کور / تازه خبرونه / دجهنګوی لشکربنسټ ایښدونکي او پخوانې مشرملک اسحاق ونیول شو

دجهنګوی لشکربنسټ ایښدونکي او پخوانې مشرملک اسحاق ونیول شو

دیوي باخبري سرچیني په حواله دجهنګوي لشکرپخواني مشرملک اسحاق دپنجاب آیالت په خپل کورکي دپاکستان دپولیسو لخوا ه ونیول شو.پرملک اسحاق باندي توردي چي تیره هفته یې په کویټه کي دیوی بمي چاودني له امله دکویټي دمیشتو شیعه ګانو هزاره ګانو(۹۰) تنه وژلي او (۱۸۰) تنه ټپیان کړیدي .
دپاکستان پولیسو وویل چي دملک اسحاق څخه تحقیق او پلټنې شروع دی، او تراوسه پوري لانه ده جوته چي ملک اسحاق دکویټي په چاودنه کي لاس لری اوکه نه. ملک اسحاق د(۲۰۱۱) کال دجولای په میاشت کي دلسو کالو بندیتوب دتیریدوڅخه وروسته آزاد شو.پرهغه باندي دمحکمي لخوادتروریزم اوخرابکاريو تورونه لګیدلي وو.
دپاکستان دپولیسو یوچارواکي ظفر چتا وایی :چي ملک اسحاق دکویټی په چاودنه کي لاس لری او هغه دلشکر جهنګوی لوی مشراو رهبردی. هغه وایې چي په دي اړه موږ دده په شمول ددي ډلی(۲۴) نور شکمن کسان هم نیولي دي .