کور / هراړخیز / پښتو ژبه علمي شي که پښتانه عالمان شي؟

پښتو ژبه علمي شي که پښتانه عالمان شي؟

په کار دی چي پښتو ژبه علمي شي که پښتانه عالمان شي؟

دشاعرله دې پرځای کړي خبري څخه به خپله خبره پيل کړوچي دخپلي ټولني لپاره يې ډېره په زړه پوري خبره کړې ده او ويلي يې دي چي

پرېدۍ ژبه زده کول که لوی کمال دی خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

دا يوه اڼلې او جوته خبره ده چي ژبه وسيله او مرام پوهه ده ژبه له يوه نسل څخه وبل نسل ته دمعنوي شتمنيودمنتقل کولو وسيله ده پوهان ژبه د کلتور هغه په زړه پوري ارزښت ګڼي چي انسان ته يې دانسان ځانګړتيا ورپه برخه کړې ده ژبه پوهانو دپوهولواو را پوهولو وسيله بللې ده دپوهانوداخبره دومره په زړه پوري کره او اڼلې ده چي په نړۍ کي به داسي څوک نه وي چي هغوی دي ددې خبري له منلوڅخه ډډه يا نټه وکړي په ځانګړي ډول دژبوپه دې نړيوال بهير کي پښتو ژبه په لرغوني تاريخ لرونکو او دګڼ شمېر ويونکي لرونکو ژبو دشمېر په ژبو کي ځای لري او له داسي ډېرو وياړونو څخه برخمنه ژبه ده؛ لرغونې ځکه چي زرګونه کلونه مخکي پر ويدونو برسېره د لوی داريوش په کتيبه کي په مېخي ليک ديادوني وياړ يې په برخه دی دزاړه او لرغوني خروشتي ليکدود دعوه يې دمنلووړده يوسل ونيوي کاله ترميلاد وړاندي دمالنده باچا دبودايي فېلسوف ناګسينه سره مذاکره د مالنده پڼهو په نوم دزړې پښتو په څرک سره لري په پټه خزانه کي دلومړي معلوم شاعر اميرکروړياد يې د دويمي هجري پېړۍ لرغونې غوړېدا ښه ترا جوتوي دغرغښت نامې، تاريخ سوري،دسالو وږمې او نورودياد وياړ يې په برخه دی داوومي هجري پېړۍ په دويمه لسيزه کي دتزکره الاوليا نخښي په ليکلې بڼه لري د روښانيانواوخوشال بابا،د درانه هوتکي د درباراو درانه احمد شاه بابا زريني دورې لري او داسي نوراو داسي نور….خو دنورو لرغونو اثارو د راڅرګندېدلو هيلي يې ځکه اوس هم شته چي د پښتون يادوني يې تر دې هم لرغوني دي او بله دا خبره هم ده چي زموږ پوره پوره پېړۍ تر اوسه پوري پټه خوله پاته دي او بله وياړلې خبره دا چي دګڼ شمېر ويونکو دعوه يې هم پر ځای،کره او نړۍ يې منونکې ده چي پښتو دا وخت په پامته داره وينا سره څلوېښت ميليونه ويونکي لري اونږدې شل ميليونه هغه خلګ اټکلولای شوچي خپله مورنۍ ژبه يې له لاسه ورکړې او يوازي له نامه سره دخان په نښلولو سره ځان تر اوسه پوري پښتانه بولي او له پښتنو سره خپله مينه جوتوي لکه په هند کي غوريان غلزيان لوديان بړېڅان دراني يوسپ زي او په دې وطن کي سوريانو نيازيانو بابړودرانيانولکه له شکارپوراو دسلطان کوټ ګړي ياسين څخه نيولې دسيوۍ پرخجکواو لوڼيانو برسېره تر ملتان،ميانوالۍ،اټک او پوټوهاره پوري پردې ويړوطن باندي ډېر پښتانه په هندي،سيندي،سرايکي،پنجابي او نورو ژبو ګړيږي او يا له ايران څخه تر امو او ختيځ لور ته تر دمغاره چي خوشال بابا يې يادونه کوي پوري په دې څنډه کي ښارونه ښارونه پښتانه دري ژبي شوي دي چي ځيني دخپلو واکمنيوله وخته په دې وړاندي سوواو يادو سووسيمو کي مېشت اواوسيږي چي دخپلي مورنۍ ژبي دزدکړي او تدريس دژبي نه پاتېدو له کبله يې پر دريم نسل خپله ژبه له لاسه ورکړې ده او ځيني دکوچاني ژوند له کبله هلته تللي چي دتاريخ په اوږدو کي يې له برما څخه تر بخارا پوري تګ راتګ کاوه اوس هم د کوچياني ژوند لرلو له کبله ځيني سلېمان خېل،ناسران اونورځيني خېلونه په سيند او پنجاب کي خپله مورنۍ ژبه سوکه سوکه ځکه له لاسه ورکوي چي هلته يې مځکي رانيولي اوهلته مېشت پاته دي چي لوڼي او زامن يې په نورو ژبو زدکړي تر لاسه کوي ان چي اوس يې په کورونو کي هم له زړو مشرانو څخه پرته کشران دخپلي مورنۍ ژبي و ويلو ته زړه نه ښه کوي اودا هغه اساسي ستونزه ده چي له خپل وجود څخه په بېله شوې سيمه کي پښتانه ورسره مخامخ دي ورسره دا نظر دلته هم دځينو ځوانانو زده کوونکوله خولې اورېدل کيږي چي پښتو ګرانه ژبه ده پردې وياړونو،لرغونتوب اوګڼ شمېر ويونکولرلوبرسېره چي يو په زړه پوري او له شتمنيو ډک وطن يې هم په برخه رسېدلی دی اوس هم موږ له دې ستونزي او پوښتني سره مخامخ يو اوکيږوبه چي بيا هم دا لرغونې وياړلې او پراخه ژبه د نړۍ د پرمختللو ژبو په څېرولي ددې وړ نه شوه چي د نورو اولسونو اړتياوي ور پوره کاندي دغه برياليتوب خو يې نه دی په برخه شوی خو نن يې خپل ويونکي هم دټولنيزو اړتياوو دنه پوره کېدلو له کبله وپرېښوولو ته ځان اړبولي او له دې ناوړو کړو سره مخامخ دي ويلای شو چي ولي پښتوپردومره لوی ملت او ويونکولرلو برسېره د دربار ژبه نه شوه ان چي باچهان يې هم پښتانه پاته شوي او اوس هم دي،ولي پښتودزدکړي ژبه نه شوه،ولي دمذهب دښووني او زدکړي وړ ژبه نه شوه،ولي دعصري يا مهالنيو زدکړو ژبه نه شوه ولي د روغتيا يا طب ژبه نه شوه،ولي د رسنيو ژبه نه شوه اواوس خو وداسي ځای ته رسېدلې چي خدای مه کړه هغه دپښتنو وروستی وياړهم له لاسه ورکوي چي پښتو د وراشې ژبه هم نه ده پاته اوداخبري هم اورېدل کيږي چي پښتواوس خلګ دجرګواومرکو ژبه هم نه ګڼي چي پښتو داولسونو ،خېلونو،ټبرونو،اوان دوروڼو دپخلا کولواو سره يو کولو جوګه هم نه ده پاته هغه د شاعرخبره چي

