د فبروری ۱۶ نیټه ده او زه د ځینی علمی موضوعاتو په اړه غواړم چی معلومات ترلاسه کړم نو ددی لپاره چی ددی موضوعاتو په اړه کتابونه ترلاسه کړم د ښارکتابتونو لور ته می مخه کړه. یوه ستر کتابتون ته ورغلم او پوښتنه می کړی ده چی وروره د فلانی موضوع په اړه کوم په پښتو ژبه لیکل شوی کتاب لری؟ نو را ته وایی چی وروره نه. بیا چی د کومی بلی موضوع په اړه په پښتو ژبه د لیکل شوی کتاب غوښتنه کوم هم ځواب یی دا وی چی نه وروره نه یی لرو. او چی کله می پوښتنی ډیری شی نو د کتابتون مالک را ته وایی چی وروره ډیر می مه په عذابوه، په پښتو ژبه یواځی دشعرونو او کیسو کتابونه لرم که د په کار وی چی در یی کړم ګنی نو ولاړ شه. دی سره زه له دغه ستر کتابتون نه راوځم او بل کتابتون ته ورشم خو هلته هم د نه ځواب راکړی دی لړی ته همداسی دوام ورکوم خو په اخر کی د ډیرو کتابتونو په کتلو سره په دی نه توانیږم چی کوم کتاب پیدا کړم. نو بیرته کور ته را شم او ځان سره وایم چی په پښتنو کی دومره څوک نسته چی په علمی موضوعاتو باندی کوم کتاب ولیکی او یا یی هم وژباړی. همدی سره ورځ په بیګاه بدله شوه او زه هم په خواږه خوب بیده شوم. سهار چی راپاڅیدم د اودس او لمونځ له کولو وروسته راغلم د پلار جان او مورجانی کوټه ته. لږ وخت می روغبړ ورسره وکړ او په همدی وخت کی می ګرځنده تیلیفون ته زنګ راغی. د تیلیفون پردی ته می وکتل ومی لیدل چی یو ملګری می چی د یوی مدنی ټولنی مشردی زنګ وهلی. تیلیفون می پورته کړ او خبری می ورسره پیل کړی د روغبړ نه ورسته می ملګری راته ویل چی د فبروری په ۲۱ نیټه د غرمه په ۱۱:۰۰ بجو فلانی هوټل ته راشه ځینی دوستان راټولیږی او غونډه لرو. تری ومی پوښتل چی ګرانه د غونډی موضوع مو څه ده؟ نو راته په خندا شو او راته یی وویلی چی ته خبر نه یی، ۲۱ فبروری د مورنی ژبی نړیواله ورځ ده. او مونږ په همدی اړه غونډه جوړه کړی او ته به هم راځی. ما ورته وویل چی ډیره ښه خبره ده حتماً به درځم. دی سره یی په مخه ښه راسره وکړه.
څو ورځی تیری شوی او ۲۱ د فبروری را ورسیده، نو ما ځان تیار کړ او د غونډی په لور وخوځیدم. کله چی هلته ورسیدم نو ومی لیدل چی ډیر ملګری راټول شوی وو. ځینی پکی د حکومت چارواکی وو او ځینی سیاستوال هم وو. څو شیبی وروسته غونډه پیل شوه. ویاندوی د ستیج سر ته راغی او د دی ورځی په اړه یی لږ معلومات خلکو ته ورکړل او بیا یی یو په بل پسی حکومتی چارواکی، سیاستوال، د ټولنی غړی او ځینی نور اشخاص (په اصطلاح روشن فکران) د ستیج سر ته راغوښتل او دوی هر یوه په خپل نوبت سره تقریرونه کول، ددوی ټولو تقریرونه په یوه موضوع څرخیدل چی په مورنی ژبه لوست اړین ده، د پښتو ژبی سره زیاتی کیږی، او هر یوه که حکومتی چارواکی وو او که بل څول په اخر کی به یی په حکومت غږ کاوه چی د غوڅ اکثریت غږ واوری او د پښتو سره د زیاتی بند کی. د ویناوو دغه سلسله تر ۰۲:۰۰ بجو پوری وغزیده او ویاند ساعت ته په کتو سره وویل چی ورونو ویناوی ډیری خوږی دی خو د وخت د کمی له وجه نه شو کولای دوام ورکړو، او هغه ورونه چی غوښتل یی خپلی ویناوی غونډوالو ته واوروی خو دوخت د کمی له امله یی ونشو کړای بښنه ترنه غواړو. نو غونډه په همدی ځای کی پای ته رسوو خو مخکی له دینه چی تاسی محترم میلمانه د تالار نه ولاړ شی مونږ د غرمی ډوډی تیاره کړی ده هغه به په ګډه سره وخورو. ددی خبری په اوریدو سره خوښ شوم ځکه چی ډیر وږی شوی وم.
