کور / هراړخیز / امریکا سوله راوړونکې او که جنګ پریښودونکې

امریکا سوله راوړونکې او که جنګ پریښودونکې

پوره یولس کاله وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو په مشری د نړۍ یو زیات شمیر ملکونو په افغانستان یرغل وکړ تر څو د دوی په خبره القاعده شبکه له منځه یوسي او په افغانستان کې جمهوري نظام واکمن او دیموکراسي پلې کړي .
په لومړیو کې یې د شمالي ټلوالې په غوښتنه او ملاتړ دطالبانو په مشری په آسلامي شریعت ولاړ یو نظام له پښو ورغورځولو او د نوموړي نظام یو زیات شمیر کسان یې ووژل او زیات شمیر نور یې د کیوبا زندان ته واچول چې دغه زندان د نړۍ تر ټولو وحشتناک زندان او زندانیانو ته یې له دردونو او کړاوونو ډک زندان بلل کیږي .
په همدغه وخت کې د امریکا په مشری د بن په غونډه کې موقته اداره جوړه او حامد کرزی ددغه اداري د ریئس په توګه وټاکل شو په دغه غونډه کې د افغانستان یو خاص قشر ته ونډه ورکړله شوه چې د امریکا همدغه پریکړه په افغانستان کې د جنګ او جګړې د راپیدا کیدو لامل شوه چې دا د روڼ اندو افغانانو په فکر د امریکا اصلي غوښتنه وه تر څو د افغانانو ترمنځ دا ډول شخړې پیدا او دوی ته په افغانستان کې دپاتې کیدو لپاره لاره خلاصه کړي .
د امریکا دا غوښتنه تر ډیره بریالی شوه او د افغانانو تر منځ یې د جنګ جګړو د پیدا کیدو لاره هواره کړه چې مونږ یې په دا یولسو کلونو کې لیدونکې او یا هم قربانیان یو هره ورځ د هیواد په هره سیمه کې د ټول وژنو راپورنه ورکول کیږي . چې پدې وژنو اوټول وژنو کې امریکا او د هغه ملګري لومړی مقام لري چې دا ټولو افغانانو او نړیوالو ته جوته ده ، امریکا نړیوالو او افغانانو ته چیغې وهي چې مونږ سوله راوړونکي یو ،
زه له دوی نه پوښتنه کوم چې کومه سوله راوړنکي یاست ؟
آیا د پنجوایی د ولسوالی د ټول وژني د پیښې سوله راوړنکې یاست ؟
که په فراه او نیمروز ولایتونو کې د ورا په موترونو بمبارد کونکي یاست ؟
که د سیدآباد د عامه خلکو قاتلین یاست چې څه موده وړاندې مو د تنګي د حسن خیل په کلې کې په شهادت ورسول ؟
آیا دیته سوله وایي ؟ دا او دیته ورته نورې په سلګونو پېښې شته …
زما هیواد ته د القاعده د ځپلو په خاطر راغلي بیله کوم ثبوت څخه چې آیا د القاعده مشران دلته شته او که نه ؟ خیر په راتګ کې خو درسره زمونږ خپلو افغانانو مرسته وکړه او د طالبانو د وژلو او ځپلو لپاره یې تاته نارې وهلي چې ستا هوایي پوځ ته ووایه چې دغه بمونه مو واړه دي لږ غټ غټ بمونه پرې را وغورځوی ( استاسو بمونه واله دی لږ غته غته بمونه پرې را وغورزوی) (برهان الدین رباني ).
بمونه د هم غټ کړل د طالبانو حاکم نظام هم رنګ شو خو د القاعده مشر د په افغانستان کې نه بلکه په پاکستان کې وموندل شو او ووژل شو.
د افغانستان د میشتو قومونو تر منځ د بې اتفاقي پیدا کړه او خپلمنځي جګړو د پیدا کیدو شتون حتمي دی یولس کلونه مو په افغانستان کې تیر شول جکړه ورځ تر بلې زور پیدا کوي د پوځ لوی لوی قوماندانان د وایې په افغانستان کې د جنګیدونکو طالبانو شمیره تر شپږ زره زیاته نده پداسې حال کې چې یوازې ستا د راوستو پوځیانو شمیره تر یولک زیاته ده هوایي ځواک هم لري ځمکنی اسلاحی د هم تر دوی پیا وړي دي افغان پوځ خو ستا تر شا څه چې تر مخ ولاړ دی بیا هم د طالبانو مخه نشي ډب کولای نو په ټول کې ویلای شم یا دا چې د طالب جګړه بر حق ده او یا ته د سولې لپاره نه بلکې د جګړې پاته کیدو لپاره راغلي وي.