کور / هراړخیز / وکوچنيانو ته دي زدکړي په مورنۍ ژبو ورکول شي

وکوچنيانو ته دي زدکړي په مورنۍ ژبو ورکول شي

دمورنيو ژبو د نړيوالي ورځي په اړه دپښتو ادبي غورځنګ غونډه

د مورنيو ژبو دنړيوالي ورځي په لړ کي دپښتو ادبي غورځنګ کوټي له خوا د راسکوه ادبي ديوان په ملتيا په کوټه پريس کلب کي يوه پرتمينه او درنه غونډه وشوه چي مشري يې ډېر درانه ليکوال ښاغلي ډاکټر نسيم اڅګزي(اوس صديق)وکړه .
په غونډه کي دپښتو،بلوڅي،براهوي درنو استازو برخه درلوده چي دپښتو ژبي مقاله (پښتو او نننی ادبي او سياسي چاپېريال) ترسر ليک لاندي دبلوچستان پوهنتون پښتو څانګي مشر ډاکټر نصيب الله سيماب واوروله او دبلوڅي ژبي په اړه مقاله (دنن بلوڅ او بلوڅي ژبه) د بلوچستان ايالت دتعليم سېکرټري ښاغلي منير باديني واوروله او د براهوي ژبي مقاله ( دژبو لپاره د اوسنيو سياسيانو کردار)دبلوچستان پوهنتون براهوي څانګي مشرښاغلي ډاکټر حميد شاهواڼي واوروله .
د مقاله نګارانو په څنګ کي د جنوبي پښتونخوا او بلوچستان قام غوښتونکو استازو ملت پالو ګوندونوهم ګډون درلودی دپښتقن قام پال ګوندپښتونخوا ملي عوامي ګوند استازي(مخني سناتور) ښاغلي رضا محمد رضا په خپله وينا کي د ژبي سکالو(موضوع)او سياسي کردار په زړه پوري ډول وړاندي کړی او برخه والو ته يې ډاډ ورکړی چي زموږ ګوند به له ټولو پوهانو منورينو او له خپلي مورنۍ ژبي سره تر خپله وسه پوري په زړه پوري ملاتړ وکړي او زموږ ګوند له تېرو دوو لسيزو څخه دغه ورځ په ډېره منظمه توګه سره او اولس ته په دې غبر ګون ورکولو سره په هغوی کي دمورنيو ژبو دارزښت شعور را برسېره کوي.
دبلوڅ قام پال ګوند نېشنل ګوند استازي ښاغلي وکيل لياقت شاهواني پرنړيوال کلی او زموږ قامي ژبو باندي په زړه پوري وينا واوروله او په نړی کي يې د ژبو په اړه ښه معلومات وبرخه والو ته وړاندي کړل د پښتون قام پال ګوند عوامي نېشنل ګوند استازي ښاغلي عبيدالله عابد د ادبي او سياسي ټولنو تر ميان داړيکو په اړه خپله وينا واوروله هغه ادبي ټولني وستايلې او دهغوی پر ملا تړ برسېره يې وويل چي زموع ګوند په خيبر پښتونخوا کي مورنۍ ژبه په نصاب کي شامله کړله .
دبلوڅ قام پال ګوند بلوچستان نېشنل ګوند استازي ښاغلي اغا حسن جان پر بلوڅي ژبه او ننني چاپېريال باندي خبره وکړه چي په دې کړکېچن چاپېريال کي بيا هم تر خپله وسه پوري زموږ ګوند په زړه پوري کردار لرلی دی د پښتو بلوڅي او براهوي ژبو مقاله نګارانو هر يوه پر خپل وار باندي په خپلو مقالو کي د ژبي لپاره داديبانو او سياسيانو پر کردار خبري وکړې او دهغوی کردار ته يې په ژور کاته سره خپلي رايي او داړتيا وړ تګ لاري روښانه کړې خو يوه خبره يا يوه غوښتنه داديبانو او سياسيانو په يوه خوله وه چي وکوچنيانو ته دي زدکړي په مورنۍ ژبو ورکول شي .
ور پسې د راسکوه ادبي ديوان مشر ښاغلي وحيد عامر له برخه والو او ويناوالو څخه پر مننه برسېره له پښتو ادبي غورځنګ څخه هم مننه وکړه چي زموږ په ملتيا يې دغه په زړه پوري او درنه غونډه ونمانځله ورپسې د پښتو ادبي غورځنګ مشر ښاغلي محمد نعيم ازاد خپله وينا واوروله او دا يې وويل چي پښتو يوه وياړونه لرونکې او لرغونې ژبه ده چي له ويدي سرودونوله وياړ څخه تر بېستون کتيبې اوخروشتي ليکدود،اود مالنده باچا دبودايي فېلسوف ناګسينه له مزاکرې څخه تر اميرکروړه پوري د غرغښت نامې،سالو وږمې او تزکره الاوليا تر پاڼو پوري او ورپسې دروښانيانو درانه خوشال بابا درانه هوتکي دربار او احمد شاه بابا درباره پوري وياړونه يې په برخه دي خو بيا هم دغه وياړلې او لرغونې ژبه زموږ دنن اړتياوي نه پوره کوي لامل يې دپښتو ژبي دنه تدريس شته والی او د پښتانه بېلتون او دځپلي اقتصاد له امله وبل ته د اړ اولس په توګه د پر له پسې ژوند شته والی دی.
له ټولو برخه والو څخه تر مننه وروسته دغونډي درانه مشر ډاکټر نسيم صديق ډېره په زړه پوري علمي او کره وينا واوروله او دژبو دارزښت موندلو يواځنۍ او کره لاره يې د ژبي پر ساينسي بنيادونو باندي علمي کېدل وګڼل برخه والو دبشپړي غونډي په ارزولو سره ويناوي په زړه پوري وګڼلې او ټولو برخه والو دمشر دوينا په ملتيا پرويناووبر سېره دژبو په يووالي سره غونډه او مبارزه وستايله په ځانګړي ډول دپښتوادبي غورځنګ پر ستايلو او داد ورکولو يې راسکوه ادبي ديوان ته هم په ملتيا پر ښه غونډه نمانځلو مبارکي ويله .