په دې وروستیو کې زیاتره دفیسبوک او نورو رسنیو له لارې اورم چې زیاتره پښتانه په چیغو سردي چې مونږ په خپله مورنۍ ژبه زده کړې غواړوچې دالنډ مهاله مسله نه ده، دامسله کټ مټ دقزاقستان هیواد اوسنی حالت راته مخې ته دروي ،کوم هیواد چې اوس زما لنډ مهاله کورجوړشوی .
په دې هیواد کې څه کم اتیا (۸۰ ) کاله روسانو داسې حکومت وکړ چې حتا دهغوي دایمانونو وارثان هم ول پاتې خو لا دژبې او کلتور ، ښوونځي یې ټول په روسي ژبه ، نظامي او اداري چارې یې هم ټولې په روسي ژبه اداره کېدلې، پداسې حال کې چې قزاقان په قزاقي ژبه نه پوهېدل،لکه زمونږځینې پښتانه چې بغیرله کوم فشارنه په خپله مورنۍ ژبه نه پوهېږي.
څه کم اتیا کاله وروسته قزاقانودخپل هیواد چارې له روسانو واخستې او دخپل هېواد دځانګړي کلتوراو ژبې لپاره یې هڅې شروع کړې چې نژدې ۲۱ کاله یې پوره شول، په دې یو ویشت ۲۱ کلونو کې هغوي په دې وتوانېدل چې ټولې چارې په خپله ژبه راواړوي او ددې زمینه برابره کړي چې دقزاقي ژبې واک قایم شي ، چې اوس مهال په دې هیواد کې دقزاقي ژبې درسونه ان ترماسترۍ اودوکتورا پورې رسېږي او ټول مواد یې ورته اماده کړي دي.
دښار لوحې یې وخت په وخت بدلې او داداري کارونو ۸۰ فیصده واک یې هم دخپلې ژبې پورې وتاړه ، اوس مهال چې کله مونږ په روسي ژبه خبرې ورسره کوو نو دوي راسره په قزاقي خبرې کوي، دروسي ژبې له ویلو نه انکارکوي ، په داسې حال کې چې روسي ژبه دنړۍ دپنځمې ژبې منصب لري .
دهیواد جمهور ریس نورسلطان نظربایف یې فرمان صادرکړی دی چې په راتلونکو شلوکلونو کې باید په قزاقستان کې داسې څوک پاتې نه وي چې په قزاقي ژبه خبرې ونشي کړلای ، په داسې حال کې چې ټول نفوس یې ۱۵ میلونه دی او په دې ۱۵ میلونو کې ۷ میلونه یوازې روسان او پاتې یو څه چینایان ، ازبکان ، تاجکان ، ترکمنان او نور دي چې دقزاقانو نفوس ټول ټال ۸ میلونه راځي .
دوي په خپل هیواد کې له افغانستان څخه زیات قومونه لري خولیکین احساس یې ددې جوګه دی چې خپلې ژبې او ملک ته په صادقانه ډول کاروکړي، کله چې په روسي ژبه څوک ورسره خبرې وکړي نو فوراً وایي چې داروسیه نه ده داقزاقستان دی.