که څه هم په پښتو سره ږغيږي پښتانه خو يو دبل په ژبه نه پوهيږي پښتانه

او د درانه خوشال بابا هغه درې نيمي پېړۍ مخکي کړې خبره هم د هرکتونکي اواورېدونکي وزړه ته لويږي چي

چا يې پلو له مخه وا نه خست پښتو لا هسي بکره پرته ده

د خوشال بابا له يادوني سره سم هر پښتانه ته د پښتو شعري شتمني ور په زړه شي او پښتنو په دې اړه هم تل پر ځای وياړلي دي چي پښتو په شعر کي ډېره درنه شتمني لري او دژوندي يا کلاسيک شعرډېره درنه پانګه يې په برخه ده موږ هم ددې خبري په غبرګون سره داولس ددغه نظر ملا تړ کوو خو دځينوخلګو له خوا يې دا خبري هم په څنګ کي اورېدل کيږي چي ادب اوشعرنو وژبه او ټولني ته څه بخښني لري مانا دا چي ټولنه د ادب له بشپړارزښت څخه ياخونا خبره پاته ده او يا يې د ډېرو ستونزولرلو له کبله دژبي له چوپړ څخه ځان ته دژغورد لاري جواز موندلی دی يوازي به دشعر په اړه دا ووايو چي شعر خو يو خيال دی چي شاعر ته راشي او هغه يې ثبت کړي د پښتو شعر نږدې څلور پېړۍ مخکي د درانه او مخکښ خوشال بابا په دوره کي و ټولنيز ژوند ته ښه په زړه پوري لاره پرانستلې وه چي دا لړۍ يې په برکت تر اوسه پوري دوام لري او خپله ژبه ته يې ډېري بخښني کړي دي ويلای شو چي دهغه وخت پښتوشعرساينسي خيالونه هم ثبت کړي دي د بېلګي په توګه د کاظم خان شيدا دا شعر وړاندي کولای شو چي

