د مورنۍ ژبۍ په اړه د پښتنو د حق د اعادې او ترلاسه کولو مبارزه به (نن ځوانان) د ژوند تر اخري سلګۍ همداسې تانده ساتي. خو تېره ورځ د پوهنې وزیر ښاغلي غلام فاروق وردګ د بېنوا ګورت پاڼې ته د نن ځوانانو او نورو ملاتړو مدني خوځښتونو د غوښتنو په غبرګون کې یو مخ لیکنه کړې وه، دا لیکنه د همدې خپرې شوي لیکنې په ځواب کې نشر ته سپارل کیږي.
د ښاغلي وزیر د لیکنې پیل د مورنۍ ژبې د ارزښت او پدې برخه کې د اړونده قومونو د مورنۍ ژبې د حق د اعادې او ورکړې خبرې په کلیشه يي ډول ذکر کړې دي. د پوهنې وزیر د شپږو ژبو لپاره د تعلیمي نصاب د جوړښت خبره پخپله لیکنه کې کړې حال دا چې مسلکي معین یې بیا تېره ورځ په کابل نیوز کې د لسو ژبو د کتابونو د چاپ او وېش خبره ښه په نره زمزمه کوله.
د پوهنې وزارت ټول چارواکي او ورسره محترم وزیر صیب پخپله لیکنه کې په وار وار وایي چې د مورنۍ ژبې غوښتنه دې سیاسي نشي او له دې موضوع دې سیاسې ګټه نه پورته کېږي.
خو موږ وايو چې ستا دنده سیاسي ده، ستاسو پوست سیاسي دی، ستا پاسپورت سیاسي دی، نو ته له سیاسته ولې تښتې او دارنګه پخپله زموږ مدني غوښتنه له سیاسي اړخه ځوابوې. زموږ هڅې په دې معنا نه دي چې موږ پښتانه دې له تا خپل بشري حق په دې تر لاسه نکړو چې ګواکې موږ په لوی لاس خپله غوښتنه سیاسي کړې ده. د مورنۍ ژبې حق مدني او بشري حق دی او موږ یې په مدني او بشري هلو ځلو تر لاسه کوو، نن یې متاسفانه له تا غواړو او که تا زموږ دا حق رانکړ سبا چې ستا پر څوكۍ هرڅوك ناست وي او که د هر قوم او ګوند وي بیا یې له هغه غواړو.
زه کاش دا لیکنه په دري ژبه وکړم، یو خو به یې د پوهنې په وزارت اغېز ډېر زیات وي، ځکه ښاغلی ننګ دري ژبې ته پخپله وروستې مرکه کې د مارکیټ ژبه وایي، بل دا چې د وزارت دا بهانه به هم ورکه شي چې ګواکې دا مسـله اوس سیاسي شوې ده. ځکه دري ژبي چې هر څه کوي هغه د هغوى مدني او بشري حق دی. هغوى د مزار پوهنتون لوحه کښته را وغورځوله او پر ځاى یې (دانشګاه مزار) لوحه نصب کړه، هغه سیاسي نه وه، خو زموږ هڅې سیاسي دي. هغو د افغانستان د تاریخي دښمن ایران د جاسوسانو په نامه د مزارشریف واټ ونوماوه او په نره یې لوحه په سړکونو او لارو کې ولګوله، هغه سیاسي کار نه دی؟ تېره ورځ د بدخشان والي د بدخشان د پوهنتون لوحه په (دانشګاه) بدله کړه هغه سیاسي خبره نه ده، خو کله چې خوار، مظلوم پښتون د خپلې ژبې حق په کابل، مزار، کندوز، بغلان، هرات، سمنګان، فراه، نمیروز، بادغیس، غور، فاریاب ، پروان، او کاپیسا کې غواړي دا نو بیا سیاسي غوښتنه ده او د ملي یووالي خلاف ده. د پوهنې وزارت د هڅو لپاره په تېره تیلویزوني مرکه کې د ډاکتر امان الله اشنا ( د افغان کلتوري جرګې) د استازي خبرې بس دي چې د ننګ صیب ټولې کړي خبرې یې رد کړې چې ګواکې په ټول افغانستان کې د مورنۍ ژبې ستونزه حل شوې او یواځې په کابل کې لږ څه تر سترګو کېږي.
