کور / تازه خبرونه / په ننګرهار کي درنه چاودنه وشوه

په ننګرهار کي درنه چاودنه وشوه

لراوبرته رارسیدلې خبرونه وایې ، چي نن سهار یکشنبه دمحلي وخت په ۷:۳۰ بجو دجلاآباددوهمي ناحیي ته څیرمه دملي امنیت ریاست مخته ته یوه درنه چاودنه را منځته سوه . دننګرهار ولایت دامنیه قومانداني ویاندحضرت مشرقیوال چاودنه تائیدکړه او وایې چي دچاودني له امله دملي امنیت دوه افسران وژل سوي اودری نورپوځيان ټپیان شوی دي .دطالبانو ویاندذبیح الله مجاهدبیا رسنیو ته ویلي ،چي چاودنه دوی کړې اوددي اداري ۱۴پوځیان یی وژلي اولس تنه یې ټپیان کړي دي. هغه وایي چي چاودنه ددوی دډلي دثاقب په نوم یوکس ترسره کړیده.