که نن وی که سبا، بهرني پوځونه به دافغانستان څخه وزي.
پوښتنه داده هغه رواجونه او کارونه چي ددوی نه په افغانستان کی پاتی کيږی زمونږ پر خلکو څومره ښه يآ ناوړه اغيزه پريباسی؟
په همدی لړ کی دافغانی خويندو يا د ښځو د حقونو مسله دورځی ژوندۍ خبره ګرځيدلی.
د حق او حقونو مسله هد هری ټولنی د مالی حالت د سياسی کلتور سره تړاو لری.
څومره چی يوه هيواد کی د سياسی هوښيارتيا ډيره وی په همغی کچه د حقونو اړخ ته حسابی پاملرنه کيږی.
دافغانی ټولنی په اوسنی پړاو کی دوطن ډيرو خويندو ميندو ته داخپل حق ښکاری چی په پرده کی ګرځی . که څوک وغواړی داپرده نه وي پخپله د هغوی د حق تر ښپو لاندی کول دي.
په دی کار کی د الله تعالی خپل حکمت پروت دي حکمت او راز دادی ډير خلک همدا فکر کوی چی پدی پټ مخ کی هغه نور يا رڼا پرته ده چې کتلو پسی لټه کيږی.
زمونږ د وطن د خورانو مورانو په سرونو پړونی د هغوی لپاره پرده او ددوی د پلرونو لپاره د غيرت او ايمانداري وسيله وی که د ښځو حقونو همداوی چی په فيس بوکونو کی دی د افغانی مسلمانی ښځی او سړي ډول انځورونو راشی داپه حقيقت کی د خپلی بړستنی نه ښپی دباندی ايستل دی.
دادښځو د حقونو ترښپو لاندی کول دي چی د خپلی خوه ښی سندري ياساز سره د يوی افغانی خور تصويرونه ايستل کيږی او هغه بیا ددی کار په ژور زيان هغه وخت پوهيږی چی اوبه د ورخ نه بيری شوی وی.
د اسمه ده چی خارجی ملکونه د ځنی ملتونو نه کلتور اخلی مګر د پو ښنته هم ځواب غواړي چی ايا مونږ نه کلتور چاپه زور اخستی اږ که مونږه پخپله بایللی دی؟
مونږ په ډيرو غونډو کی اوريدلی چی ځنی پيغلی ځوانان وايي زمونږ مشران ملامته دی .
زمونږ مشران به د ميدان ډيرو لوبی ګټلی او ډيری به يي بايللی وی خو دا کاري هيڅکله هم نه ؤ کړی چی د وطن په حيا نا موس له چاسره خبری وکړی .
کوم سوال چی د خپلو مشرانونه کوو له مونږ نه هم کيږی.
ايا مونږ د هغو پر مختللو وسيلو او امکاناتو نه مثبته ګټه اخلو او که منفی چی زمونږ همزولی ملتونه او نسلونه ورنه د ټولنی او انسانيت د جوړيدو په خاطر ګټور کار اخلی.
راځی خبره پدی رالنډه کړو د انسانانو په توګه ، د مسلمانانو په څير او د ځوان نسل په بڼه هر کار چی جوړول يي نشو دورانو له نه يي لاس واخلو که داهم نه کوو دومره خو وکړو په هغه لاره روان پاتی شو چی الله ، تعالی خپل تاريخ ، ټولنی او خپلو تيرو شوو نسلو نه راته ميراث پريښودی دی.
زمږنږ په خلکو کی يو پخوانی متل پاتی دی وايي.
ددريو شيانو سره ډيرو احتياط کوی. ۱ قدم ، ۲ قلم ، ۳ قسم .
غلط قدم انسان د کمره نه غورځوی ، د قلم نه ناوړه کار اخستنه ځان په دام کی ورکول دي اوبی ځايه قسم د اخيرت لوټول دی.
الله تعالی فرمايي: هغه بنيادم پوره ګنهګار دي چی په خپله ګناه نور هم ککړه وی اويا نور هم ورته رابولی .
او له هغه انسان سره مينه کوم چی د چا غيبونه پټوي که يو بنيادم د بل بنيادم دبل بینادم يو غيب پټ وساتی زه به د هغه سل عيب وساتم . هر انسان چی په يوه مسله باندی قضلوت معياريي همغه پوهه وی چی په اړونده مسله يي لری.
داپه پوره باور سره ويلی شو د افغانستان ښځی د خپلو پراخو انسانی اجتماغی حقونو مسله دفس بوکونو په انځورونو کی نه ګوري.
په پښتو ژبه کی يو متل دی وايي.
انسان چی څومره پورته وخپژی هغوهره ښکته راکوځيږی.
ايا هغه انسان چی دانسانی يا ښځو د حقونو پراخه مسله يي د فس بوکونو په انځورونو کی راټوله کړی ذی ته يي تا يي پام سته او که نه چی همدغو کارونو ډيری ښځی اړ ایستلی ترڅو پټ مخونه وګرځی او حتی داد چاپیريال نه د باندی ونه ووځی.
ما د خپل ګران پلار زرغون شاه شينواری د شعرونو په ليکچه کی يو ورځ دهغه داشعر ډير خوښ شو چی ويلی ؤ.
دوطن سرتوری مورته چا په سرو اوښکو ژړل
خو ژړونکی انځورګرته همدی مور داسی ويل
زه به نه وای کونډه شوی زه به نه وای خرڅه شوی
چی بی ننکه بی غيرته دابچی می نه لرل