کور / تازه خبرونه / دولتي چارواکي پرونۍ حادثه له شرمه ډکه پېښه بولي

دولتي چارواکي پرونۍ حادثه له شرمه ډکه پېښه بولي

د کورنيو چارو وزارت وياند ظاهر اعظمي له بي بي سي راډيو سره په خبرو کي وويل چي پرونۍ پېښه د افغانستان او نړيوالو ځواکونو لپاره د شرمه ډکه پېښه وه .


د پرونۍ مرګوني پېښي په اړه پرون د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپرو شوو معلوماتو له مخي درې کسان وژل سوي او ۱۱ کسان ټپيان سوي دی ، د قربانيانو په ډله کي ولسي جرګې ته د پکتيا ولايت دوه استازي هم شامل دي چي  داود ځاځی ژوبل شوی او فضل الرحمن څمکنی په روغتون کي په حق ورسېد .


 



کاپوهان وايي چي د کابل پرونۍ پېښي چي مجاهدينو د برياليتوب د شپاړسمي کليزي په مناسبت په جوړ شوي جشن کي رامنځته سوه يو ځل بيا د کرزي ددولت وړتيا له پوښتنو سره مخامخ کړه ، پرونۍ پېښي په داسي حال کي وسوې چي يوه ورځ مخته يې د ثور پر اوومه نېټه حامد کرزي دنيويارک ټايمز له ورځپاڼي سره په مرکه کي پر امريکا ږغ کړئ و چي د طالبانو له نيولو او ځورولو لاس واخلي تر څو هغوی د سولي لاري خپله ولو ته وهڅول سي .


ولسمشر کرزئ د پېښي پر مهال د خپلو ساتونکو له خوا په بېړه له غونډي وويستل سو او څو شېبې وروسته پر ملي تلويزيون راڅرګند سو او ولس ته يې وويل چي د افغانستان دښمنانو د ثور د اتمي نېټې دجشن مراسم ګډوډ کړل خو امنيتي کسان د هغوی په برياليتوب وتوانېدل .


د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي چي ولسمشر د پېښي په اړه د پلټنو امر کړئ دی .

د نظر خاوندان وايي چي په پرونۍ پېښه کي په دولت کي ددخيلو مخالفو ډلو لاس درلودل له امکانه ليري خبره نه ده ، ځکه د بغلان د پېښي پر مهال او دوه کاله مخکي په کابل په سپينه ورځ د بلوا پر مهال هم دغسي ګنګوسې وې چي په پېښو کي په دولت کي دخيلو ډلو لاس لاره خو تر اوسه په افغانستان کي ددغسي پېښو د پلټنو پايلي نه دي اعلان شوي .