کور / تازه خبرونه / لغمان : ٨٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ١٢ ئې ژوندي نيول سوي

لغمان : ٨٤ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ١٢ ئې ژوندي نيول سوي

هغه چاڼیز عملیات چې د تیرو درېو میاشتو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د مرکز په ګډون د الینګار، الیشنګ او دولت شاه پیل شوي او تیره ورځ پای ته ورسیدل، په کې ۴۶ وسلوال طالبان وژل شوي، ۳۸ تنه یې ټپیان شوي او ۱۲ تنه یې ژوندي نیول شوي چې دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو سره تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي.

په دغو عملیاتو کې د الینګار- مهترلام او دغه راز د دولت شاه- مهترلام تر منځ غځیدلې لویې لارې چې له ډیره وخته د دښمن تر ګواښ لاندې وې د ډاډمنه تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې چې د سیمې د امنیت او د لارو د ساتنې په موخه د مرکز په ګډون په یادو درېو ولسوالیو کې ۴۹ نوې پوستې په بیلا بیلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي.

همدارنګه په تر سره شویو اوو چاڼیزو عملیاتو کې ۱۱ میله مختلف النوعه وسلې، ۱۷ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه او ۷۲ کیلو ګرامه نشه یي توکي د ۱۷ مجرمینو په ګډون د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.

لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي چې نن د همدې عملیاتو د پایلو د اعلان په غونډه کې ګډون کړی په خپلو خبرو کې په لغمان کې د ټولو امنیتي ارګانونو تر منځ ښه همغږي او د دوی میړانه او سرښیندنه چې د عملیاتو پر مهال یې له ځانه ښوولې وه وستایله او سپارښتنه یې ورته وکړه چې لکه د تل دې د عملیاتو پر مهال له پوره پاملرنې او دقت نه کار واخلي تر څو ملکي تلفات رامنځته نه شي.