زه بیا دخپلو مشرانو او خلکو په لیدلو سره افسوس کوم او په دې شرمېږم چې وایم ( مونږپه خپله مورنۍ (پښتو) ژبه زده کړې غواړو، هغه داچې مونږخو ددې ملک (افغانستان) اصلي اوسېدونکي نه یو ، مونږمهاجرقوم یو هم په پاکستان کې مهاجریو او هم په افغانستان کې ، د ولسمشر چالاکي او فریب شاید موږ اړ کړي اوسو،زه ان پردې وېرېږم چې ولسمشرچاته ونه وایي چې وبخښه په پښتو مه راسره غږېږه ، ځکه چې بیا دانوره کابینه نه پوهېږي لکه په قزاقستان کې چې یو تجار جاجي سید نبي کیسه کوله ویل دالماتا له قونسل سره کښیناستم ، ورسره مې په پښتو باندې پوښتنه شروع کړه ، فوراً یې راته وویل چې ( ببخشید به فارسي بګو که همه ګي بفامد) حال داچې قونسل پښتون و خو دنوروله خاطره له خپلې ژبې څخه تېرشو، چې داحال زمونږ پر ولسمشرباندې هم راروان دی او یابه هم پرې تېر وي ، خو بیا چې کله دټولټاکنو وخت رارسېږي بیا نو ټول پښتانه نوماند ولسمشران لونګۍ وهي شملې پرېږدي او دپښتون ولس په مخ کې داسې غږېږي چې ته به فکرکوې چې همدا دی نو ، په هرچمن کې یې له خاکسارۍ نه له پښتنو سره پلوتۍ وهلي وي.
له یوې پورې بله رایادېږي.
ددې یو ژوندی مثال له ماسره شته دی هغه داچې له ننګرهار څخه ولسي جرګې ته نوماند انجینیر عمراخان جبارخېل چې زما ناسکه کاکا هم وه ، له هغه سره مې په ټولټاکنو کې له خپلې وسې سره سمه همکاري کوله ، نوموړی خو سیمې ته دامنیت دخرابوالي له امله نشوای تللای نو به یې په دوه ساعتونو کې یوځل راسره په ټلیفون اړیکه نیوله او پوښتنه به یې کوله ، خو کله چې مو درایو صندقونه الوتکې ته پورته کړل اوالوتکې پرواز وکړ نو بیا تردې دمه ما دخپل کاکا زنګ نه دی لیدلی او نه مې هم په مستقیمه توګه لیدلی دی چې زما پوښتنه یې کړي وي ، نو کرزی صیب هم همداسې دی ، دټولټاکنو نه څو ورځې مخکې یوه ژړا دپښتون غیرتي ولس لپاره بس ده ، دهغې ژړا په اساس باندې ټولو پښتنو نراو ښځو په داسې حال کې چې له هرې خوا هوانونه راتله ، مرمۍ راتلې او هره ګړۍ دمرګ خطر وه ، درایې په خاطر له خطره ډکو مرکزونو ته ولاړل او خپله رایه یې په ژړا سمبال ولسمشرته ورکړه خواوس هماغه غیرتي پښتون ولس په چیغو چیغو ژاړي ، او دخپل روزمره مرګ په اړه خپل ولسمشرته زارۍ کوي مګر ولسمشراوس دبل دی هغه په دې مطمئن دی چې بل ځل د ولس رايې ته اړتيا نلري.
اوس هغه وخت رارسېدلی دی چې کرزي صیب په خپل ((ارګ)) کې هم واک له لاسه ورکړی دی ، نو دافغان ماشومانو ددې غوښتنې واک به څه ولري چې هغوي په خپله مورنۍ ژبه زده کړې غواړي.
لازم خو داوو چې نورو قومونو داسې غوښتنې لرلای ، خو افسوس چې نن سبا په نامه پښتانه دواک په ګدۍ ناست دي چې جسماً پښتانه او روحاً د پښتون قام او پښتو ژبي د پرمختګ ضد اعمال ترسره کوي.
په زړونوکې یې وینه دنوروچلېږي احساس یې پلورلی دی او یوازې دخپل روزمره ژوند او ټولنیزو اسانتیاوو لپاره هلې ځلې کوي ، او دهغوي خو دې خدای مل شي چې ، داوبواو انرژۍ دوزیر له خولې:((دامريکایانو پښتانه نه خوښېږي ځکه خو په پښتني سیمو کې پروژې نه پلې کېږي )).
هغه قام چي نه يې په خپله سیمه کې وسلوالي ډلي ارام ژوند ته پرېږدي او په دښتوکې يې د حکومت معاوینین اونور زورواکي ، مورنۍ ژبه يې هم پر خدای او تاريخ سپارلې بوله .