کور / هراړخیز / دګړوټاکل ومعیاري ژبي ته

دګړوټاکل ومعیاري ژبي ته

دنړۍ په ټولو ژبو کي ګړدودونه (لهجې) سته . دپښتو ژبه هم استثنا نه ده. د«اتکه» تر«آمو» پوري لهجې دي؛ که هره لهجه معیار وبولو نو به دژبي لیک له منځه یوسو . که څه هم دنیو لوجستانو دلاسه اوس هم د پښتو لیکنه زخمي زخمي ده؛ خو هغه مهال که داټول ګړدودونه پکښې را وبهیږي نوبه دپښتو لیکنه له منځه یو سي . که چیري دیوې لهجې ګړه په معیاري لیکنه کي شتون ولري دا به په دې مانا نوي،چي ددغي لهجې خلک معتبره او پوه دي . دابه په دې مانا وي، چي ژبپوهانو،ژورنالیستانو، لینګویستانو،لیکوالانواوادیبانو له خوا منل سوي ګړي دي، چي خپل لیکنه او دهغې ګړدوداوګړښودئې توحید کړی، ملي کړی او زموږ ښووني اوپوهني تې پوهنیز،ژبیز (ژبه نیز)رونق ورکړی دی . هریو پښتون که څه لوستی اوکه نالوستی،ژبپوه اویاهنرمند وي،چي دپښتوژبي دمعیاري کيدو په لار کي خنډکیږي اویا خنډ اچوي؛ زما له نظره لویه ګناه کوي . د ۷۵ ملیونو لروبر پښتنو سره جفاکوي .
زه دغسي کسان چي ټمبه سري کوي؛ دپښتو ژبي دسرطان دانه بولم؛که احمدوي او که محمود. ولي؟ ژبه په یوه سړي پوري نه ده تړلې بلکي دټول کام،دټولني،دټبراو په ملت پوري تړلو خلکوباندي اړه لري نه په یوه یادوو ژبپوهانو پوري . هو دغه پوهان به دټولوخلکو په مرسته اختیار کوي د ژبي ګړدوداوګړښوددیوبل په توافق سره علمي،منطقي،ګرامري اودژبي پربنسټ بې جوړه وي . پرخپل سر هرڅوک په هره کچه چي وي ؛ په ژبه کي لاس وهل ئې علمي اوژبنیزه بڼه نه لري . داځکه چي ژبه یوار دلهجي دخلکو،بیا دمسلکي خلکو،دهنرمندانو،ژورنالیستانو،ادیبانو اولیکوالانو په لنډه توګه دټولو خلکو چي په دغه ژبه ګړېږي ده؛ نو دیوه یادوپوهانو پرخپل سرلاس وهنه په ژبه کي روا نه بولم، ژبه باید معیاري سي لومړی دلهجو څخه ستندرد اونورم سي نه دنیولوجیزم څخه بیا ورسته ترمعیار که کم لغت پکښې لږوویاژباړل ئې غوښته نو دلته دنیولوجزم کار دی .زما په ګمان سره په دغه چیر په ژبه کي پرمخ تګ اونوښت راتلای سي . زه دلته دخدای (ج) بخښلي پوهان صدیق الله «رښتین» هغه لیکنه چي ده د«پښتو اشتقاقونه اوترکیبونه » نوم کتاب په سریزه کې لیکلې یادوم،چي لیکلي ئې دي : (هرملت اوهره جامعه چه بېداریږي نولومړی پکې دادب اوژبي نهضت راپیداکیږي . که چیري دغه نهضت ئې قوي اوپه صحیحواصولو وي نونوري سیاسي اواجتماعي بیداري ئې په برخه کیږي اوکه نه نودغه حرکت اوبیداري بیا په خوب اوچوپتیا بدلیږي . دغه دادبي نهضت دَوّرې ته دویښتوب اوانساني دوره وايي . ) اوبیائې په دغه لومړنۍ برخه کې ورزیاته وي :
