوکه تریوه بریده پرځای ده، هغه وايي د سری میاشتې روغتیایی مرکز له دغو ناروغانوسره مرسته کوي، دلته یوازي هغه ناروغان چې ساده ذهنې ګډوډی لری درملنې لاندی نیول کیږی خوپاتی ناروغان چې د دوی له وس نه بهروی، پرمختللوروغتیایی مرکزونو ته لیږدول کیږی.

« د کندوز سری میاشتې روغتیایی کلینک یوه اندازه امکانات لری چې د روانۍ ناروغانوپه واک کې ېې ورکړی،خوښه ناروغان چې ډیپریشن يي لوړ وی،هغوي نورو پرمختللو روغتیایی مرکزونوته توصیه کوو،دغوناروغانولپاره ډیرسهولتونه دولایت په کچه نشته ده.»

دعامې روغتیا چارواکې وايي دهیواد په کچه څه د پاسه ۷۰ سلنه افغانان په روانۍ ناروغیوباندی اخته دی.

دعامې روغیتا مرستیال ډاکټرصدرالدین سحر وايي د روانۍ ناروغېو کچې لوړیدو علتونه د دومتداره ناامنیوشتون ،بیوزلې اوپه کورنیوکې تاوتریخوالې دی ، د سحر په خبره یاد وزارت په پام کې لری چې په ولایتې روغتونوکې ۱۰ بستره اوپه سمیه ییزو روغتونوکې ۲۰ بستره یوازی روانۍ ناروغانودرملنې ته ځانګړی کړی.

همدغه راز ډاکټرصدرالدین دڅه د پاسه ۳۰ ډاکټرانو اونرسانوفراغت غونډه کې وویل روانۍ ستونزه زمونږ د ټولنې عمده ستونزو نه ده چې یاد وزارت به دغې برخې ته په خپل لومړیتونوکې ځای ورکړی اوزر(۱۰۰۰) تنه نرسان چې په روانۍ برخه کې یی روزنه لیدلې وه په مرکز او ولایتې روغتونوکې په دندو وګمارل.