اپیکور(۳۴۱- ۲۷۱ له میلاد څخه مخکې) له افلاطون، ارسطو او له سېتې دولت څخه وروسته د آتن فلسفې ډګر کې را ښکاره شو. دی یو یونانی فیلسفوف و، چې ۳۰۶ کاله مخکې له میلاد څخه یې په آتن کې خپل فلسفي ښوونځی پرانېست، چې تر څو وروستیو پېړیو پورې پاتې شو او د یونان یو له څلورو سترو ښوونځیو څخه شمېرل کېده.
د سیاسي فلسفې په اصطلاحاتو کې، اپیکور ته ماتریالیست(۱) یانې پر مادي اصولو معتقد، دوما اوېلوشیونیست(۲) یانې د تکامل پر اصولو معتقد، سوما فیلانتروپیست(۳) یانې انسان دوست او د بشر ډول ته خوشبین او څلورم آتیست(۴) یانې خدای له وجود څخه منکر ویل کېږي. اپیکور هېڅکله هم ((د خپل خدای)) له وجود څخه منکر نه و او که چېرې یې ده ته دا ډول لقب ورکړی دی، تر ډېره بریده له دې امله و، چې ده ((د ټولو خدای))په بل ډول تعریف کړی دی.
اپیکور په دې ګروهه دی، چې خدایان انسانانو ته پاملرنه نه لري او د بشر د ژوندانه په چارو کې هېڅ ډول ښه یا ناوړه مداخله نه کوي. اپیکور پر بېلابېلو خرافاتي عقایدو لکه، وړاندوینو، فال کتنو او غیب وینو او داسې نورو شیانو باندې یې طعنه لرونکې، نېشداره او سختې نیوکې کوي او دا ډول مسایل به يې د شر او فساد لاملونه ګنل.
د اپیکور په اند، طبیعت یانې فزیک، او طبعیت عبارت دی له هغو اتمونو څخه، چې ټول شیان ورڅخه جوړ شوي دي، اما ددې لپاره، چې د انسان په هکله طبیعت محدوده و؛ نو عبارت کېږي د ګټې له جلب او زیان له دفعې څخه او د انسان طبیعت عبارت دی، دفردي خوښیو او خوندونو تر لاسه کولو لپاره د بشر د هر فرد غوښتنه، او د انسان د اعمالو پاتې نور مقررات په ټوله کې، تړونونو یا کنوانسیون پورې اړونده دي؛ نو د حکیم کس په اند ټول مقررات او قوانین بې مانا او د الغاء وړ دي له هغو برخو څخه پرته، چې ښکاره شي مقررات د بشر لپاره لا ډېره خوښي زېږوي او ثابت شي، چې د هغې له شتون څخه پرته لږه خوښي او خوند د خلکو په برخه کېږي.
دی په دې ګروهه دی، چې د ټولنیز ژوند ټول ډولونه، بېلابېل سیاسي او ټولنیز سازمانونه، ټول صنایع او علوم او داسې نور د انساني پوهې او استعداد زېږنده دي.
اپیکور په دې اند دی، چې په ټوله کې ټولنیز ژوند د فردي ګټو پر بنسټ رامنځته شوی دی. که چېرې موږ د ټولنې غړي شوي یو، ددې لپاره ده، چې پر دې پوه شوي یو، چې په ټولنه کې د غړیتوب له لارې به ډېره شخصي ګټه تر لاسه کړو او ټولنه او دولت به موږ په ښه توګه د دښمن له ګواښ څخه وژغوري، او که چېرې داسې ورځ راشي، چې دولت او ټولنه دغه دوې چارې تامین نه کړي، ښه به وي چې هېڅ نه وي.
د عدالت، ښو او بدو په هکله وايي، عدالت بهرنی وجود نه لري، ښه او بد قراردادي چارې دي. پر هغو شیانو، چې خلک په خپل منځ کې هوکړه وکړي چې ښه دي، هغه به ښه او که چېرې هغه ناوړه وګني، هغه به ناوړه وي. هېڅکله مطلق عدالت شتون ندی درلودلی او عدالت یوازې قراردادي چاره ده، چې په بېلابېلو هېوادونوکې په بېل ډول دي او د رنځونو او ستونزو پر وړاندې د مقابلې لپاره رامنځته شوي دي. عدالت د کارونې او کړنلارې له پلوه د خلکو د ژوندانه د ډولونو پر بنسټ څه نا څه توپیر کوي، د ساري په ډول، که یو شی د خلکو یوې ډلې لخوا تېروتنه ګنل کېږي، امکان لري د بلې ډلې په اند ګټوره وي… په هر حال، د قانون آزمایښت او د سیاسي موسسو آزمایښت په ځانګړې توګه په مصلحت پورې اړونده دی.
