دافغاني تلویزیونودخبرله مخي نن سهاردکابل ښاردشیرپورپه سیمه کي یوځانمرګئ کس دچاودني نه مخکي دپولیسو لخواه نښاني شو اوپه ډزوسره ووژل سو.
دپولیسو یولوړپوړي چارواکی افغانې رسنیو ته وویل،چي دغه ځانمرګي چاودیدونکو توکي په یوه موټرکي ځای پرځای کړي و، اوغوښته یی چي دسولي عالي شورا ددفترمخ ته چاودنه ترسره کړی .ولي پولیسو دغه ځانمرګي ترخپلي ولکي لاندي را وستي او دموترچاودیدونکي توکي بیله دینه چي چاودنه وکړی دموټرڅخه لیری شول اوچاودنه ترسره نشوه .
بل خبربیادافغانی چارواکوله خولي وایی ،چي نن په کابل کی دری چاودني ترسره شوي
اودوه ځانمرګي کسان پکښي وژل شول اویو یې په تيښته بریالې شویدی .ددوی په وینا چاودني ملکي تلفات نلري.