دافتاب په کمند نه خېژم اسمان ته نه ږدم بار لکه شبنم پر دوش دګلو او داسي نور

خووداسي خيالونو ته يوعلمي بنياد ورکول چي يواولسي فکر اواستعداد په کارواچولای شي د دولت رياست او ټولني دعلمي اوسياسي واکمنو څکښاري اوځيرکتيا غواړي او پردغه بنسټيزاواساسي چوکاټ باندي ټولنه هغه وخت پښه ږدي چي دمورنۍ ژبي دزدکړي يا تدريس اساسي بنياد ولري خودرې نيمي پېړۍ مخکي د داسي خيالونود لرونکي ژبنۍ ټولني ويوازي يوې برخي ته په نونس سوه پنځوس کي په اووم صنف کي دکېميا او فزيک ساينسي کتابونه ورکول کيږي يا يې تر لاسه کوي اوهغه هم بې له اولسي ملا تړه،مانا دا چي نه ېې اقتصاد درلود اونه يې داولسي فکر ملاتړپه برخه وو چي په اولس کي دي په خپلو اولادونودعصري علومود تر لاسه کولو روحيه ژوندۍ وي ولي چي زموږ په ټولنه کي د داسي فکر درامنځ ته کېدو ريښې هم ډېري زړې دي چي په شعوري توګه يې زموږ ټولنه له عصري علومو څخه لېري ساتلې او خدای مه کړه عصري علوم يې ورته په ګناه ور پېژندل شوي دي چي اوس يې په هغه کړۍ پسي لاس نه رسي خو ددې بلي برخي يې اوس هم په خپله ژبه زدکړه او تدريس نه دی په برخه ،اوس يې هم مورنۍ ژبه پښتود زدکړي ژبه نه ده.مانا زموږ وکوشني ته دمور په غېږ کي پښتو ور ښوول کيږي دجمات ژبه عربي او فارسي دښوونځي ژبه يې اردو اوانګرېزي دي مانا دا چي زموږ هر لس کلن کوشنی په زدکړو کي له پنځو ژبو سره مخامخ کيږي او په هغوی کي يې دخپلي مورنۍ ژبي ځای اوارزښت د محکومي ژبي دی اوددې په څنګ کي يې دځپلي اقتصاد له کبله دکوشني په جمات او ښوونځي کي د طبقاتي توپيرذهني او فکري ځوراوسزاهم په برخه وي اوپای يې دبې پروا اونه رغول شوي اقتصادي چوکاټ ولومي ته دزدکړي په پرېښوولو سره کوشنيان غاړي کښېږدي او دا دټولني ورکړې سزا هم دلوی څښتن په نوم کړي چي دا به مو په برخه ليکل شوي وي دداسي کوشنيانو په ليدلو سره دشاعر مين او نری زړه پر دې مجبوره شوی دی چي په خپل شعر کي يې هغه څرنګوالی داسي انځور کړي او خپل زړه ته ډاډ او تسلا ورکړي چي

څومنۍاوسپني راوړې لس کلنو په وږو کي غربت څومره زورور کړل ماشومان زما دکلي

چي پايله او نتيجه يې داسي شي چي هر کوشنۍ مو له زدکړي څخه کرکه کوي او بد زړی شي ولي چي په پرېديو ژبو زدکړه په ړنده هنداره کي وکتلو ته ورته ده چي کتونکی خپل مخ نه شي پکښي ليدلای اوکتنه يې وګړي ته هيڅ ډاډ نه ورپه برخه کوي په پرېدۍ ژبه کي دزړه خبره نه کيږي ژبه ور باندي نښلي ژبه ورباندي تړۍاو قلم پکښي بې وسه وي چېري چي مورنۍ ژبه د زدکړي ژبه وي هلته ژبه اوقلم خپلواک وي هلته ذهنونه اوخيالونه داسي غوړيږي لکه لمرينو وړانګو ته چي ګلونه غوړيږي هغه دنوموړي پښتون شاعرسيف الرحمن سليم شعر سړي ته دبشپړي پښتني ټولني انځور او غوښتنه ور په زړه کوي چي

