پېښور لروبر ته په راستول شوي خبرپاڼه کې څرگنده شوې چې د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه ټولنې د ځينو افغاني ښوونځيو په ممتازو زده كوونكو د بكسو او قرطاسيه توكو ډالۍ وويشلې، د ډاليو ويشنه پېښور كې د فردوسي ليسې په انګړ كې د يوې غونډې په ترڅ كې د چهارشنبې په ورځ چې د روانې مياشتې شلمې نېټې سره سمون خوري تر سره شوه، په درې سوه زده كوونكو د ډاليو ويش د هغې پروژې برخه وه چې په كابل كې د سعودي عربستان ښاغلي سفير منصور صالح الصافي او د پوهنې وزير ډاكټر فاروق وردګ تر منځ د ۲۰۱۲م كال د مارچ په ۱۵مه نېټه د يو مليون ډالرو په لګښت د پوهنې وزارت اړوندو ښوونځيو لپاره د درسي كتابونو، قرطاسيې او د ځينو مدرسو لپاره كتابتونونو جوړولو او پر توكو يې د سمبالولو لپاره لاسليك شوى وه. د يادونې وړ ده چې نوموړى پروگرام پاكستان كې د افغان قونصليت په همغږۍ تر سره شو او پروگرام كې په پاكستان كې د پوهنې وزارت تعليمي اتشه محترم استاد عبدالغني هدايت او په پېښور كې د افغان مرستندويه ټولنې مدير ښاغلى عبدالله خان او د ځينو ليسو محترمو استادانو برخه اخيستې وه، د پروگرام پر مهال مرستدويه ادارې زده كوونكو ته په كړي زيار شاباسى وركړ او درسونو كې يې لا كوشش ته تشويق كړل او زياته يې كړه چې نوموړې اداره به د نورو لويو پرمختيايي پروژو تر څنګ داسې تشويقي پروگرامونو ته دوام وركوي تر څو افغان بچي لا ښې زده كړې ته تشويق شي.ياده دې وي چې د پوهنې وزارت تعليمي اتشه استاد عبدالغني هدايت د سعودي د بې سارو او مخلصو مرستو ستاينه وكړه او د تعليم په اهميت رڼا واچوله او پاكستان كې يې افغان زده كوونكو ته د ښه تعليم په اړه د لا اسانتياوو برابرولو ژمنه وكړه.