د غرمی ډوډی له خوړو نه وروسته میلمانه یو په بل پسی د هوټل له تالار نه وتل، دا وخت وو چی ما هم وغوښتل ولاړ شم، نو دهغه ملګری په لټه کی شوم چی زه یی دعوت کړی وم.
هغه می وموند او مخه ښه می ورته وویل خو هغه زه پری نښودم او را ته یی وویل چی خالد جانه نن به یو دوه ساعته سره کښینو غواړم په ځینو موضوعاتو درسره وغږیږیم. ددی خبری په اوریدو سره می ورته وویل چی سمه ده. نو ملګری می را ته وویل چی راځه لاړ شو د ټولنه دفتر ته هلته ځینی نور ملګری هم شته. ما ورسه هوکړه وکړه او د ټولنی دفتر ته لاړو.
هلته چی ورسیدو او له ملګرو سره کښیناستو نو ځینو ملګرو د غونډی په اړه خپل نظر ورکاوه چی ډیره کامیابه غونډه وا او په راتلونکی کی به بیا دغه شان غونډی جوړوو او دا ځل به په ځینی ولایاتو کی هم دا شان غونډی جوړوو. ما ځان غلی نیولی وو او ددوی خبرو ته می غوږ ایښی وو. یو څو لحظی وروسته هغه ملګری می چی زه یی غونډی ته بللی وم مخ ما ته راواړاوه او د ټولنی د غړیتوب لپاره یی را نه غوښتنه وکړه. ما ورته وویل چی صحیح ده وروره خو زه مخکی لدی چی د تاسی له ټولنی خپله همکاری پیل کړم ځینی پوښتنی لرم. ملګری می ویل چی ښه ده پوښتنی دی وکړه نو ما خپلی پوښتنی داسی پیل کړې:
د تاسی د ټولنی خوشاو خوا لس کاله کیږی چی جوړه شویده، تر اوسه پوری مو د خپلی ژبی، خپلو خلکو او یا خپلی سیمی لپاره څه خدمت کړی؟ ځواب کی را ته وویل چی وروره، مونږ خو د همدی هدف لپاره ټولنه جوړه کړیده. نو ډیر خوښ شم او بیا می تری وپوښتل چی وروره یو دوه بیلګه خو راته وښایه؟ نو په ځواب کی را ته وویل چی، مونږ هر کال په مورنی ژبه د زده کړی تر عنوان لاندی لاریونونه کړی. په میډیا کی مو مصاحبه کړی. پوسترونو مو د ښار په دیوالونو لږولی دی، او د ننی غونډی په څیر غونډی جوړوو.
ددی ځواب په اوریدو سره می یو ځل بیا پوښتنه وکړه چی وروره دا خو صحیح ده چی تاسی غوښتنی او لاریونونه کړی دا را ته ووایه چی خپله مو د پښتو د خدمت لپاره کوم عملی ګام پورته کړی او که نه؟ نو په ځواب کی یی راته وویل چی وروره! مونږ خو همدومره وس لرو چی غونډه جوړه کړو، لاریونونه وکړو او په میډیا باندی خپل غږ پورته کړو. نور خو د مونږ له وسی څه پوره نه دی. او دا د حکومت مسولیت ده چی د پښتو ژبی لپاره کار وکړی.او په اخر کی یی له ما نه وپوښتل چی ښه مونږخو په عمل کی څه نه دی کړی نو تا څه کړی؟ ددی پوښتنی په ځواب کی ما ډیر فکر وکړ او ورته و می ویل چی ما خو هیڅ هم ندی کړی. نو ده را ته وویل چی راځه ټولنه کی مونږ سره برخه واخله او د خپلی ژبی لپاره خدمت وکړه.