د نن ځوانانو مدني ټولنه د پوهنې وزارت او د افغان حکومت له کابینې څخه په کلکه غوښتنه کوي چې نه یواځې په لومړنيو دریو وړاندیزونو غور وکړي، بلکې په دې برخه کې دې عملي ګامونه هم پورته کړي كومو ته چې د ښاغلي وزیر صیب په لیکنه کې اشاره شوې ده:
ـ د دري او پښتو ژبو شيفتونه ( وختونه) دې جلا شي.
ـ ټولګي او څانګې دې په هر مكتب كې بېلې شي.
ـ دواړو ته دې بېل بېل ښوونځي ايجاد شي.
تر دې دریو ور هاخوا په څلورم وړاندیز نه جدي غور او نه هم کار په کار دی ځکه چې دا کار به بیخي پښتانه وځپي. له پښتو سره به لا لوی ظلم وشي او پښتانه به په لوی لاس د تند غبرګون ښودنې ته وهڅېږي او لا به د پښتنو د مورنۍ ژبې د حق غوښتنې تتوالی او محرومیت را برسېره شي. د ښاغلي وزیر صیب د څلورم وړاندیز څخه چې دی او دده د ټلوالې ملګري ورسره ملاتړي دې داسې را غبرګ شوی دی:
ـ په دواړو ژبو دې تدريسي كتابونه په نصاب كې شامل او عملي شي، چې له دې سره به نه زده کوونکي بيلېږي، نه به نوي ښوونځي جلا جلا جوړېږي او نه به هم شيفتونه ( وختونه) بيلېږي.
موږ یوه پوښتنه لرو؟؟ هغه دا چې وزیر صیب پخپله لیکنه کې په وار وار وایي چې دا یو شعاري او سیاسي غوښتنه نده، بلکې د حق غوښتنه ده. موږ ته دې یو دري ژبی کس را په ګوته کړای شي چې د خپلي مورنۍ ژبې حق یې غوښتی وي؟ د دري ژبو خو حق ندی تلف شوی، هغوى خو په هېواد کې ۲۵ سلنه دي او ژبه یې سل په سلو او یا کم تر کمه اتیا په سلو کې په دفترونو ولکه لري، په ښوونځیو او پوهنتونو ولکه لري نو بیا په وار وار پخپله لیکنه او وړاندیزونو کې د پښتو او دري ژبې یوځای ذکر څه مانا لري؟
د پوهنې د وارت مسلکي مرستیال محمد اصف ننګ د کابل نیوز په مرکه کې چې د نور ولي خپلواک صیب په کوربه توب د مورنۍ ژبې په اړه جوړه شوې وه، داسې وویل: ژبه پرېږدئ چې طبیعي وده وکړي ، ژبه باید سیاسي نه شي(؟) د خدای په پار، دا خبره هم په پښتو کوي چې ژبه دې سیاسي نشي ـ کاش دا خبره یې په دري کولای نو موږ به ویلي واى چې هو دا سړی سم غږېږي، د سیاست د مخنیوي لپاره یې پښتو په دري بدله کړه او بل دا چې په طبیعي ډول کومه ژبه ژوندی ساتل شوې، سانسکریټ او که پخوانۍ اریایي؟!
طبیعت د انسانې بدلون جوګه دی او طبیعت انساني کار او زیار ته اړتیا لري ترڅو د انسان په ګټه تمام شي کنه د کابل په ساړه طبیعت ( ژمي) کې به اوس ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړي وو. په هر صورت، که ژبې ته کار ونشي، ژبه د دفتر، ښوونځي، مارکیټ او کاروبار برخه ونه ګرځول شي کله به هم وده ونکړي. ژبه د هویت، شخصیت او سیاست تر ټولو ستره وسیله ګڼل کېږي، څوک په نړۍ کې داسې سیاستوال پېژني چې د یو داسې ملت استازيتوب وکړي چې د هغه ملت په ژبه و نه غږېږي؟
ددې پوښتنې بل پڅ ځواب چې ولې پښتو د ښوونځیو ژبه نه ګرځوئ؟ ننګ صیب ورته داسې وفرمايل: ولې ټول خصوصي ښوونځي په دري ژبه دي، ځکه چې مارکیټ لري. خو همدا ځای موږ ځوروي چې دري د مارکیټ ژبه شوه او پښتو ترهګرۍ ته پاتې شوه ؟ (نن ځوانان) په زغرده وایي، چې پښتانه له پوهنې وزارته خپل حق غواړي، که داسې ونه کړي نو ومنئ چې د نن خاموشي زموږ د سبا د تباهۍ په مانا ده.