په عین حال کې، چې اپیکوریانو د حکومت ډول ته دومره اهمیت نه ورکاوه او مونارشي (سلطنت)(۵) حکومت ته ددې له امله، چې پیاوړي حکومت دی او کولای شي په ښه توګه امنیت ټینګ کړي، تر نورو حکومتونو ښه ګڼل.
وايي، قانون هغه مقررات دي، چې ټولنې هغه منلي او د ټولنې غړي لېوالتیا لري د هغه پر بنسټ ژوند وکړي او بله دا، ددې لپاره چې قانون قراردادي دی، د بدلون وړ هم دي. نو هغه مهال، چې بل قانون له موږ سره مرسته ونه کړي، کولای شو هغه مات کړو په دې شرط، چې د هغه له مجازاتو څخه پښې سپکې کړو.
تقوا د خوندونو او خوښیو په تامین کې ده، او تقوا هغه ډول، چې سقراط او افلاطون ویلي دي په علم کې نه ده. اپیکور د منځلارېتوب، اعتدال، هوساینې او سیالۍ پلوی دی او په هر شي کې له شهوت، افراط او ډېروالې سره مخالف دی.
انسانان سره ورونه دي او داسې هېڅ ملت پر بل ولس لوړوالی نه لري. اپیکور د ښځو او وینځو د موقعیت د ښه والي ملاتړی او د ډله ییزې ښوونې او انسان دوستۍ غورځنګ پلوی و.
دی وايي، په ټولنیز ژوندانه کې ګدون کول د فرد له سعادت سره مرسته نه کوي. پوه او حکیم کس باید د دولتي او عمومي دندو له منلو او مسولیت له اخیستلو څخه ډډه وکړي. ښه او سمه لاره عبارت ده، له خالص فردیت څخه تبعیت او د شخصي ګتو او بې نیازیو سره مینه. هر څوک باید خپله، د خپل ځان د خوښۍ توکي رامنځته کړي نه د ټولنې په واسطه.
اپیکور په دې ګروهه و، چې د بشر ټول کسان ذاتاً ځان خوښوونکي دي؛ نو د هر فرد مصلحت شاید د نورو په زیان وي. پردې بنسټ، خلکو د دولت او ټولنې جوړولو لپاره هڅې وکړې او یا یې ضمني تړونونه تړلي دي، څو د نورو کسانو مزاحم نشي. همدې لپاره دولت او قانون د یوه ټولنیز تړون په توګه رامنځته شوي دي؛ څو د خلکو ژوند هوسا شي. په دې برخه کې د ویلو وړ ده، چې د روسو ټولنیز تړون یا د روسو فرضیې آر (ریښه)، په ریښتونې توګه د اپیکور له عقیدې څخه اخیستل شوی دی.
د هغه مودې یونان له انقراض وروسته، د اپیکور فلسفه د یوې مودې لپاره متروکه پاتې شوه، اما بیا د سیاسي فیلسوفانو په لاس، لکه توماس هابز دغه فلسفه بیا را ژوندۍ شوه. لومړنۍ فلسفه، چې د اپیکور له فلسفې سره ډېر ورته والی لري هغه د توماس هابز (۱۷ زېږدي پېړۍ کې د انګلستان مشهور فیلسوف) سیاسي فلسفه ده.
ددې لامل، چې د اپیکور فلسفه په پخوانيو وختونو کې ونه ځلېده، دا وه چې، د هغه وخت د افکارو لړۍ ددغې فلسفې له توکو سره سر نه لګاوه، له دغې برخې څخه په هغه وخت کې د خلکو په ذهن کې د مذهب اهمیت، د ډېروالي په حال کې و.
ځینو سیاسي فیلسوفانو، د اپیکور فلسفه، د روڼ اندی یو ډول ځان غوښتنه ګنلې ده، او ځینې نورو دا ډول فلسفه، د تیښتې فلسفه نومولې ده.
لمنلیکونه:
1. Materialist
2. Evolutionist
3. Philanthropist
4. Atheist
5. ژ. مونارشي (Monarchy) فردي حکومت، چې امکان لري مطلقه یا مشروطه وي. امکان لري ټولواک درې ګونې قواووې په خپل لاس کې واخلي. امکان لري ټولواک د هغو دودونو له مخې چې له تېرو وختونو څخه پاتې دي، حکومت وکړي او خپل ځان له قانون څخه پورته وګڼي او هر شی چې یې زړه غواړي صادر کړي. امکان لري په ارثي توګه یې پلاز ترلاسه کړی وي یا یې هم په زور سره.
ليکوال:Masood.umar77@gmai.com