کور / تازه خبرونه / په هلمند كې د كوكنارود ناروا بوټي د له منځه وړلوكمپاين پيل شو

په هلمند كې د كوكنارود ناروا بوټي د له منځه وړلوكمپاين پيل شو

دهلمند ولایت څخه یو راسیدلي خبر وایی چي دغه كمپاين ديكشنبې په ورځ ددې ولايت د مارجې،نادعلي اوگرمسيرولسواليوڅخه پيل شوچې په ترڅ كې يې په لومړى ورځ په نادعلي اومارجې ولسواليوكې ۹۵۰ جريبه ځمكه ددې ناروا بوټي څخه پاكه شوه.
دغه پيل شوى كمپاين په دې ولايت كې د دومياشتوپه موده كې د گډوامنيتي ځواكونولخوا مخ ته وړل كيږي چې په ترڅ كې به يې ددې ولايت په ټولوولسواليوكې له ۲ زره هكتاره څخه زياته ځمكه د كوكناروله بوټوڅخه پاكه اود هلمند نوروولسواليوته به هم په راتلونكوڅه ورځوكې دا لړى وغځول شي.
كه څه هم په دې ولايت كې په نارسمي ډول وړاندې د كوكنارود كرد مخنيوي كمپاين پيل شوى وچې ډيره برخه يې د خلكولپاره د عامه پوهاوي لړى وه چې په ترڅ كې يې ددې ولايت ډيرى اوسيدونكي دې ته چمتوشول چې د كوكناروپرځاى د نورو روا بوټوكرلوته مخه كړي.
دا چې دا مهال ددې ولايت ډيرى اوسيدونكي د كوكناروله دنياوي اواخروي زيانونوڅخه پوره خبردي دوی پخپله دې ته چمتوشوي چې بيله كوم فشارڅخه ددې ناروا بوټي له كرڅخه لاس واخلي اويوازې په هغه دولتي ځمكوكې كرل شوي چې د زورواكولخوا غصب شوې دي.