دجمات استاد عرب دی په مکتب کي ډيلي وال دی

يو استاد راله پيدا که خو پښتون راله پيدا که

او که ځينو هلکوانويې بيا هم زدکړوته مخه کړې وي او ددې چاپېريال ستونزي يې پر ځانونو منلي وي دهغوی نتيجه نن زموږ په مخکي ده چي په پښتو پوه ځوانان مي ليک په نورو ژبو کولای شي خو وخپله پښتو ته يې ملا ماته ده اوډېری ځوانان خو يې په ادارواو ناستو کي په خپلو منځو کي هم نه سره وای ولي چي کومه ژبه دتدريس ژبه نه وي کوشنيان او ځوانان يې په بله ژبه وزدکړه ته مجبوراو اړوي او له هغې ژبي سره يې ګټي وتړل شي بيا يې دهغې ژبي پالنه اوپه هغه ژبه ګړېدل مجبوري وګرزي موږ به کله هم داسي وخت ولرو چي د ژوند په هر اړخيزه پوهه کي پښتو برلاسې وي او دهر ډول زدکړي ژبه وي زدکړه،ښوونه، ليکني،نشرات او خپروني پکښي کيږي درسمياتو،ادارو،ښووني اوروزني،ورځپاڼو،مجلوژبه وي دادبي،علمي،ديني،مدني،حقوقي مفاهيمو دبيان ژبه وي عجبه نه ده ددومره لوی اولس لرونکې او ويونکې ژبه له پورته ياد شوي نهيلي چاپېريال سره مخامخ او له مهالنيو ډېرو وړتياوو څخه بې برخي ژبه ده که د نړۍ داولسونو يا قامونود څارني توان موږپه ژوره توګه ولرو په نړۍ کي داسي اولسونه او قامونه شته چي ژبي يې يوازي پنځه ميليونه ويونکي لري،خو د ژبوعلمي وړتيا يې دومره په زړه پوري وي چي ژبه يې دټولني هره اړتيا ور پوره کوي او پر هم دې اساس او بنياد باندي ښه خوږ او خوشاله ژوند لري چي موږ ته دا را په ګوته کوي چي هره ژبه داساسي زدکړو پراساس تر لوړو زدکړو پوري په پوهه وپسولل شي داولسونو پر زړونو باندي يې د باچايي کولو توان او وس په برخه کيږي ولي چي هغه داولسونو د اړتياوو دپوره کولو جوګه شي دښوونځي لېسې پوهنځي پوهنتون او لوړو زدکړو وړاو دخپل ملت د دربار ژبه ګرځول کيږي د يوه دربار وړاوعلمي ژبه دهېواد دشتمنيو په ښه توګه په کاراچولو سره خپل اقتصاد نورهم پياوړی اوپرپښو دروي دهېواد د هري ادارې د منصبونو او رتبو پر ذهنونوباندي غوړيږي چي وروسته يې ژبه دخپلي ټولني فکري وړتيا داختراع اوايجاد لوري ته راکاږي اوژبه داختراع پر وزرونو الوت پيل کړي لکه نن چي په نړۍ کي موږ دانګرېزي وړتيا وينو چي داولسونو داړتياوو په پوره کولو سره زموږ د وطن له علمه لېري او غرسني خلګ که يې مني او که يې نه مني ودې ته اړسو چي يواځي دملفون (موبايل) له لاري لږ تر لږه لس، شل انګرېزي توري زده کړي زموږ د ټولني په ملتيا د نړۍ ډېري ټولني له علمي ژبو څخه وګټو اخستلو ته اړ او مجبوره دي اونن خودژوند پرهر ګام ورته اړ دي ولي چي هغوی دژبي دعلمي کولوله لاري اقتصاد پياوړی کړی اوخپل ارزښت يې جوت کړی دی داقتصاد وړتيا داسي جوته ده چي په اقتصاد ځپلې ټولنه کي زدکړه يا تعليم ډېر وخت يواځي د ډوډۍ موندلو لپاره وي د شعوردغوړولولاره يې تړلی ډب وي ځکه چي هلته د اختراع يا ايجاد وړغوړېدلي ذهنونه ترډېري مودي وروسته پيدا کيږي مانا دا چي اقتصاد دټولني د پايښت لپاره بنياد او اساس دی اوادبي،علمي او سياسي فکري شتمني يې دټولنيز ژوند دغوړېدلواومدنيت يا پرمختګ لپاره لاري روڼوي اودژبي علمي کېدل دټولني فکر ته دکشف لاري پرانيزي اوکومي ژبي چي دزدکړي ژبي نه وي پرهغو ژبوباندي د علمي کېدلو لاري ګودري بندي شي دورځپاڼو مجلو او رسنيو غېږ يې له نورو ژبو ډکه وي او دغه دملي سياسي او ټولنيز شعور دراويښېدلو وسيلې چي پرېدۍ شي هلته ټولنه خپل هويت له لاسه ورکوي خپله ژبه په خپله ټولنه کي باور له لاسه ورکوي موږ ددې وياړ هيله کولای شو؟ چي دبلي ژبي دوه کسان دي يو له بل سره په پښتو وږغيږي لکه موږ چي نن په خپلو منځوکي يو له بل سره په پرېديو ژبو ږغيږو.موږ که رښتوني واقعيت ته وګورو او په لوی زړه له رښتياوو سره دځان مخامخ کولو وس ولروپه کار دی ووايو چي پښتو يوازي زموږ تر کورونو پوري پاته ژبه ده دا هم په کار دی په پام کي ولرو چي ژبه دقام لپاره د ساه په څېر ارزښت لري اقتصاد او کلتور يې وجود،اوساه ځکه چي قامونه هم لکه انسانان مري چي څومره يې ژبه ژوندۍ پاته وي هومره يې قام ژوندی پاته وي په نړۍ کي داسي ډېري ژبي دتاريخ په اوږدوکي مړې شوي دي چي له موږ سره يې يواځي ياد پاته دی دهغو ژبود وروستيو وختونو چاپېريال ټولنپوهانو هم داسي ښوولی دی لکه نن چي د ځينو قامونو ژبي دي موږ ته څه کول په کار دي ؟چي خپله ژبه علمي کړواو په داسي کړو يې له مرګه وژغورو که پښتانه عالمان کړو؟زما په خيال دا به ډېره د وياړوړ خبره وي چي پښتو ژبه يوه علمي ژبه شي او دا هم هغه وخت امکان لري چي پښتانه په پښتو ژبه عالمان شي په اوسني پير کي که موږ وګورو اوس هم پښتانه عالمان شته چي دمورنۍ ژبي په څنګ کي يې ډېري علمي ژبي زده دي په دې لاره کي هم هغه سياسي واکمن ښه رول لوبولای شي چي د اولس واک يې په برخه وي چي هغوی دمورنۍ ژبي پر مخ د زدکړو دادارو دلارو د پرانستلو په ملتيا هغه پوهان هم ودې ته وهڅوي چي له نورو ژبو څخه په پرله پسې ډول هغه شتمنۍ راوژباړي چي زموږ په علمي او فکري روزنه کي مرسته وکړلای شي دليکني دپيل دشعر په روڼا کي چي

