دپاکستان دعالمانو عالي شورانن په رسمي توګه خبرورکړي ،چي په کابل کي داسلامي غونډی په ناسته کي ګډون نکوي،دوی دیوه رسمې لیک له لاري ویلي دي،چي په افغانستان کي دغه اسلامي غونډه یو طرفه اړخ لري، نوځکه يې دنه ګډون پریکړه وکړه.
دافغانستان دعالمانو دعالي شورا رئیس مولو ی قیام الدین کشاف په اسلامي غونډه کي دپاکستان دعلماوو دشورادنه ګډون پریکړي چي دکابل په ښارکي به جوړه شي ډیرد افسوس وړوباله.
په داسي حال کي چی دوي ورځې مخکي دپاکستان دعالمانو دعالی شورا يو ه لوړپوړي غړی رسنیو ته ویلی وو،چي نه غواړی پرهغه فتوا یا پریکړی باندي لاس لیک ولګوی چي د طالبانو په تاوان تمامیږي.
دیادولووړده چي،څه موده مخکي دافغانستان دعالمانو دعالی شورا لوړپوړي غړي پاکستان ته رسمي سفرونه وکړل، هلته دپاکستان دحکومت اودپاکستان دعالمانو دعالی شورا لخواه یې ډیرتودهرکلي وشو.