( مګردیوقام بیداري او ویښتوب هله قوي او پوخ وي چه پر ادبي بیدارۍ باندي بنا وي . )
نو له دې څخه دا ښکاري؛ که هرڅوک د دې لاري خنډ کیږي دژبي او دخپل خلکودپرمخ تګ خنډ دی،چي داکار ګمان نه کوم،چي پوه سړی دي وکي؛که چيري ځني کیږي داد «بې خبرۍ » نخښه ده . ژرترژره دي ځان پوه کړي . که نه وي خبر ځان دي خبرکي،ځکه پوښتنه ځان خبرول دمړو هنردی . نه پوهېدل اوخپل سري ناپوهي ده . زه دلته هغه ګړي چي په لهجوکي د یوه مفهوم لپاره په مختلفه بڼه لیکل کیږي راوړم اودژبپوهانو نظر غواړم . که څه زه داکار ډېر ستونزمن بولم خوبده به نوي،چي یواربیا دا«وړاندیز» وکم؛ګوندي خدای (ج) وي،چي یو څوزړه سواندي پیداسي،چي خپل نظرڅرګند کړي .
هغه توري چي په مفهوم کي سره یو او په توپرسره دفونیم راځي په لاندي ډول دي :
پښه ——— پخه لار ——— لیار سي ——– شي سو ——— شو
خوږ ——- خوګ بخښه —— بښه
سربېره —– برسېره پکښې ——پکې
ښوول —— ښودل لېږل ——-لېږدل ښکنځل —– کنځل ښیښه ——خيښه
ژړ ——– زېړ ژغورل —— جغورل
هرومرو —— دیتا زما ——— دما
کښېږده —– کېږده چیري —- چرته
زوڼی ——- زړی مږور ——– نګور
غبرګ —- بغرګ ږغ ——— غږیاغګ ژبه ——– زبه، جبه زموږ —– زمونګ،زمونږ،دمونږ
اغزی —– ازغی لمر ——-مر،ملر
ژمی —— زمی، جمی توپک ——- ټوپک
کي ——– کې مي ——- مې
چي ———- چې ښځي —– ښځې (جمع)
مندو —— میندو مینځل ——- وینځل
زور ——- ځور نمسی —– لمسی مږور ——— نګوریانږور شاووخوا — خواوو شا
پسرلی —- سپرلی بزه ———– وزه
بېره ——– وېره اخښی —- اوښی
ځني ——— ترې پېلغه —— پېغله نجنې —- جنکې ږغ ——— غږیا غګ
پکښې —- پکې زما —– ځما ږمنځ ——- ګمنځ دروند —- درون
خلک — خلګ پرګنو —— پرګڼو
ویلای —- ویلی کیږي — کېږي
کم ——– کوم ننه ایستل — ننه ویستل
کړک — کړس په ——– پرې
پرده ——- پرې لرل —- لارل
درلودل —- درلوول کښته —— ښکته وو —– و شکېل —– ښکېل
میندل —– موندل لیري —- لري
ځني —— ترې درلودل —- لرل
چیري —- چري ځغاسته —- زغاسته
وړغندی — غړوندی تږی —–تګی
پزه —– پوزه ډبره —– تیګه روژه — روزه،روجه ستا — د تا خېښ — خېخ خوښ — خوخ

