کور / هراړخیز / سپېڅلوالی ګران بيه ډالۍ ده ، له ارزان بيه خلکو يې تمه مکوئ!

سپېڅلوالی ګران بيه ډالۍ ده ، له ارزان بيه خلکو يې تمه مکوئ!

په دې ورستیو ورځو کښي کندهار او کندهاریان د یوه ډیموکراټیک او ولسي حرکت او خوځښت شایدان دي.په ولسي جرګه د کندهارد خلګواستازو او عامه کندهاریانوپرخولو دانصاف اوعدالت خبري کیږي،زه هم د یوافغان او کندهاري په توګه د رسنيو له لاري دا لړۍ د ډیره نژدې څخه تعقیبوم.
ځیني دوستان داسي عجیب اوغریب تصویرونه او کلیپونه د فیسبوک د لاري خپروي چي دانسان زړه یې په کتو او لیدونه قابو کیږي.د ولس استازي دا حق لري چي د ولس ږغ او ستونزي تر دولتي چارواکوپوري ورسوي،دوی حق لري چي غونډي،ویناوي او په ځینو مواردوکښي سولهیز لاریونونه وکړي.او ولس هم دا حق لري چي د خپلو استازوسره په غونډو ویناو او سوله یزو لاریونونو کښي برخه واخلي او په صراحت باید پراداره اوحکومت انتقاد وکړي،چي داټول په مجمع کښي د ډیموکراسی او ولسواکی هغه (ار) پرینسیپونه او اوصول دي.

اوس سوال دادی چي ایا دا غونډي،ناستي پاستي او لاریونونه په ریشتیا او صداقت هغه حرکت دی چي د ولس د ګټوپه موخه پيل سوي دي او که د زیان یا بې نظمی په موخه په لاره اچول سوي دي؟
ایا نوموړي استازي د چا دپاره کار کوي او که په ریشتیا دوی د ولس د غم او درد په خاطر غونډي او ناستي کوي؟که د ولس د درد او ستونزو په موخه وي؟، ستونزي او کړاونه خو دې ولس د تیرو درې یا څلورو لسیزو را پدې خوا ګاللي دي،په خاصه توګه د تیرو یولسو او دولسو کلنو راهیسياوکه څوک بیا دا ادعاوکړي چي د ولس ستونزي او مشکلات اوج ته رسیدلي دي،ایا ولس اوس تر دې د پام وړ ستونزي اوکړاونه نه لري؟زه یې د مثال په توګه یاداوري کوم.خپل سري عملیات،دکورونوتلاښئ،هدفي وژني،ړندې بمبارئ،مصلحت،عدم اعتماد،فساد او داسي نور…

چي داټول زما په فکر هغه ستونزي او مشکلات دي چي ولس ورسره لاس او ګریوان دی.

ولي دا استازي محترمان چي په لوکسو او ګران بیه موټرانو کښي د قرغې او دوبی او نورو سمیزو هیودونو میلې او چړچې کوي اوس وپوهیدل چي د ولس حق ترپښو لاندي دی؟
ایا دا هغه استازي ندي چي د ښار په زړه کښي یې په مختلفو پوستو او ماموریتونو کښي دندي لرلې؟
ایا دا هغه استازي ندي چي په سلهاو کانټینرونه او نور پوځي تجهیزات به یې د افغانستان مختلفو ولایتونو ته لیږدول؟
ایا ددوی سره لږهغه ځوانان ځوانيمرګ سول چي د هم دې استازو په کمپنیو کښي یې دندي لرلې؟
ایا دا هغه استازي ندي چي په یوه شپه یې د تفریح او ساتیري په خاطر په سلهاو زره افغانۍ او ډالر خاوري کول؟

ښه! اولس اوس هم ستاسو د دې منور او نیک کار ستاینه کوي.خودلته چي تاسو ورته د حق او عدالت نارې او سورې وهئ اوس هم داسي خلګ سته چي ستاسو څخه په ډار کښي دي.ځکه چي تاسو اوس هم په تور کروزینګ کښي ناست یاست،او تور توپک دي مخ ته پيره دی،خوبیا هم دا ویاړلی ولس ستاسو د ژړا او بوغارو احترام کوي،ولي دا ولس د څو لسیزو څخه ژاړي…