پرېدۍ ژبه زده کول که لوی کمال دی خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

په دې شعر کي دا په ګوته شوې ده چي ځانګړتيا يوازي دا نه ده چي سړی پرېدۍ ژبه زده کړي بلکې ځانګړتيا داده چي له زده کړي ژبي څخه فکري شتمني دژباړي له لاري پر خپله ژبه باندي ولوروي او په دې اړه د پورته شعرشاعرد خپلي ژبي د نه هېرولوتوصيه کړې ده يوازي دا نه چي ته يې نو په ويلو مه هېروه په ويلو خو پښتو ژبه شتمنه ده څلوېښت ميليونه وګړي يې اوس هم ويونکي دي خو ودې ته کتل په کار دي چي زموږ ژبه دنن غوښتني او اړتياوي پوره کوي او که يې نه پوره کوي او په دې دي هروګړی ځان پوه اوخبرکړي چي يوازي په ويلوسره ژبه پرمختګ نه شي کولای ژبه په ليک او لوست مانا علم سره پرمختګ کوي موږ دا منو چي دښاغلي نورمحمد ترکي پر نړيوال چوکاټ باندي په پښتوژبه وينا کول زموږ لپاره د وياړ وړ خبره ده او په تشيال يا خلا کي د لومړي پښتون افغان عبدالاحد مومند له مځکنيو سره په پښتو ږغېدل چي له کبله يې پښتو ويل په خلا کي هم ثبت شو دوياړاو سرلوړۍ خبره ده چي زموږ دپښتنو اوپښتونوالي روحيه به يې غښتلې اوپياوړې کړې وي خو د نن اړتياوي نه شي پوره کولای زما په خيال به تر دې سل کرته د ځوان ټکنالوژي پوه نور رحمان لېوال کړه دستايني اود وياړ وړ وي چي دنن و اړتياوو ته په کتلو سره يې پښتو ژبه کمپيوټر ته ور ننه ايستله او نن په لکونو پښتانه يو له بل سره په پښتو ږغيږي ليکي يې لولي يې او له دې لاري يې علمي شتمنۍ هم په برخه دي چي پښتو او پښتانه ډېر څه ورځنې ترلاسه کولای شي او تر لاسه کوي يې که داسي نه وای له دې به هم بې برخي ناست وای