که ډیر څه نوی حد اقل د مونږ په څیرغونډو او لاریونونو کی برخه واخله. نو ما ورته وویل چی زه به لږ فکر پری وکړم بیا به ځواب درکړم. دا وخت می له ملګرو سره مخه ښه وکړه او د کور په لور را وخوځیدم.
په ټوله لار دا فکر راسره وو چی څنګه خپلی ژبی ته خدمت وکړم. کور ته په رارسیدو سره هم په همدی فکر کی وم، دغه وخت وو چی د ۱۶ فبروری په ورځ چی کومه پیښه راسره شوی وه رایاده شوه او ځان سره می وویل چی زما له وسی خو همدا یو کار کیدی شی چی د خپل مسلک ځینی کتابونه پښتو ژبی ته راوژباړم او له دغی لاری خپلو پښتنو ته خدمت کولی شم. او ځان سره می هوډ وکړ چی دا کار به همدا نن زه پیل کوم.
ما خو د خپلی ژبی لپاره د خدمت کولو لار وموندله، اوس زه لا تاسی عزتمندو پښتنو وروڼو او خویندو نه دا پوښتنه کوم چی د خپلی ژبی لپاره مو څه خدمت کړی او که نه؟ زه پوهیږم چی د ډیرو وروڼو او خویندو به همدا یو ځواب وی چی نه. نو راځی چی دغه نه په راتلونکی کی په هو بدله کړو. راځی چی فکر وکړو په کومو لارو کولای شو خپلی ژبی ته خدمت وکړو؟ د ټولو پښتنو وروڼو او خویندو نه زما همدا یوه غوښتنه ده چی په هرډول او هر څومره مو چی له لاسه کیږی خپلی ژبی ته خدمت وکړی. که څوک کولای شی کتاب ولیکی او یا یی وژباړی نو هغه د هرو مرو دغه کار وکړی ځکه نن ورځ چی مونږ پښتانه پس پاته یو، وژل کیږو، په نړی کی بی عزته شوی یو او همدارنګه دنیا او اخرت مو خراب شوی دا ټول د ناپوهی وجه ده.
راځی چی نن دا هوډ وکړو چی په خپله ټولنه کی به د پوهی ډیوی بلوو او نا پوهی به له منځه وړو.
کله چی د پښتو خبره کوو او یا د حق غوښتنه کوو نو ځینی وروڼه او خویندی شته چی وایی تاسی متعصب او نشنلست یاست، هغو ته دا ویل غواړم چی خپلی ژبی ته خدمت کول تعصب یا نشنلستی نده، دا د هر انسان حق ده او دا حق اسلام هم مونږ ته راکړی چی په قران کریم کی الله (ج) داسی فرمایلی: وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُم. ترجمه :او نه دى لیږلى موږ هیڅ يو پيغمبر، مګر د هماغه قوم په ژبه، چې (پيغام) دوى ته روښانه کړي. (الابراهيم) او بیا په بل ځای کی الله (ج) داسی فرمایی: وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ. ترجمه : او (د الله) د قدرت له نښو څخه د اسمانونو او ځمکو پيدا کول او ستاسو د ژبو او رنګونو رنګارنګي ده. او په دې کې د پوهانو لپاره نښې شته. (الروم، ٢٢ ايت) نو کله چی الله (ج) دا حق مونږ ته راکړی نو ولی مونږ دخپل دغه حق نه دفاع ونکړو.
په اخر کی به یواځی دومره ووایم چی پښتوزمونږه مورنی ژبه ده، د مونږه د غیرت ژبه ده، د مونږ د وطن ژبه ده، الله (ج) دغه ژبه مونږ ته راکړی ده، تل به یی ژوندی ساتو او خدمت به یی کوو.
(ومن الله توفیق)
akhalid.ahmad@yahoo.com