دارګ په ځانګړې توګه دولسمشر وروستي دريځ او کړنوډېری هيوادوالو په ځانګړې توګه سياسي شنونکي اوددې لاریی لارويان هيښ کړي دي . ځکه له نه چا نه څوک جوړول ، چې په ډېرو برخوکې سره ستونزې هم ولري دټال خوړلو خبره ده
ماته له دغه سیاست څخه د بنګله دیش درهبر مجیب الرحمن کیسه رايادیږي چې هغه هم څنګه په لوی لاس لوی کړای شوو اوبيا دومره لوی شوو چې ټول پاکستان يې په قابو کولو وه نه توانید او هغه وو چې ختیځ پاکستان ( بنګله دیش ) یې له پاکستانه بېل کړ .
دلته هم څه داسې لوبه روانه ده ، ولسمشر او ورسره ملګري يې فکر کوي چې دراتلونکو ټاکنو لپاره تر نورو غوره نښه عطا نور کېدایشي ! او په يوه ډول غواړي جبهه يان ، ايتلافيان او فهیم خيل پرې وځپي ، ترڅو بيا هم ارګ ورته پاته او دواک پرګدی ناست وي اما دا ځل دوی هم پښه ټینګه کړي او دنور صیب له ارشاداتوڅخه مهم شعار دا دی ( ما چرا هروقت نفردوم باشیم) !
په داسې حال کې بیا د حاکم ټيم لپاره د خطر زنګ او لوبه یوسل اتیا درجې تغیرکولی شي ! دا به خلک سیاسي لوبه بولي خو خدای مکړه چې تجزې ته لاره هواره نشي ، ځکه داوسنی لوبې مهم لوبغاړي پاکستان او امریکا هغه لورته کاڼي ور غورځوي ،پاکستان داسې څوک غواړي چې ډيورنډ کرښه په رسميت و پېژني او امریکا غواړي د طالبانو له شره ځان خلاص کړي ، چې دغه دواړه کاره همدا خلک په ځانګړې توګه نور صیب یې ورته کول څه وام خط به يې ورکړی وي چې همدا موخې ددوی هم دي .
ما او فکر کوم ډېرو خلکو به فکر کاوه چې بلخ ته دبهرنیانو سفرونه این په دې وروستیو کې دامریکا سفیرسفر ګواکې دبهرنيانو لاس وهنه ده او خوند به یې نه کاوه چې دیوه والي سره دامریکا دکانګریس غړي لکه جان کيري ، د ناټومشران او د بهرنیوچارو وزیران وګوري او خبري غونډې دې ورسره جوړې کړي او د هیواد پرمهمو سيا سي حالاتو دې خبرې وکړي ځکه دا وړ خبرې خوباید اصولآ په مرکز کې ترسره شي ، ما ویل لاس وهنه ده، د کرزی صیب به هم لکه د بمباريوچې مخه نه شي نیولی ددې هم همچنان ، خو دبهرنیوچارو دوزیر زلمي رسول سفر بې ساری اوبې واره راته ښکاره او متعجب یې کړم ! ځکه کرزي صیب په دې کارسره عطانورته د بل هيواد د مشرپه سترګه وکتل که داسې نه وای او کومه بله خبره وای نوبل وزیربه یې ورلېږلی وای ، ځکه دبهرنیو چارو وزیر پرته له کومې جدي پېښې څنګه او دکومو قوانینو او اصولو له مخې یوه ولایت ته سفر کوي اوپه کوم اساس دغه دواړه ښاغلي والی او وزیر پرمهموکورنيومسايلو خبرې کولی شي ؟
زه نه وایم چې حاکم ټیم دې سیاست او معاملې نه کوي ،خو نه داسې کړنې چې ولس ، اصولو او قوانينوته دمنلو نه وي او دتاریخ توره کرښه پرځان را تېره کړي ، وای تیږه چې په ځای وي درنه وي او کوم ځای چې خارخ نه کوي ګرول يې نه دي پکار.
دلته ماته دنصرالدین یوه کیسه راياده شوه ، نصرالدین خپله غوا خرڅوله ځکه نه یې شيدې کولی او نه ځان ته څوک پرېښودل اخیر مجبوره شوو ښارته یې د خرچلاو په نیت روانه کړه ، په لاره کې يوچا مشوره ورکړه چې که غواړې ښې پیسې پرې واخلې نو یوه دلال ته یې ورکړه چې په شه نرخ یې ورته وه پلوري ، نصرالدین هم ومنله ، یو ښه دلال يې پيدا کړ هغه ور سره روان شوو اوغوایې ټاکلی ځای ته وه رسوله يو چا پوښتنه تر وکړه چې غوا کوم کمال لري شروع ورته وکړه چې د ورځې دوه منه شیدې کوي ، داسې قراره ولاړه وي ته وا ويده ده ، وام له مستو او شلومبوخویې پوښتنه مه کوه …………. ! نصرالدین د دلال خبرو ته غوږنیولی وو يو دم یې غوا تر پړي ونیوه او دکور پرخوا یې روانه کړه ورته وویل چې چیرته یې بیا یې نصرالدین ورته ویل زما غوا که دومره ښه توبونه لری زه يې نه خرڅوم !
اوس هم هسې نه چې يو څوک پورته پورته غورځول کیږي ، دیوې سياسي لوبې لپاره ترې کاغذي پړانګان جوړيږي ، اخیربه هغه ځانته متوجې شي چې او هووو دا خو لکه زه چې رښتیا هم پړانګ يم ، مخ به یې اړولی وي او تاریخ به یې نوی کړې وي .