موږ کله هم په ټوليزه توګه دا ری (فکر) وهلی دی چي زموږ ژبه په علمي ساينسي او فني اړخ کي ترکومه بريده پوري د نن غوښتني او اړتياوي پوره کوي؟ موږ په خپله ژبه د اقتصادي سسټم يووړکتاب لرو؟ دټولنپوهني په اړه کومه علمي وړتيا لرو؟ دژوند د فلسفې په اړه خو موژبه ګونګۍ نه ده؟ ديوه سياسي سسټم په اړه دفکري روزني کومه علمي اومجربه شتمني مو ترلاسه کړې ده؟ پر ټولنيزو اړيکو څه مواد لرو؟ چي موږ خبرکړای شي چي د ژوند نننۍ ټولنيزي غوښتني څه دي ؟پرنړيواله کچه باندي تګلاره اواصول دادي چي څوک لوستونکي په يوه اداره کي دلوړو زدکړويا ترفيع لپاره اجازه اخلي هغه به لومړی واداره ته دا جوتوي چي په دې علمي لاره کي دا کمبوت يا ستونزه شته چي زه به يې دهوارولو هڅه وکړم که غوښتونکی د ادارې په مخکي هغه ستونزه جوته کړي نو اداره اجازه ورکوي د خپلي ژبي په اړه ويلای شو چي پښتون اولس په نن چاپېريال کي په دې سر ګرويي اودا يوه ستونزه هم ګڼي که نه ؟چي زما وبچانو ته په مورنۍ ژبه زدکړه ولي نه ورکول کيږي په دې پوهيږي چي زما ژبه ولي علمي نه ده او که دلته هم پر دې بسنه کوي چي دا نو دخدای ورکړه ده او که چېري دا ستونزه نه ګڼي په دې اولسي ناخبرتيا کي څه څه لاملونه لاس لري او دلېري کولو ذمه واري چي يې د چا ده هغوی ولي دا اولسي امانت تر اولسه پوري نه دی رسولی او يا يې داولس دغه اړتيا او غوښتنه ولي له رياست څخه نه ده تر لاسه کړې هغوی چي ځان داولس استازي ګڼي ولي يې دا کار په ښه توګه نه دی تر سره کړی اولس په دې پوه کول په کاردي چي ژبه چي کله هم علمي شي هغه دفن غوښتني پوره کوي هغه داولسونو د وس اواستعداد په کاراچولو وړ ګرځي هغه د خپل وطن په وجود کي د دننه ګټود تر لاسه کولو وړ ګرځي هغه واولسونو ته د ډوډۍ اوهم درنښت ورکولو وړ ګرځي دفن دارزښت په اړه د درانه خوشال بابا خبري زموږ دلاري مشال دي چي دهنرڅومره په زړه پوري ستاينه ده هغه وايي

که طالع او هنر دواړه سره کښېږدي زه خوشال به پکښي ونيسم هنر

وايي لار دکتو نشته واسمان ته زه به لار ورته پيدا کړم په هنر

او يو بل شاعرهم دفن په اړه توصيه کوي چي علمي ژبه دټولني دفني استعداد په را برسېره کولو او په کاراچولوکي په زړه پوري مرسته کوي خوزموږدا وياړ نه دی په برخه هغه وايي

دفن د خرڅ هنر مي زده نه کړلو د دغه ګټي کاروبار نه راځي

په پښتني ټولنه کي چي وفن او هنر ته په کومه سترګه کتل کيږي هغه هم د ډاډ وړ رويه نه ده ځکه خو يې په ميليونونوخلګ له خپلو وطني شتمنيو څخه ناخبره ټوله ژوند په کوچياني ډول اويا له خپلو ماشومانوڅخه لېري په پرېديوهېوادونوکي په ټک سريوتېرکړي او تل يې پرېدي وطنونه اوښارونه ودان کړي دي هغه غاړه ده چي

هايه خپل کاخاودي وران دی

ته پر بل اورې بارانه

او يو بل نوموړی شاعرهم د نه زدکړي له کبله خپله ټولنه داسي يادوي او پېغور ور کوي چي؛

پښې يې په خپله مځکه ښخي لکه ونه نه کړې پرېدي وطن ته په روزي پسې ساده روان دی

په دې اړه زموږ دروند اومبارز شاعرملاعبدالسلام عشېزي چي په قاضي بابا نوموړی يا مشهوردی وخپله ټولنه ته په خپل وخت کي داپېغور په کلکه ورکړی دی چي ته خپله علمي وړتيا وښايه او داجوته کړه چي ته دومره هنري وړتيا لرې چي داولس اړتياوي دي ورپوره کاندي او که دي يوازي دغلامۍ جغ ترغاړه کښلی او دبل و کاسه ته دي سترګي کږې نيولي دي هغه وايي چي

کوم هنر لرې په څه خان بهادر شوې نه ګاډۍ ته جوړولای شې نه تار ته

د امير امان الله سکه راواخله نوراني ګوهر ښکاره که وبازار ته

په ښيښه دڅراغ دود کم سي روڼا زياته لکه طفل نه پوهېږې په دې کار ته

مانا دا چي زموږ دغه مبارز اوښاغلی پوه ملا هم دعصري علومو خبره کوي او خپله ټولنه ته پېغور ورکوي چي دوخت په غوښتنو ځان پوهول په کار دي او په کار دی چي هغه هنرونه او زدکړي تر لاسه کړل شي چي هم هېواد ودان کړي اوهم د ټولني هغه مهالنۍ غوښتني ور پوره کړای شي.

