کور / تازه خبرونه / پاکستان له افغانستانه فقیر محمد وغوښت

پاکستان له افغانستانه فقیر محمد وغوښت

اسلام اباد : د بي بي سي د خبر له مخې پاکستان له افغان حکومته غوښتي، چې د پاکستاني طالبانو نیول شوی قومندان ملا فقیر محمد پاکستان ته وسپاري.ملا فقیر محمد په روانه اوونۍ کې د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې ونیول شو.که څه هم د افغانستان د ملي امنیت ادارې رسنیو ته د ملا فقیر محمد د نیولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو پاکستان لا له وړاندې پرې خپل غبرګون وښود.مولوي فقیر محمد په قبایلي باجوړ سیمه کې د پاکستاني طالبانو یو جګپوړی مشر او قومندان و.نوموړی باجوړ کې د پاکستاني پوځ له لوري د ۲۰۰۸ کال د عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته لاړ.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد اعظم ویلي، پاکستان له افغان چارواکو د مولوي فقیر محمد او هغو نورو پاکستاني طالبانو د سپارلو غوښتنه کوي، چې په ترهګریزو بریدونو ښکېل او د پاکستان لپاره مطلوب کسان دي.ویاند دا هم ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر له خپل افغان سیال زلمي رسول سره تېره شپه پر دې موضوع خبرې کړې دي.د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د مولوي فقیر محمد نیول کېدل تایید کړي، خو حنا رباني کهر تمه لري، چې نوموړی به ژر پاکستان ته وسپارل شي.مولوي فقیر محمد تېر کال له پاکستاني حکومت سره د سولې د لومړنیو خبرو له کبله له تحریکه وایستل شو.”د پاکستان حکومت د نوموړي د نیولو پر سر ۱۵۳۰۰۰ ډالر جایزه اېښې ده.