تاسو اوس ژاړئ!تاسو لږ زغم ولرئ!اولس اوس هم زغم لريٍ.لږ خپلي ویناوي او کړني د اوصلو چوکاټ ته داخل کړئ.زه ښه پوهیږم چي د کندهار اداره مشکلات او ستونزي لري،خود ستونزو هوارول یو اوصولي چوکاټ ته ضرورت لري.ایا تاسو د ښاغلي ویسا او ښاغلي ښاروال دپوسټونودپاره نور وړ کسان لرئ؟ اوکه یې لرئ نو هغوی به څنګه اود چاد ګټودپاره کارکوي او د کمو مفکورو خاوندان به وي؟
که دانن ښاغلی ویسا او اداره یې ړنګه سي تاسو یې په خپلوصفونو کښي نور وړاود حکومتي چاروپه قوانینو او مقرراتو پوه کسان وینئ؟
هو هرومرو به یې لرئ.
دلته ډیردقت باید وسي چي د یووالي اویا ادارې په ړنګولو او له منځه وړلو کښي زیاتي ستونزي او کړاونه را منځ ته کیژي دلته د وطن دښمنان او سیاسي کړۍ د وخت څخه په ګته خپلي موخي او اهداف لټوي چي بیا به تاسو هم د ولس په څیر لاسونه موږئ ولي اوبه به تر ورخ تیري وي اوخدای مکړه بیابه دا په ډانګ پییلې وینا نه تاسو کولای سئ اونه ولس،زه بیا په تکراروایم چي د کندهار په اداره کښي ستونزي سته او ولس هم یوه نړی مشکلات لري خو کندهار اداره د پتیال په څیر ځوانان هم لري چي ولس باید په وویاړي او سترګي ورته په لاره واوسي.

که د ولایتي شورا ستونزو ته سر ورښکاره کړو هلته هم خپل منځي شخړي او مشکلات تر سترګو کيږي،خوپه نوموړې شورا کښي د نړی په سطحه شجاع او د افغاني غیرت د تمثیل څوک سته چي د ښځواو ولس د ستونزو په هوارولوکښي هڅه او هاند وکړي.
موږ او تاسو اوس په دې ښه پوهیږو چي جنت نشان وطن مود څو لسیزو جنګونو کنډواله او ویران کړی دی،دلته هره زیربنا اوس پر نه شتون حساب ده،اویا اوس د جوړیدو په حال کښي ده.
هغه مالي شته چي تاسو محترمان یې په غونډو او مجالسو کښي مصرفوئ که یې د همدې ولس سره د لاس نیوني په خاطر مصرف کړي شاید د ولس لوږې،فقر،بې سوادي، بې کاري ،مهاجرت او داسي نور مشکلات راکم سي چي ولس ورسره لاس اوګریوان دی.همدا د توپک خاوندانو پر بیچاره او ستړي ولس دغه حالت مسلط کړی دی.نن چي دا ویاړلی اولس بې سواده او ناپوه دی لویه ونډه د همدې کروزینګوالو او توپکوالو ده.هغه ستر اسماني کتاب (قرآن)چي نن یې موږ په لاسونوکښي ګرځو راباندي توهین دی.

که په ریشتیا غواړئ چي د ولس ستونزي دي هواري سي نو لطفآ د خپلوتورو کروزینګانو او توپکانو څخه پرته د کندهار ادارې ته سر ورښکاره کئ او د ولس ستونزي او مشکلات د والي مخ ته کښیږدئ،چي بیا به زه احمد او محمود ټول ستاسو سره په یوه خوله او یو اواز وایوچي والي صاحب موږد افغان ولس حق او د ستونزو هوارول غواړوچي دا به یې سالمه لاروي.

دښیرازه او مترقي افغانستان په هیله.