دا خبره تر اولسه پوري رسول په کار ده چي دملت دودانولو لاره هم دا ده چي داولس هر بچی به برخه پکښي اخلي داولس هر بچی به عصري زدکړي تر لاسه کوي او اولس به له ملت او دملت له واکمنوڅخه دا حق تر لاسه کوي چي ولي هغوی ورځ په ورځ د عصري علومو په ګرانبيه کولو سره پرهغوی باندي دعصري علومو دروازې تړل کيږي که موږ دځان ځانۍ په خم کي نښتي پاته يو او ټولنيز يا اجتماعي فکرنه ولرو يا مو اوس هم د ژوند اساس د رحمان بابا پر دې شعر ولاړوي چي هغه مو هم په هغه مانا نه دی اخستی چي شاعر يې يادوي چي

که دانا يې اور له خپله سره مړ کړه دجهان اورونه پرېږده چي بليږي

دلته شاعريوازي خپل ځان نه ښيي لکه موږچي داشعرڅنګه اخستی دی هغه په خپل شعرکي،خپل سر،دټول په ماناياد کړی دی چي مراد ورځني بشپړه خپله ژبنۍ ټولنه ده نه يواځي ځان لکه موږچي يې يادوودا دپوهي اوعلمي ژبي څښتنان کولای شي چي يوملي يووالي ته لاره ووهي ملي ټولنه پياوړې کړي اقتصاد ته وده ورکړي په سياست کي اولس دځان ملګری کړي او پرمختګ او هوسا ژوند ولري له هوسا ژوند څخه مراد ذهني تسکين او د وجدان ډاډ دی نه چي بې کاري.