دغه پورته مختلف «دیالکت »ګړي په مقالو کي په کتابوکي ډول ډول لیکل کيږي کېداسي، چي په دغوګړو کي ځیني ئې «دواړه» دمعیار وړ وي،یایوه معیاري وټاکل سي؛ زما په نېز لکه : « سي او شي» ، «سو او شو» او « ډبره اوتیګه » چي دیوه شي لپاره په کارځي معیاري وبلل سي اودغسي نوري ګړي، یا لکه : « بېره او وېره » یا لکه : « بزه او وزه » دغسي نور . خو زه دا ښه بولم،چي ګران ښاغلي ژبپوهان دي بېله کم تبعیضه اوتعصبه اوبرترۍ دیو سم دلیله سره دګرامرپر بنسټ ولاړ لامل ولیکي،چي دغه اوهغه توري دي په لیکنه کي راسي نوښه به سي . یوه لار اوګودر به ښکاره وي . که چاددې په ایسته غندنه یانیوکه درلوده نواستناد به پر دغه پرېکړي څه چي ژبپوهانو وکړه کیږي به . دسَمّي لیکني لپاره به یولاسوند شتون ولري .خوزه شکمن یم،چي ایا زموږ ژبپوهان به ترخپل ګړدود اوځاني لیکدود تېرسي، چي دخلکو لپاره خدمت وکړي اولیک موواحد اوستندرد سي اوکه نه ؟ توکل پر الله«ج» دی؛ بلکه خدای ئې و زړوته درحم اوبه واچوي ا وزړونه ئې پر خپل خلکووسوځي اوخپل علمي نظرڅرګندکي اویوشی ولیکي . داپورته ګړي «کلمې » ټوله دراز راز لهجو« دیالکت »څخه راغلي دي اودلهجو خاوندانوپه خپلو لیکنوکي لیکلي . خوښه به داوي،چي دژبي دښه ودي اوپرمختیالپاره یو واحد لیکدوداو معیارسوې لیکنه ولرو. هره لیکنه چي ساده دمعیار سره سمه وي اوسر په خلاس سي ښه لیکنه ده . هو! مسلکي اوهنري لیکني څه پېچ اوتاولري؛ داځکه چي ځیني مسلکي اصطلاحګاني راځي،وهرسړي ته ئې پوهېده څه ستونزمن وي . نوري ورځنۍ لیکني نه بایدپېچیلي کلمې پکښې راسي،چي لس «دکشینریګاني» پسې ولټولسي،چي دلیکل سوي لغت ماناپیداکړي . په پیای کي دلوستونکي ناټ مات سي اومقاله یا لیکنه ونه لولي .راځۍ، چي په ګډه خپله لیکنه معیاري کړو . زه پخپله دپښتوژبي دژبپوهانووښه مشورې ته تل سترګي په لاریم اونیکي مشورې ته ئې لبیک وایم . زه ډېر خوابدی کیږم، که چيري په پښتوژبه کي راز راز لهجې ولیکل سي دا ځکه لیکنه او دلیکني ادب ګډ وډه وي سړی نه پوهیږي،چي کومه لار واخلي اودا دیوه کام ښکاره بې اتفاقي ښیي . اوپه ښوونځیوکي کمه لیکنه لوستل سي؟ که مو لیک نه کی معیاري داوایم دپښتو ژبه دشخصیو په لیکدودونو کي به لیکلې پاته سي نه به ئې پخپله په کار راسي اونه به ئې بل څوک ولولي . د پښتوژبه « اسپیرانتو (Esperanto) نه ده؛ ځکه خپل دود لري، کلتور لري اوخپله پیاوړې ټولنه لري خبري په کوي . اړینه نه ده،چي نوې دي ولیکل سي . خپلي خوږي لهجي لري خپل ژبپوهان لري؛یوازي د دوی یو والی غواړي، چي دغه ژبه معیاري سي اودځینو لهجو څخه ځیني ګړي راواخلي او « ستندرد » ئې کي؛ نوی لغت نه غواړي . نوښه به داوي،چي په یوه اتحاد او اتفاق سره یوسو؛ یوه واحده خوږه معیاري لیکنه دلهجو څخه راوباسو وخپل ټولني تې وړاندي کو. زموږ اولنوموږ ته یوڅه کړي اوپرلار ئې سم کړي یو؛ که څه هم په دوی کي خلک وه،چي دمعیار مخه ئې نیولې وه . خودوی ولاړه دغه جنجال ئې موږته راپرېښووه . موږ به هم ولاړ سوخودغه ګډوډي به راتلونکوته پرېږدو.که دوی پرمعیارسر ه یوسوي وای اوس به موږ پرهغه پل ایښی وای . دوی سره یونسوه موږ تې (ته ئې) دغه جنجال را پرېښووه . راځۍ،چي ژبه معیاري کړو؛ انګرېزا ن او امریکایان په دې لار کي فضل دالله (ج) دی، چي زموږ مرسته نسي کولای اوکولای سي، چي موږ بې اتفاقه وساتي . نوراځۍ ګرانو ژبپوهانو چي خپله ژبه یاجبه،زبه معیاري کړو. بیاهم وایم : زه دګرانو اوښاغلو ژبپوهانووښه مشورې ته سترګي پرلار یم !

لیکونکی محمدسرور وکیلي

اخځونه : « دپښتواشتقاقونه اوترکیبونه » سریزه او « ویکیپېدیا »