د خوشال بابا او رحمان بابا لیسې د وخت حکومت د قبایلو د پوهنې د ستونزې د حل لپاره جوړ کړي وو، څو د قبایلو زده کوونکي وکولای شي پخپلې مورنۍ ژبه د کابل په هوسا او ارامه چاپیریال کې زده کړې وکړي او په دې توګه د خپل هېوادو او هېوادوالو د چوپړ او خدمت جوګه شي. نن د وردګو ترڅنګ د سویل او سویل ختیځ زيات ښوونځي بند دي، خو دوى ورته هېڅ جدي پام ونه كړ.
د سویل، سویل ختیځ او دارنګه دوردګو، لوګر او کاپیسا ټول هغه زده کوونکي چې د نا امنۍ له امله کابل ته را کډه شوي په دري ژبو زده کړو ته اړ شوي. هغه استعدادونه چې تېره ورځ یې په همدې ولایتونو کې د خپلو هېوادولو شملې جګې کړې وې نن په کابل کې ټیټې سترګې ګرځي او نشي کولای له خپلو همزولو سره سیالي وکړي، ځکه دلته په کابل کې لومړی دوی باید دري ژبه زده کړې او بیا په نورو درسونو کې له خپلو همزولو سره سیالي وکړي.
زه غواړم د درخانۍ د لیسي، فاضل بیګ او پکتیا کوټ د نجونو د لیسې ځینې ژوندي تریخ مثالونه قدرمنو لوستونکو ته وړاندي کړم: د درخانۍ لېسه په کارته مامورینو کې ده چیرته چې د پښتو ټولګیو د زده کوونکو لپاره هېڅ پښتو کتابونه نه دې وېشل شوي او پر ځای یې ښه پریمانه دري کتابونه ورکړل شوي دي. د فاضل بیګ لیسه په ورته حالت کې قرار لري، کله چې مو د لېسې له مدیر څخه پوښتنه وکړه چې ولې؟ وایي، دا زموږ کار نه دی د وزارت کار دی، وزارت موږ ته یواځې دري کتابونه را استولي دي.
د پکتیا کوټ د نجونو ښوونځي چې د سیمې ټول اوسېدونکي یې پښتانه دي، خو استادانې بیا ورته دري ژبې مقررې شوې دي، حال دا چې کتابونه پښتو ورته وېشل شوي خو تدریس ورته په دري کوي. د مثال په توګه د یوې استادې د نوم ذکر کوم چې شبانه نومېږي، چې د خپلې لور په واسطه چې په پښتو لږ ډېره پوهېږي د پکتیا کوټ په ښوونځي کې د دریم ټولګې لپاره د مور سره یوځای د پښتو ژبې په تدریس کې مرسته کوي.
نو ځکه زموږ وړاندیز دی چې په لومړنیو دریو وړاندیزونو دې د پوهنې وزارت کار وکړي، د وزیرانو کابینې ته دې بل هېڅ وړاندیز نه کېږي او ددې تر څنګ زموږ نور وړاندیزونه دا ډول دي: د وزارت په اداري چوکاټ کې دې د مورنۍ ژبې لوی ریاست جوړ کړای شي، د نا امنو سیمو لپاره دې په کابل او ټولو لوی ښارونو( مزار، کندوز، کندهار، هرات، خوست، ګردیز او ننګرهار) کې ځانګړي لیلیه ښوونځي جوړ شي. په نا امنو ولسوالیو او ولایتونو کې دې د دارالمعلمینو شمېر زیات شي. په کابل ښار کې دې د پښتنو ماشومانو لپاره ځانګړي ښوونځي سر له اوسه معلوم کړای شي، د پښتنو استاذانو د روزنې پروګرامونه دې برابر شي. (د نن ځوانان) دې نه مجبوروي چې د کابل په شمول په ټولو لویو ښارونو کې د پوهنې وزارت پر ضد ستر لاریونونه وکړي، او د کابل په شمول د هیواد ټول لوی ښارونه د پوهنې وزارت په ضد د لاریونونو په غوغا بدل کړي.