ژبه په اولسونوباندي ژوندۍ اوپالل کيږي او داهغه وخت کيږي چي ټولنيزه روحيه ژوندۍ وي رسول حمزه توب دخپلي ټولني يوه کيسه ليکي چي په داغستان کي دا دود دی چي دکومي ښځي ځوان زوی مړ شي هغه پر مخ د تور پړوني څاک را ايله کړي او په دې غم کي له جهانه څخه د ځان پټولو هڅه کوي هغه ليکي چي د داغستان يوه ښځه وه زوی يې په ځواني کي له هېواده څخه يورپ ته ولاړی اوهلته ميشت شو واده يې هم هلته وکړی او مور او پلار يې ورڅخه بې خبره پاته شو په مرګ او په ژوند يې نه وو خبر يو وخت له داغستان څخه يوه حکومتي ډله يورپ ته تللې وه او په ناڅاپي توګه يې له هغه داغستاني ځوان سره ليدل کتل شوي ووچي په دغه وخت کي پنځه پنځوس کلن شوی وواو هغه دخپل کورموراو پلار په اړه ټول معلومات ودې ډله ته ورکړل په ډله کي يو سړی د دوی د سيمي هم ووچي خپل وطن ته له راتګه سره سم يې ځان د هغه چا وکور ته ورساوه چي په يورپ کي يې ورسره ليدلي وه او د هغه و مور ته يې دا زېری ورکړی چي زوی دي ژوندی او ښه ژوند لري تر ډېري خوشالۍ وروسته يې مورپه ډېره مينه وپوښتل چي زما زوی ستاسو سره په کومه ژبه وږغېدی هغه په جواب کي ورته وويل چي خپله ژبه يې هېره کړې وه او دهغه ځای په ژبه راسره ژغېدی هغه ليکي چي د دې خبري په اورېدلوسره يې مورپرسر دتور پړوني څاک را ايله کړی اوپه دې توګه ېې و زېري ورکوونکي ته په پټه خوله دا پيغام ورکړی چي نورنوزما زوی زما لپاره مړدی له دې څخه مو مرام دا نه دی چي پښتانه خدای مه کړه له خپلي ژبي سره مينه نه لري پښتانه له خپلي ژبي سره د هغې مور په څېر مينه لري او جوته کړې يې هم ده خو تر ټولوله مخه دپښتني ټولني پام ودې خوا ته را اړول په کاردی چي پښتانه دعصري علومو په ارزښت خبر کړل شي د خپلي ژبي علمي کېدل ،د مذهب دښووني وړ ګرځول اودتدريس او تعليم ژبه ګرځول يوه ارزښتناکه او دهوارولو ستونزه وګڼي بيا به ددې ژبي د پرمخيون او پرمختګ لاري هواريږي اوهغه چا ته چي داولس استازيتوب يې په برخه دی په کار ده چي دخپلي بې برخي ځپل شوي ژبي اوټولني لپاره تر مهالنيو ځاني ګټو په تېرېدو سره له ملت څخه غوښتنه او پر هر چوکاټ باندي له خپلي ژبي سره تر کړې ژمنه تېر نه شي او دخپل وجدان د ډاډ او اطمينان لپاره دي دخپل اولس ماشومانو ته دغه حق راوړي ولي چي په مورنۍ ژبه زدکړه ددين،قانون نړيوالو علمي څېړنو او پوهانو دنظرونو له رويه د هر ماشوم او کوشني حق او زدکړه يې ګټوره او ښه ده د قران پاک په سوره ابراهيم کي راغلي دي چي و هر قوم ته دهم هغه قوم په ژبه پيغامبر ور لېږل شوی دی چي پيغام ورته په خپله ژبه روښا نه کړي دمورنۍ ژبي زدکړه و زده کوونکي ته لوړباور،احساساتي وړتيا، له نهيليو څخه ژغور،او ډاډ ور په برخه کوي دا د مورنۍ ژبي د زدکړي منل شوی ارزښت دی چي دلوړي ذهني سويې روزنه،ژر زدکړه،له زدکړي څخه په کره او پوره توګه ګټه اخستل يوازي دمورنۍ ژبي په زدکړه سره تر سره کيږي او يوازي مورنۍ ژبه ده چي د زدکړي له لاري يې د کوشني وړتيا يا استعداد په کره توګه په کار اچول کېدلای شي او پوهان دا هم وايي چي له ښوونځي څخه دمورنۍ ژبي ايستل له ښوونځي څخه دماشوم ايستل دي اوس چي دا له هره اړخه او هري لاري جوته ده نو بيا د هېښتيا او حيرانتيا خبره نه ده چي موږ بيا هم له دې ارزښت څخه بې برخي يو هغه لاملونه ولي نه دي پلټل شوي اوهغه خنډونه ولي له منځه نه دي وړل شوي،خدای مه که داسي خو نه ده چي موږ دځان ځانۍ په خم کي نښتي يو يا په موږ کي ټولنيز فکر نشته اوهر سړی پر خپله ټکۍ اور اړوي چي زه په خپل زوی په هره ژبه د زدکړي وس لرم په نورو يې نو زما څه،موږ په خپلو ګرېوانونو کي دکتلو توان نه لرو اوکه مو وس نه رسي دادټولنيز ژوند اصول دي چي ټولنه ترکومه وخته نه وي هوساشوې ديوه وګړي، يوې کورنۍ او يوه ټبرهوسا کېدل لېونتوب او يو خيال دی چي هيڅ رښتونی حقيقت نه لري ولي چي په ځپلې ټولنه کي اروا او وجدان ځپلی وي چي يواځي په ټولنيز فکرسره ډاډېينه او هوسايي موندلای شي

زموږ کوشنی چي له کوره څخه دزدکړي لپاره راوزي پښتو کور ته پرېږدي څومره به ښه وي چي پښتو ترښوونځي اومدرسې پوري ورسره راشي څومره به موژبه اوزده کوونکي وغوړيږي چي ژبه مو د لېسې پوهنځي اوپوهنتون ژبه شي دلوړو زدکړو ژبه شي هله به مو ژبه دژوند پرروغتيا برسېره دژوند د رغوني علمي او ساينسي ژبه شي او چي کله ژبه علمي شي ټولنه هرو مروورسره علمي ټولنه جوړيږي دا اندازه هغه چاته کېدلای شي چي يو ټولنيز فکر ولري له خپلي ژبي قام او ټولني سره مينه ولري او دغه مينه سړی له کرکي نفرت او عصبيت څخه ژغورلای شي د هم دې ميني پر ځينه يا پر پوړۍ باندي سړی دانساني ميني وبام ته ختلای شي که مو دانساني ميني په جوتولو سره وجدان ډاډه شو بيا به مو هم ژبه جنتي وي او هم به موږ جنتيان يوپه پای کي به يوه توصيه درسره شريکه کړم چي پښتانه دي پر پښتو سر نه ورکوي پښتو دي وپالي پر ورور تربور او قام باندي دي سر نه ورکوي ورور تربور او قام دي وپالي.